سیاست

“د نړیوالو سازمانونه ډلبندي”

لیکنه: ياران

لیکنه: زاهد صدیقي

نړیوال سازمانونه د دولتونو هغې مجموعې ته اشاره لري، چې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د اساسنامې او جوړښت پربنسټ مستمر فعالیتونه ترسره کوي.
په بله وینا، نړیوال سازمانونه د دولتونو هغه جوړښت دی، چې د غړو د تړون له مخې رامنځته او پر دایمي جوړښتونو سمبال دي. یاد سازمانونه د ګډو او مشترکو ګټو د موخو په لټه کې دي، چې دا چاره د ګډې مرستې پر بنسټ ترسره کوي. (میشل ویرالي).
نړیوال سازمانونه مشروع سازمانونه ګنل کېږي خو، ترڅنګ یې یو شمېر نامشروع سازمانونه هم شته دي لکه: القاعده، طالبان او داعش.
پورتني دواړه ویناوې دولتي سازمانونه ته اشاره ده، په داسې حال کې چې غیرې دولتي سازمانونه هم شته دي.
د نړیوالو سازمانونو د جوړېدو فلسفه:

له سیاسي اړخه دوه ډوله چاپېریال انځوریدلی شي.
کورنی چاپیریال: په کورني چاپیریال کې د دولت په نوم د اقتدار بنسټ شتون لري، چې د خپلمنځۍ ستونزو او اختلافاتو لپاره یوه مرجع ګڼل کېږي.
د بېلګې په توګه: که چیرې په کوم سیاسي نظام کې قانون ترپښو لاندې کېږي نو دولت اړ دی، چې له قانون څخه ساتنه وکړي. په بله وینا، که چېرې ټولنه کې بې نظمي او ګډوډي وي، نو د دولت په نوم بنسټ یې کنټرول او اداره کوي. یعنې په کورني چاپیریال یا نظام کې یو قانوني بنسټ شتون لري، چې قانون او امنیت ټینګ کړي.
نړیوال چاپیریال: د انګلستان فیلسوف توماس هابز وایي؛ چې، یو انسان بل ته بلا ده یعنې په ټولنه کې ځنګلي قانون واکمن دی، د دې لپاره چې انسانان په امنیت کې ژوند وکړي نو د یوه تړون له مخې دولت رامنځته کوي خو، په نړیوال چاپیریال کې ورته دولت او نظام نشته دی. د همدې لپاره نړیوال نظام انارشیک ګڼل کېږي. یعنې د اقتدار د اعمال بنسټ شتون نه لري. نو د نړیوالو سازمانونو د رامنځته کېدو اصلي فلسفه هم دا ده، چې په نړیوال چاپیریال کې کوم واحد نظام یا دولت نشته چې ټول دولتونه یې تابعدار وي.

د نړیوالو سازمانونو ډلبندي (طبقه بندي):
د سازمانونو ډلبندي ځکه اړینه موضوع ده، چې په نړۍ کې کابو ۱۴۰۰ دولتي سازمانونه او نژدې ۲۷۰۰۰ غیرې دولتي سازمانونه شته، چې په بېلابېلو ډولونو ډلبندي شوي دي خو، د ډلبندیو له ډولونو څخه ېې یوه هم لاندنۍ ډلبندي ده.

د جغرافیا پربنسټ:
1. نړیوال سازمانونه
2. سیمه یز سازمانونه

د موخو پربنسټ:
1. سیاسي سازمان – لکه: ملګري ملتونه
2. اقتصادي سازمان – لکه: نړیوال تجارت
3. پوځي سازمان – لکه: ناټو
4. فرهنګي سازمان – لکه: یونسکو
5. ورزشي سازمان – لکه: فیفا

د محدودیت پربنسټ:
1. خلاص سازمانونه: د نویو غړو د منلو ظرفیت لري لکه: (ملګري ملتونه، ناټو، شانګهای او…)
2. بند سازمانونه: د نویو غړو د منلو ظرفیت نه لري لکه: (د افریقا اتحادیه، د خلیج فارس شورا، د اسلامي همکارۍ شورا او د عربو اتحادیه.)

د غړو د ډولونو پربنسټ:
1. دولتي سازمانونه
2. غیرې دولتي سازمانونه

1. دولتي سازمانونه، چې غړي یې دولتونه دي په درې ډوله وېشل کېږي:
1. نړیوال سازمانونه
2. سیمه ییز سازمانونه
3. پراخ سیمه ییز سازمانونه

1.1 نړیوال سازمونه بیا په دوه ډوله وېشل کېږي:
1. د ملګري ملتونو کورنۍ پورې تړلي سازمانونه لکه: (د پست نړیواله اتحادیه، یونسف، د مخابراتو اتحادیه او…)
2. د ملګري ملتونو له کورنۍ څخه بهر سازمانونه لکه: (د چاپیریال ساتنې سازمان، فیفا او…)

2.2 سیمه ییز سازمانونه لکه: (اروپایي، افریقایي ټولنې…)
3.3 پراخ سیمه ییز سازمانونه لکه: (اوپیک، ناټو، د اسلامي هیوادونو کنفرانسونو سازمان او…)
1. غیرې دولتي سازمانونه، چې غړي یې افراد او خصوصي شرکتونه دي بیا په دوه ډوله وېشل کېږي:
1. انتفاعي دولتي (د ګټې وټې) سازمانونه: هغه سازمانونه چې د ګټې وټې د ترلاسه کولو په لټه کې دي لکه: څو ملیتي شرکتونه (کوکا کولا، نوکیا، سَمسُنګ، الکوزی او…)
2. غیرې انتفاعي دولتي سازمانونه: هغه سازمانونه چې د ګټې وټې د ترلاسه کولو په لټه کې نه دي لکه: (د سره صلیب سازمان، د بې پولې ډاکټرانو او د بې پولې خبریالانو سازمانونه او…)

ماخذونه:
1. موسي زاده، رضا. نړیوال سازمانونه. لومړی چاپ. نېټه،۱۳۹۶.
2. اقایي، سید داود. نړیوال سازمانونه. نوی چاپ. نېټه، ۱۳۹۰.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران