سپورټ نړیوال کرکټ

د نړيوال کرکټ د تاريخ ۵ غوره تيز توپ اچوونکي

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

کرکيټ د مينې، خوند، شوق او احساساتو لوبه ده، چې توپ اچوونه پکښې يو ځانګړی او جذباتي اړخ دی.

تاسو به غوره توپوهونکي ليدلي وې چې غټي غټي شپږيزي وهي، باجرأته لوبه ترسره کوي، خو يو توپ د لوبي اړخ په بل لوري بوځي.

د نړيوال کرکيټ په تاريخ کي ډير داسې توپ اچوونکي تيرسوي چي تر اوسه هم ډير زيات مينوال لري او ددوی د توپ اچووني پخوانۍ ويډيوګاني ګوري.

شعيب اختر د کرکټ په تاريخ کي ډير تيز توپ اچوونکی تير سوی، چي د توپ د تيزوالي اندازه يې تر ۱۶۱،۳ پوري رسيدل، او په ډيره کمه توګه توپ وهونکي توانيدل چې توپ يې ولوبوي.

په اوسني عصر کي ميچل سټارک، سټانلاک، بولټ، دولت ځدران، ډيل سټاين، جسپريټ بومرا، محمدعامر او ځيني نور داسې تيز توپ اچوونکي سته چې دتوپ لوبول يې ډير اسانه نه دي.

خو د کرکټ په تاريخ کي داسې تيز توپ اچوونکي سته چې ډيرې ویکټي يې ترلاسه کړي، اقتصادي توپ اچوونه يې کړې او هرکله يې د خپل هيواد په ګټه تأثري لوبه کړې.

په نړۍ کې ډير تيز توپ اچوونکي سته چې بايد يادونه يې وسي او د ځان سره قوي ريکارډونه هم لري، خو که ليکنه ترپايه ولولئ نو پوه به سئ، چې دغه ۵ توپ اچوونکي ولي بايد تر نورو غوره وبولو.

۱ـ ډينيس ليلي ( اسټراليا )

اسټراليا دخپل کرکيټ په تاريخ کي داسي تيز توپ اچوونکی درلودی چې تر اوسنيو توپ اچوونکو يې څوچنده ډيره تاثري لوبه ترسره کوله.

ډينيس ليلي هغه توپ اچوونکی وو، چې د نورو لوبډلو تيز توپ اچوونکي ترې ډير زيات متأثره وه، پخواني پاکستاني لوبډلمشر عمران خان چې اوس لومړی وزیر دی ډينيس ليلي ته د تيزي توپ اچووني د پلار لقب ورکړی او دی يې يو بې مثاله توپ اچوونکی بللی، ويسټ انډيزی مارشال چې خپله هم يو ډير تکړه تيز توپ اچوونکی وو، ډينيس ليلي يې د نړيوال کرکيټ د تاريخ غوره توپ اچوونکی ياد کړی.

ليلي په ۷۰ ټيسټ لوبو کي په ۲۴ اوسط سره ۳۵۵ ویکټي ترلاسه کړيدي، او لومړنی توپ اچوونکی وو چي ۳۵۰ لوبغاړي يې وسوځول.

ډينيس يوازې په ۶۳ يو ورځنيو لوبو کې ۱۰۳ ویکيټي اخيستي چې ايکانومي ريټ يې ۳،۶ وو.

ليلي په زړه پوري اوټ سوينګ توپ اچوونه کوله او په ان سوينګ کي هم ډير تاثري وو.

د توپ اچووني پرمهال يې خطرناکه بونسر هم ترسره کاوه چې اکثريت وخت به يې توپ وهونکی د ستونزو سره مخ کوی.

ډينيس ليلي دتوپ اچووني د هرډول تخنيک سره سره غوره کټر هم ترسره کوي.

۲ـ مکولم مارشال ( ويسټ انډيز )

د کرکټ په توپ کي هيڅ داسي تخنيک نه وو چې مکولم دې نه وو زده.

تيز بونسر، داسي چې د توپوهونکي د سوځّيدو لامل به وو، غوره کټر، او د هر ډول تيزې توپ اچووني ماهر وو.

مارشال پر هر ډول ويشتن ځای (پيچ) په پوره بريا سره توپ اچوونه ترسره کولای سول.

دده سټرايک ريټ تر ۴۷ کښته وو، او د توپ اچوونې اوسط يې تر ۲۱ لږ وو.

مکولم په ۸۱ ټيسټ لوبو کي ۳۷۶ لوبغاړي سوځولي، چي دې ريکارډ ته تر اوسه هيڅ توپ اچوونکی ندی رسيدلی.

مکولم مارشال د ټولو ټيسټ هيوادونو په وړاندې د تر ۹۰ ميله په ساعت کي د تيزي توپ اچوونې ريکارډ لري.

اکثريت توپ اچوونکي دا وړتيا نلري چې پر وچ ويشتن ځای توپ اچوونه وکړي، خو د مارشال لپاره دا يوعادي کار وو.

نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې تر ۱۵۰ ډيرې ویکټي ترلاسه کړي.

۳ـ ګلين مکګرات ( اسټراليا )

ګلين مکګرات په خپلي تيزي توپ اچوونې سره خورا ساعتيری کوی.

که څه هم دده په وړاندي هيڅ توپوهونکي په بريا سره توپوهنه نسوای کولای خو ګلين ته يې خوند ورکوی چې د توپوهونکي سره په چلنج کي ولويږي.

ځيني توپ اچوونکي به هغه وخت تر پريشر لاندي کيدل کله چې به دی د توپ اچووني لپاره انتخابيدی.

د ګلين مکګرات د توپ تيزوالی تر ۸۵ ميله په ساعت کې لوړ وو،۶ فوټه او ۵ اينچه تنه يې وه، نوځکه به يې خورا تاثري بونس توپ اچوونه ترسره کول.

ده د شېن وارن سره په ملګرتيا د اسټراليا لپاره ډيرې لوبې ګټلي.

ګلين په ۱۲۴ ټيسټ لوبو کي ۵۶۳ وکيټي ترلاسه، نوځکه دی د نړۍ يو بريالی تيز توپ اچوونکی شميرل کيږي.

دده اوسط ۲۱،۶۴ ،او سټرايک ريټ يې ۵۱،۹۰ وو.

ګلين په يو ورځنيو لوبو کې تر ۴ لاکم اقتصادي توپ اچوونه ترسره کول، او ۳۸۵ لوبغاړي يې سوځولي دي.

د ۱۹۹۹زکال څخه تر ۲۰۰۰ز کال پورې د اسټراليا دبريا لوی لامل ګلين مکګرات وو.

۴ـ ريچارډ هيډلي ( نيوزلينډ )

که چيري څوک ريچارډ هيډلي پيژني نو د تيزو توپ اچوونکو د نومونو سره به يې خامخا نوم يادوي.

ريچارډ دکرکټ دتاريخ يو بريالی توپ اچوونکی وو،خطرناکه ان سوينګ توپ اچوونه يې ترسره کول،او يوډير ځيرک کرکيټر وو.

هيډلي لومړنی توپ اچوونکی وو چې په ټيسټ لوبو کي يې ۴۰۰ ویکټې ترلاسه کړلې او په ۸۶ لوبو کي يې خپلي وکيټي ۴۳۱ ته ورسولې.

ده په توپ اچووني کي مالوم تېزوالی نه درلود، خو داسې توپ اچوونه يې ترسره کول چې توپ وهونکی يې دستونزو سره مخ کول.

د ريچارډ سټرايک ريټ ۵۲ وو او تر ۲۳ په کم اوسط يې توپ اچوونه کول. په يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۵۸ ویکټې اخيستي وې، په داسي حال کي چې په اوور کې د ۴ منډو اقتصادي توپ اچوونه ترسره کول.

۵ـ وسيم اکرم ( پاکستان )

که ووايم چې تر وسيم اکرم به تکړه کرکيټر نه وو،شاید مبالغه نه وي. ټولي هغه ځانګړتياوي چي بايد يوکرکيټر يې ولري په سيم اکرم کي وې.

وسيم کولای سول چې هرډول توپ اچوونه ترسره کړي،ان سوينګ، اوټ سوينګ، ريورسوينګ او نور… خو يارکر توپ ته يې هيڅ توپ اچوونکي ځان نه سو ټينګولای.

د وسيم اکرم ريکارډ په خپله خبري کوي، ده په ۱۰۴ ټيسټ لوبو کي په ۲۳ اوسط سره ۴۱۴ لوبغاړي سوځولي اوسټرایک ريټ يې تر ۵۵ يو اندازه لږ وو.

اکرم په يو ورځنيو لوبو کي په ۴ ايکونومي سره ۵۰۲ ویکټې ترلاسه کړي چې تر اوسه کوم بل تيز توپ اچوونکي ځان نه دی ور رسولی.

وسيم اکرم په هرځای کي خپله وړتيا ښودلې وه، اسټراليا يې په اسټراليا کې سرګردانه کړې وه، د انګليستان څه يې په لارډز کې لاره ورکه کړې وه، ويسټ انډيز يې هم په کوربتوب کي خراب کړی وو، او ورسره د هند او نيوزلينډ لوبډلې يې هم د خپل تيزي توپ اچوونې تر اثر لاندې راويستي وې.

دی په ۳۰ کلنۍ کې د شکر په ناروغۍ اخته سو، خو تر ۳۷ کلنۍ پوري په ملي لوبډله کې پاته سو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.