سفر کلتور او هنر له نړۍ

د نویو او انتیکو شیانو د لیدو او اخیستو لپاره بینکاک ته لاړ شئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

بینکاک په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره د چکر تر ټولو ښه ځای او د هالنډ هېواد پلازمینه ده. ددې ښار ځانګړنه دا ده چې د چکر لپاره د نورو هېوادونو او ښارونو په پرتله ډېر حیرانوونکي او په زړه پورې ځایونه لري. کېدای شي تاسو د بینکاک د لوی سوداګریز مرکز نوم تر اوسه پورې نه وي اورېدلی. له موږ سره اوسئ تر څو په بینکاک کې ۷ نور سوداګریز مرکزونه در وپېژنو، د هغو کسانو لپاره به ډېر په زړه پورې وي، چې د نویو او انتیک شیانو د لیدو او اخیستو لیوني وي:

۱- د سیام ډیسکوري سوداګریز مرکز

د سیام ډیسکوري سواداګریز مرکز په لیدو سره حتما حیرانېږئ. دغه مرکز په لومړي ځل په ۱۹۷۳ کال کې جوړ شوی دی، چې له یو څه بیا رغونې وروسته د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۸ دویم ځلي پرانیستل شو. داسې هم ویل کېږي، چې په دې بازار کې پلورل کېدونکي شیان یوازې د هغو خلکو د ژوند له کچې سره برابر دي چې په ټایلنډ کې ژوند کوي. هغه کسان چې دغه بازار یې له نیږدې لیدلی وي ښه قضاوت کولی شي.

په دې بازار کې د خوښې هر ډول توکي اخیستلی شئ ان بې پېلوټه الوتکې هم. ایا تر اوسه مو اورېدلي و، چې بې پېلوټه الوتکې دې په یوه داسې بازار کې هم پیدا شي؟

په دې سوداګریز مرکز کې د لوبغاړو او فلمي ستورو داسې مجسمې هم پلورل کېږي، چې کټ مټ د هماغه کسانو په څېر وي.

۲- د سیام پاراګون سوداګریز مرکز Siam Paragon))

کله چې د سیام پارګون په سوداګریز مرکز کې ګرځئ او چکر پکې وهئ داسې فکر کوئ چې کوم ځانګړی او مشهور کس یاست. له لومړۍ دروازې چې کله ننوځئ له یوه شنه باغ سره مخ کېږئ چې ونې او ګلان یې په مصنوعي توګه جوړ شوي دي. ددې سواد ګریز مرکز په لیدلو سره به ډېر قېمتي او لوکس شیان تر سترګو تېر کړئ. په دې بازار کې هره اونۍ یو نندارتون هم پرانیستل کېږي، د بېلګې په توګه یوه اونۍ د ساعتونه، بله اونۍ د کامرو او همدا راز د سینګار توکو او نورو شیانو.

۳- د سیام سنټر سوداګریز مرکز(Siam Center)


سیام سنټر سوداګریز مرکز بیا د موډ او فشن د مینانو لپاره ځانګړی ځای دی. په دې بازار کې د بوټونو دومره مغازې دي، چې هېڅ نه پوهېږئ له کوم ځای څخه یې پیل کړئ. تر تولو په زړه پورې خو یې لا دا ده چې د بوټونو په دې ستر سوداګریز مرکز کې ځینې انتیک رسټورانټونه هم چې، که په ګرځېدو را ګرځېدو وږي او تږي شئ، نو دلته یو څه انرژي اخیستی او دمه کولی شئ.

۴- کینګ پاور سوداګریز مرکز (King Power Complex)


د هوایي قطارونو (BTS ) یا د بریا د یادښت له تم ځای څخه تر پنځه دقیقیي پلي مزل وروسته مو پر کینګ پاور سوداګریز مرکز سترګې لګېږي. همدا په ورتلو سره به مو ددې سوداګریز مرکز سپینه فضا خوشاله کړي او خوښه به مو شي ددې سواګریز مرکز ښکلا هغه لفټ لا څو برابره کړې ده چې ښیښیي کوور لري او د سواګریز مرکز په همدې منځ کې نورو پوړونو ته پورته شوی دی. په دې سوداګریز مرکز نو د پېرلو لپاره لومړی ځانګړی (shopping registration card) کارت د ځان لپاره جوړ کړی، ځکه په هېڅ ډول پکې په فیزیکي ډول پیسې ښکته او پورته نه کېږي.
تاسو باید په لومړي سر کې د هغه څه په اړه مشوره کړې وي چې غواړی وایې خلئ. د توکي د بیې په اندازه یا لږ څه زیاتې پیسې باید په ځانګړي ځای کې تحویل کړئ تر څو ستاسو ته (shopping registration card) کارت درکړل شي. له دې وروسته کولی شئ، په دې سوداګریز مرکز کې د خپلې خوښې وړ توکي واخلئ.

۵- سنچري مال سوداګریز مرکز(Century Mall)


له کېنګ پاور څخه له یو څه پلي تګ وروسته سنچري مال ته رسېږئ. سنچري مال د MBK چې په بینکاک کې بل لوی سوداګریز مرکز دی، کوچنۍ کاپي ده. خو یوه ځانګړنه لري، چې دغه سوداګریز مرکز بیا په دننه کې یو سینمایي سالون هم لري. B پوړ یې بیا نو یوازې خوراکونو او خوږو ته ځانګړی شوی دی، چې کولی شئ د خپلې خوشې خواړه او شریني او کېک په کې نوش جان کړئ. په دې سوداګریز مرکز کې خو د خپلې خوښې وړ هر ډول توکي پیدا کولی شئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.