روغه سټه کلتور او هنر

د میرمنو او نجونو د روغتیا: د اکشي کومار پراخ کمپاین سره ټوله سینما یوځای شوه

د پډمین فلم ستوري اکشي کومار تازه د یوې داسې موضوع په اړه کمپاین پیل کړی، چې زیات خلک يې شرم بولي.
دا کمپاین چې د “پډمین چلینج” نومیږي، موخه يې د میرمنو د میاشتیني عادت یا (حیض) په وخت کې د کورټیکس یا پمپر ته ورته یوې کڅوړې د کارونې عامول دي.
دا حفاظتي کڅوړه د میرمنو سره مرسته کوي، چې د میاشتنۍ یا ماهانه وینې راتګ پرمهال د هغوی مخصوصه برخه د بکتریا او میکروبونو څخه خوندي وساتي.
پډمین د اکشي کومار راروان فلم دی، چې میرمنو د میاشتني عادت یا حیض موضوع يې مرکزي نقطه ده. دا فلم به د روانې فبروري میاشتې په ۹ مه خپور شي.
د پډمین چلینج دا کمپاین په ټولنیزو رسنیو وروسته له هغې پیل شو، چې د اکشي کومار او د هغه میرمن توینکل کهانا له خپل کوره پیل کړ.
وروسته عامرخان، عالیه بټ او نور سینمايي ستوري ورسره یوځای شول.

تازه ډیپیکا پاډوکون ددې کمپاین سره یوځای شوی او په داسې حال کې چې همدا محافظتي کڅوړه يې په لاس کې نیولې خپل عکس يې خپور کړی او لیکلي يې دي:
“مننه اکشی کومار چې دې خبرې ته دې زما پام راواړوه؛ هو! دا زما په لاس کې چې کوم څه دي، دا د میرمنو د میاشتني عادت پر مهال د هغوی لپاره محافظتي کڅوړه ده. په دې کې د شرم کومه خبره نشته. حیض یوه طبعي پدیده ده.”

د پډمین د کمپاین روش داسې دی، هر کس چې ددې کمپاین سره یوځای شي، یو یا زیات ملګري به د خپلې پاڼې په مخ پوست کې د خپل عکس سره ټګ (نښه) کوي، او هغوی ته به ددې څيز د اخیستلو چلینج ورکوي.
ډیپیکا پاډوکون په خپل پوست کې ادیتي رو حیدري ټګ کړې وه، چې هغې بیرته همدا څیز (د میرمنو لپاره مخصوصه کڅوړه) اخیستې ده او د خپل عکس سره يې درې نور سینمايي ستوري ټګ کړي دي.

ادیتي حیدري لیکلي:


“ډیپیکا ستا چلینج مې ومنلو. دا دی وګوره. دا څیز خو ان شهزادګۍ استعمالوي. حیض خو یوه طبعي خبره ده. اوس نو زه راج کمار، ډینا پټاني، او فرحان اختر ته چلینج ورکوم.”
د بالیووډ بله ښکلې ستورې سونم کپور هم له دې کمپاین سره یوځای شوې، همدا محافظتي کڅوړه يې اخیستي او عکس يې ورسره خپور کړی.

هغې لیکلي:


“هو وګورئ، زما په لاس کې هماغه محافظتي کڅوړه ده. ماته پرې ځان بد نه ښکاري. حیض طبعي کار دی.”
نوموړې جاکلین او ارجن کپور په خپل پوست کې ټګ کړي. په همدې اساس ارجن کپور هم همدا څیز اخیستی او عکس يې ورسره خپور کړی دی.
پډمین کې د اکشي کومار سربیره د بالیووډ وتلې ستورې سونم کپور هم لوبیدلې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات