ژوند بڼه کورنی ژوند

د میرمنو د خوشحاله ساتلو لپاره، د یوې افغانې انجلۍ ۶ مشورې

لیکنه: الما افغان

دا یوه کره خبره ده چې، نارینه تل د خپلو میرمنو څخه د ځان خوښ ساتلو تمه کوي، خو مقابل کې یې یو شمیر خاوندان تر ډیره دا فکر نه کوي چې د همداسې خوښۍ په بدله کې باید میرمنې لپاره داسې خوښۍ ورکړي چې ګډ ژوند يې په هوساینې او سکون تیر شي.

زه تاسو ته ځینې داسې کوچنۍ لاري چاري درښیم چي کیدای شي د میرمنې په خوښ ساتلو کې تري استعفاده وکړئ او ژوند مو لاپسې بریالی تیرکړئ:
۱- ژوند ورته مه محدودوئ.
کیدای شي ځیني نارینه تنګ نظري او لنډ فکره اوسي او فکر کوي چې که زه میرمنه په کور کي وساتم او چیرته د تګ اجازه ورنکړم نو د میرمني توجه او پام به تر ډیره ماته وي، خو پام مو وي چي میرمنه هر ځل مناسبو او سمو ځایونو ته له تګ منع کول ناسمه کړنه ده، چې په دې سره میرمنه کینه درسره اخلي او دا چاره يې له تاسو څخه د زړه بدۍ سبب ګرځي.
هڅه وکړئ په مناسب ډول او چوکاټ کې میرمنې ته هغه ازادي چې اسلام او قانون ورکړې، محدوده نه کړئ.

۲- بې باوري مه کوئ
یوې مسلې ته مو پام اوسه، که چیرې ستاسو میرمنه ناسم کارونه او کړنې ترسره کوي، نو د سمو لارو په اړه يې په غیر مستقیم شکل پوه کړئ، ترڅو ستاسو خبرې يې په خپلې ناپوهۍ پوه او په خپلو غلطو کړنو پښیمانه کړي.
هو! که تاسو بې له کوم علته په خپلو میرمنو بدګومانه او بې باوره اوسئ نو په دې سره ممکن خپله میرمن بدو کارونو او بدلارۍ ته وهڅیږي، ځکه زړه تورې کیږي او بلاخره هغه کړنې ترسره کوي چې تاسې یې توقع نه کوئ.

۳- ډالۍ
هڅه وکړئ میرمنې ته مو بیلابیلې ډالۍ واخلئ؛ جامي (کالې) او سره زر میرمنو ته ډالۍ کول یې له حده زیاته خوشحالوي. زه دا نه وایم چي په ډالۍ کې دې حتماً همدا شیان وي مګر؛ که مو وس ډیر نه رسیږي هڅه وکړئ د خپل وس مطابق لکه؛ یو تازه ګل د ډالۍ په شکل میرمنې ته وړاندې کړئ او که بیخي ددې توان هم ځان کې نه وینئ نو؛ تل خپلو میرمنو ته مسکا او ښه خبره ډالۍ کړئ.

۴- د سینګار توکو استعمال
لکه څنګه چې پوهیږو سینګار د میرمنو لپاره د زینت یوه وسیله ده، دا د میرمنې د خوښۍ راز هم کیدای شي. ډیری نارینه د خپلو میرمنو لپاره سینګار بده مني چي دا کړنه میرمنه زړه ماتي کوي. هڅه وکړئ چې میرمنه مو د سینګار او سلیقې په جوړولو کې وهڅوئ، ځکه دا چاره میرمنه خوښه ساتي او کله چې میرمنه خوښه وي نو ستاسو خوا به هم نه دربدوي.

۵- د پخلي ستاینه
تاسو پوهیږۍ چې میرمنه مو د کور په سمبالښت کې پوره څه که ووایه ټوله ونډه لري، بده به نه وي.
باید تاسې هم ورسره مرسته وکړئ. لکه پخلی د میرمني د کور په کارونو کي مهم مسوولیت دی، کله چې مو میرمنې پخلی کاوه مه يې رټۍ، ځکه دا چاره میرمن ډیره ناهیلي کوي. ښه دی چې پر ځای یې برعکس د میرمنې د پخلي ستاینه او د هغې د لاس خواړه وخوړئ، ځکه دا یې ډیره خوښوي.

۶- تفریح
که تاسو د کوره بهر په خپلو چارو کي ستړي یاست همداسې مو میرمنه د کور کارونه ستړې کوي. تل هڅه وکړئ چې میرمنه مو له ځانه سره یوځای چکر ته یوسئ او که داسې هم نشۍ کولی نو په کور کې ورته داسې کوچنۍ، کوچنۍ پارټۍ جوړې او پلمه کړئ چې پرې خوشحاله شي، لکه: نن د ښځو ورځ ده، نن د مور ورځ ده، د واده کلیزه او یا هم داسې نورې خوښوونکې پلمې ولټوئ او میرمنې ته مو د خوښۍ یو عادي پروګرام ونیسئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې