سیاست

عمران خان ولې د نواز شریف مېښې خرڅې کړې؟

لیکنه: بشر درویش

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د فساد په تور د خپل ګوښه شوي ځای ناستي نواز شریف ۸ مېښې خرڅې کړي.

د عمران خان حکومت ویلي، چې د دې مېښو پیسې بیت المال ته سپارل شوي.

نوازشریف او مېښې

د نوازشریف دغه مېښې د صدراعظمۍ په دفترکې ساتل کیدې او شیدې به یې د هغه کورنۍ ته وړل کیدې.

په پاکستان کې د مېښو ساتل او له شیدو یې ګټه اخیستنه د شتمنو او مخورو کورنیو یوه عامه ځانګړنه ده.

د حکومتي سرچینو په حواله د دې مېښو د خرڅلاو له اړخه ۱۹ زره ډالره د پاکستان ملي خزانې ته لېږدول شوي.

د فساد پرضد مبارزه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د کرکټ پخوانی اتل عمران خان، چې د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر او لومړي وزیر نوازشریف پرضد یې د فساد قضیه مخته وړه، د محکمې په مرسته نیږدې یو کال مخکې نواز شریف بې واکه او بندي کړ.

د نواز شریف او د هغې د لور مریم نواز له بندي کیدو څخه وروسته پاکستان د سترې محکمې په امر له وخته مخکې پارلماني او بیا د نوي پارلمان په وسیله د صدراعظمۍ ټاکنې وکړې.

په دې ټاکنو کې عمران خان خپل مخالف ګوندونه تر ډېره د فساد ضدې مبارزې له شعار سره مات او د صدراعظمۍ مقام خپل کړ.

هغه د دندې له پیل سره، مختلف فساد ضد ګامونه واخیستل، چې منتقدین یې اکثره هغه سمبولیک او نا قانع کوونکي ګڼي.

عمران خان، څه موده مخکې له دې کبله توندو نیوکو سره مخ شو، چې له کوره تر کارځایه ۱۵ کیلومټره مزل یې په هلیکوپټر کې وکړ.

منتقدینو هغه د فساد خلاف مبارزه او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په هڅو کې دروغجن وباله.

خو پلویانو یې د فساد ضدو هڅو ستاینه کوله.

عمران خان، په یوه بل ګام کې د مخکیني حکومت له چارواکو ور پاتې مرمۍ ضد موټرې پلورلې وې، چې د حکومت خزانې ته یې ۶۰۰ زره ډالره زیاتې کړې وې.

مېښې چا واخیستې؟

راپورونه، څرګندوي چې د نواز شریف مېښې د هغه یو شمېر سرسختو پلویانو پېرلي دي.

د حسن لطیف په نوم یوه نواز شریف پلوي ویلي: د خاصې لېوالتیا له مخې مې د نواز شریف یوه مېښه په ۲۵۰۰ ډالرو واخیسته.

حسین د لبنیاتو د تولید یوه کارخانه او تر ۱۰۰ مېښې لري، خو د نواز شریف یوه مېښه یې له هغه سره د مینې لپاره اخیستې.

نوموړی وایي، هڅه کوي چې دغه مېښه نوازشریف ته بیرته ډالۍ کړي.

د شریف یوه بله مېښه په ۳۱۰۰ ډالرو خرڅه شوې.

هغه سړی چې د نواز شریف یوه مېښه یې لیلام کې اخیستی

نواز شریف څه شو؟

نواز شریف څو اونۍ مخکې محکمې له څه موده بند څخه وروسته بې ګناه اعلان او له بنده بیرته خوشې کړ.

هغه د ورپورې شویو تورونو او د مېښو د خرڅیدو په اړه یې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي