خواړه روغه سټه ګټه وټه

د مڼې ګټې؛ هغوی چې نه یې خوښيږي، په خبریدو به یې خوړل پيل کړي

د الله ج ډېر نعمتونه دي او هر یو انسانانو ته جلا جلا ګټې لري، چې یو له هغې مڼه ده چې په کې د انسان لپاره ډېرې ګټې نغښتي دي.

دلته درته د مڼو د ګټو په تړاوو وایو، هغوی دې ښه په ځير ولولي چې مڼه یې نه خوښیږي او تر لوستلو وروسته تمه لرو چې پر مڼه به ښه سم مئین شي او خوراک به یې هم شروع کړي:

1) مڼه یو له هغه مېوو څخه ده چې د پوستکي لپاره د درملو په شان ګټوره ده، د مڼې خوراک پوستکی تازه کوي، د مخ ګونځې ختموي او د مخ د تازه والي سبب ګرځي.
2) هغوي چې د وینې له کمښت سره مخ دي، که هر سهار د چای څښلو وړاندې (په روژه کې له پیشلمي لږ وړاندې) یوه مڼه نوشي جان کړي، نو د وینې د کمښت ستونزه به یې له منځه ولاړه شي، د مخ ژېړوالی به یې هم له منځه ولاړ شي او لکه د مڼې په شان به سوروالی پکې پیدا شي.

3) مڼه د اوسپنې ښه منبع ده او هغوی چې د ملا له درد څخه شکایت کوي، نو د مڼې خوراک ته دې په خپل مهال وېش کې ځای ورکړي.

4) مڼه د ګُردو د تېږو په لمځنه وړلو کې هم مرسته کولی شي.

5) هغوی چې ډېره مطالعه کوي او یا فکري کارونه زیات کوي، نو مڼه دې تل خوري ځکه مڼه په خپل ترکیب کې فاسفورس لرونکې مېوه ده او د انسان د ارامه کېدو سبب ګرځي.

6) مڼه د شکر ناروغۍ لرونکو کسانو ته هم ګټه لري او مڼه د زړه ښه ملګرې ده.
7) د مڼې خوړل او بوي کول د وینې فشار ټېټوي ځکه مڼه د اوسپنې، کلسیم، پوتاشېم او مګنېزېم لرونکې مېوه ده.
8) د مڼې خوړل خولې او غاښونو ته هم زیاته ګټه لري، په مڼه کې شته اسيدونه د دې سبب کیږي چې د خوړلو او ژولو په وخت کې بکتریاوې له منځه یوسي او غاښونه پاک کړي، د یوې مڼې خوړل دومره ګټه لري لکه چې مسواک مو کارولی وي.
9) مڼه اشتها راوړونکې مېوه ده.

10) د مڼې خوراک د ساه لنډۍ ناروغۍ په لمنځه وړلو کې هم مرسته کوي او د دې ټولو تر څنګ مو ددغه مېوې خوراک ځوان هم ساتي.

اوس نو ستاسو خوښه چې مڼې خورئ او که لا مو هم ورسره جوړه نه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی