عمومي کلتور

د مهم لښکر بې‌خونده مشران- محمد نعمان دوست

له سرخط ورځپاڼې
یوازېنۍ ننداره چې ستړیا مې اخلي، د ماشومانو ده. سهار وختي ډله ډله ښوونځيو ته روان وي، د دوی په لیدلو مې د احمد شاملو شعر پر ذهن وزرې خپرې کړي، هغه شعر چې وايي څراغ مې په لاس کې دی او له تیارو سره جګړې ته روان یم*.

رښتیا هم دوی د رڼا لښکر دی او له تیارو سره مقابلې ته روان دي، بریا یې د وطن بریا او د ښې راتلونکې تضمین دی.

خو بده دا ده چې د دې مهم او برخلیک ټاکونکي لښکر په روزنه کې تر ډېره سمه پاملرنه نه کېږي. دوی هغو پوځیانو ته ورته دي چې ښه فزیکي وړتیا لري، خو روزونکي یې ناغېړي کوي، د قرارګاه مشران یې ناغېړي کوي، نتېجه دا شي چې پوځي مهارتونه یې لوړ نه‌شي او د جګړې په ډګر کې پاتې راشي.

دلته هر کال ولسمشر راشي د پوهنې وزیر یې لکه باډیګارډ شا ته ولاړ وي، ولسمشر د لرګي څټک را واخلي، لکه جذباتي «جاز» غږوونکی د اوسپنې له تبۍ مسلسل څو ډبونه پورته کړي. وزیر او نور را غونډ خلک ورته لاسونه وپړکوي او نوره خبره خلاصه شي. ولسمشر داسې فکر کوي چې د ټالۍ په کړنګولو یې خپل ټول مسوولیت ادا کړ او وزیر داسې ګڼي چې لاسونه یې وپړکول؛ نو د تیارو لښکر یې تېښتې ته اړ کړ او د رڼا پوځ بریالی شو!

شېبه وروسته پریس کنفرانس جوړ شي، وزیر په بې‌سُر او لای، غږ کې د زده‌کوونکیو لوړه شمیره بیان کړي او ځان ورته فاتح ښکاره شي.

د رڼا د لښکر په لیدلو سړی خوشالېږي، خو چې د دې لښکر له وړتیاوو خبر شي، زړه يې مات شي او له تیارو سره یې درته مقابله ډېره بې‌خونده ښکاره شي.

چې کله هم له کوم مکتبي ماشوم سره مخ شم، د درس پوښتنه ترې کوم، د املا ساده پوښتنه او د ریاضي پوښتنه، خو ځوابونه یې خواشینوونکي وي.

ښه مې یاد دي چې کله له هریپور کیمپه د پېښور په دین‌بهار کالونۍ کې یوه ښوونځي ته را بدل شوم؛ نو تقریري او تحریري دواړې ازموینې یې راڅخه واخیستې او بیا يې تر هغې وروسته په پنځم ټولګي کې شامل کړم، خو دلته چې خپل وطن دی، خپل حکومت دی ان د اتم ټولګي ځینې زده‌کوونکي د ضرب‌زباني په پوښتنو کې بندېږي او ان په ساده املا کې ستونزې لري. دوی همداسې مخکې روان وي او بله ورځ نر غوندې فارغ شي
.
دردونکې ده، له یوې خوا د وطن د دښمنانو د دسیسو له شامته په ګڼو سیمو کې ښوونځي تړلي دي، په زرګونو نوی نسل د علم له نعمته محروم ګرځول شوی او چېرته چې پرانیستي دي، د هغوی د معیار بیا دغه حال دی.

اندېښنه خو هغه وخت لا پسې زیاته شي چې سړی په تصور کې ولاړ شي او له ځانه وپوښتي چې ښه، د ښار د ښوونځيو سویه چې په دې کچه ده، د اطرافونو به څه حال وي؟ هلته خو خامخا په اوونۍ کې دوې درې ورځې جګړه وي او چې کله جګړه وي، په هغه ورځ تر نیمايي زیات شاګردان ښوونځيو ته نه ځي او که ولاړ هم شي، ذهن یې پر دې بوخت وي چې کله به یې خوا ته ګولۍ لګېږي.

له موږ څخه د تیارو لښکر را تاو دی، دا لښکر ماتول غواړي او د دې جګړې د بریا له‌پاره د رڼا د لښکر په روزنه پانګونه او زړه‌خوږی په کار دی.

د پوهنې وزارت اړوند څانګې باید له ګوندي او سیاسي ناولتیاوو پاکې شي، دلته باید کسان د خپلې پوهې په زور راشي. چېرته چې ښوونځي فعال دي، باید ټینګ نظارت یې وشي. له کومو ولایتونو چې د پوهنتون په کانکور کې د بریالیو کسانو شمېره لوېدلې وه، د هغه ولایت د پوهنې رییسان او اړوند مقامات دې د محکمې مېز ته غوږ نیولي را کش شي.

له پوهنې او د راتلوونکي له برخلیک جوړوونکي نسل سره خیانت د بښلو وړ خیانت نه دی، په دې لار کې معمولي غفلت هم ستر جرم دی.
ـــــ
*چراغی به دستم، چراغی در برابرم
من به جنگ سیاهی می روم

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */