بریا او پرمختګ زده کړې ګټه وټه

د منظم او مخکښ اوسیدو لپاره دا ۴ ټکي عملي کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱- لازم توکي بايد ولرئ.
هېڅکله هم پرته د لازمو وسايلو څخه يو کار مه پيلوئ.

ډاکتران کولی شي چې پرته له غوګۍ ( ګوشي ) څخه د ناروغ د زړه غږ واوري! خو نشي کولی چې سمه درملنه ترسره کړي، يا هم د ويروس وهلي کمپيوټر څخه کولی شو چې ګټه پورته کړو، خو دوه دقيقه يي کار به په شلو دقيقو کې ترسره کوي.

۲- خپل مخاطبين وپېژنئ.
مخکې له دې چې يو مطلب وليکئ، فکر وکړئ؛ چې لوستونکي به څوک وي؟
مخکې له دې چې د يوې موضوع په اړه خبرې وکړئ، د يوې شېبې لپاره سوچ وکړئ؛ چې اورېدونکي به مو څوک وي؟
وګورئ چې مخاطبين مو د کومې موضوع زده کړه يا پوهېدو ته اړتيا لري. د جغرافيايي، قومي، مذهبي او د نورو کلتوري عواملو ّځانکړنو رول هم په نظر کې ونيسئ. نو هغه وخت د دې اطلاعاتو په اساس خپلې ايډيې او افکار په داسې بڼه بيان کړئ چې د هغې ډلې اشخاصو لپاره د درک او ګټې اخېستنې وړ وي.

۳- تکليف په ځان ومنئ.
بريالي کسان مخکې له دې چې يو کار پيل کړي، نو د هغه کار ځانګړنې، تاريخچه او دقيق مثالونه برابروي.
که غواړئ سفر وکړئ، نو له مخکې نه د خپل د سفر د موخې په اړه مالومات ترلاسه کړئ. که غواړئ يو کور واخلئ، نو له وړاندې نه د څو ځايونو څخه قيمتونه واخلئ.
کله چې مسلکي چلند وکړئ، نو نور به تاسو جدي ونيسئ.

۴- تل يوه اتکايي ( ملاتړې ) طرحه له ځان سره ولرئ.
تل د يو کار په ترسره کولو کې د ځان لپاره د اطمينان لاره يا دريڅه بايد ولرئ. په دې ترتيب تر ټولو بد حالت په نظر کې ونيسئ او وګورئ چې څنګه کولی شئ خپل ځان ورسره برابر کړئ.
همدارنګه لکه د موبايل شمېرې، پتې او د برنامو د دقيقو زمان بنديو په څېر اطلاعات بايد ولرئ.

۵- خپل کار ته بياځلې کتنه کړئ.
مخکې له دې چې مېز مو پرېږدئ، نو خپل راپور ته مو بياځلې يوه کتنه وکړئ. املايي او انشايي ستونزې مو د کار ارزښت او اعتبار کموي او په هغه برخه کې ستاسو پوهه او مهارت تر پوښتنې لاندې راولي.
کله چې يو کار بشپړ شو، نو په هغه کار کې د نواقصو لپاره هېڅ توجیه د منلو وړ نه ده، هڅه وکړئ چې په هرکار کې تمرکز ولرئ او دقيق واوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی