سپورټ نړیوال کرکټ

د ملینګا په لوبډلمشرۍ سريلانکا د نیوزیلنډ خلاف لوبډله اعلان کړه.

اعلان

لیکنه : عبدالله عادل

تجربه لرونکی چټک توپ اچونکی لسیت ملینګا څوک چي په وروستیو کي له نړیوالو یو ورځنیو لوبو څخه لاس پر سر سوی اوس به د نیوزیلنډ خلاف د دریو شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ کي د سریلانګا لوبډلي مشري وکړي کومي لوبي چي د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیلیږي.

کیڼ لاسی ویکټ کيپر توپ وهونکی نیروشن ډیکویلا هم د ملینګا په لوبډلمشرۍ د سریلانکا د لوبډلي د پنځلس کسیزه نوملړ برخه ګرځېدلی.

سریلانکا خپله مخکنۍ شل اوریزه لوبلړۍ ددغه کال په مارچ میاشت کي د جنوبي افریقا خلاف ترسره کړې چیري چي یې له دریو لوبو څخه درې سره بایلودې.

اویشکا فرناندو چا چي د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کي خپله لومړۍ نړیواله نیمه سلیزه ترسره کړه او د بنګلدېش خلاف یې په دوهمه لوبه کي ۸۲ لوبه ګټونکي منډي جوړي کړې هم د شل اوریزه نوملړ برخه سوی.

باتجربه الراونډر لوبغاړی تیسارا پریرا ډېر د یادوني وړ لوبغاړی دی چي د سریلانکا په ۱۵ کسیزه نوملړ کي یې ځای ندئ موندلی ، الراونډر انجیلو پریرا ، دننجایا ډي سیلوا او پریمل پریرا ، ویکټ ساتونکی سدیرا سمارا ویکراما او توپ اچونکی سورنګا لکمل ، جیپیري ونډرسې، اسیتا فرناندو او کامیندو مینډس ټول هغه لوبغاړي دي چي د جنوبي افریقا په سفر کي د سریلانکا د لوبډلۍ برخه وه خو دا لوبلړۍ ته له لوبډلي کښېنول سوي دي.

د سریلانکا لوبډلي بشپړ نوملړ.

لسیت ملینګا لوبډلمشر ، نیروشن ډیکویلا ، اویشکا فرناندو ، کوسال جانیت پریرا ، دنوشکا ګونتیکا ، کوسال مینډیس ، شیحن جیسوریا، دسن شنکا ، وینیندو هسرنګا ، اکیلا دننجایا ، لکشن سندکن ، ایسورو اودانا ، کسن راجیتا ، لاهیرو کمارا او لاهیرو مدوشنکا.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی