ټولنیز ژوند سیاست

د ملکي وژنو دوام؛ حکومت څه باید وکړي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وړمه شپه یوه ډله ځانګړو افغان ځواکونو څلور تنه، چې ځایي خلک یې ملکیان ګڼي وژلي او دوه ماشومان یې ټپيان کړي دی. دا یوازې له تېرې اونۍ راهیسې په دغه ولایت کې د ورته عملیاتو او ملکي تلفاتو دویمه پېښه ده .څو شپې وړاندې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم د ورته عملیاتو او نیږدې لسو ملکیانو د شهادت خبر ورکړل شوی و .

یوازې ننګرهار نه دی، چې د ورته پېښو خبرونه ترې خپریږي؛ په وروستیو کې د هېواد له یو شمېر نورو نا امنه ولایتونو څخه هم د هغو ملکي تلفاتو خبرونه خپاره شوي، چې د پړې ګوته یې یا افغان ځواکونو او یا بهرنیو هغو ته نیول کیږي .

ولې د ملکي تلفاتو دوام ؟
د ملکي تلفاتو مسئله په افغانستان کې د جګړې اړوند یوه له ترټولو لویو بحثونو څخه ده .د ملګرو ملتونو په حواله یوازې د روان عیسوي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نیږدې دوه زره افغان ملکیان د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې وژل شوي چې ملامتي یې په ګډه د دولت د وسله والو مخالفینو، افغان ځواکونو او د دوی د بهرنیو ملاتړو ځواکونو پر غاړه ده .

د دې تلفاتو د لویې برخې ملامتي وسله والو مخالفینو ته ځکه راجع کیږي، چې دوی عملاً هره ورځ په یوه نه یوه سیمه کې د ځانمرګو، وسله والو او نورو بریدونو په ترسره کولو سره د هیچا پر وژلو صرفه نه کوي .داسې ورځ نه وي، چې د افغانستان له پینځو تر لسو سیمو د دغو وسله والو په لاس د ملکیانو د وژل کیدو خبرونه خپاره نه شي .

د وسله والو مخالفینو په لاس د ورته وژنو لوی دلیل دا ګڼل کیږي، چې دغه ډله په هر ډول چې وي د نا امنیو دوام او د وژنو اړوند خبري سرټکي خپل لومړیتوب ګڼي .د افغان حکومت او بهرنيو ملاتړو ځواکونو په لاس د ملکي تلفاتو د رامنځته کیدو دلیل تر ډېره دا ګڼل شوی، چې د وسله والو خلاف په عملیاتو کې دقت نه کوي او دا بې تفاوتي د ملکي تلفاتو سبب ګرځي .

د کوم لوري په لاس ملکي تلفات ډېر جدي دي ؟
سره له دې چې د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس د ملکي تلفاتو د رامنځته کیدو کچه خورا لوړه ګڼل کیږي، خو له دغو وسله والو څخه د دې تلفاتو له کبله خلک هغومره ګیله من نه ښکاري، لکه له افغان او بهرنیو ځواکونو څخه چې خوابدي کیږي .

دلیل یې ممکن ټولو ته واضح او همدا وي، چې د وسله والو مخالفینو په اړه خو د حکومت او نړیوالو ترڅنګ تقریباً د ولس یوه لویه برخه هم په دې نظر ده، چې دوی د جګړې لپاره بهرنۍ اجنډا مخته وړي، جګړه او موجودیت یې مشروعیت او کومه توجیه نه لري او په دې دلیل ډېره ګیله نه ده په کار، چې دا وسله وال ولې ملکي وګړي وژني ؟

برعکس له افغان حکومت څخه په دې اړه خوابدي ځکه جدي ده، چې دا حکومت په قانوني لحاظ یو مشروع او له ولسي ملاتړه برخمن حکومت دی .دا حکومت خلکو ته مسول دی، چې د ځان، مال او حیثیت دفاع او ساتنه یې وکړي، نه چې د دوی د دغو حقونو د اعاده کولو لپاره یې موظف شوي ځواکونه د دوی د وژل کیدو سبب شي .

په دې اړه ممکن د حکومت افراطي پلویان عجیب و غریب دلایل ولري .مثلاً: ممکن ووايي، چې ملکي تلفات د افغان ځواکونو تر عملیاتو د وسله والو مخالفینو په بریدونو او فعالیتونو کې ډېر رامنځته کیږي، یا دې ته ورته نورې خبرې، خو دا ډول خبرې غیرمنطقي ځکه دي، چې په ګڼو دلایلو حکومت او حکومت ضده وسله وال سره فرق لري او د دې فرق له کبله یې مسولیتونه د ځمکې او اسمان هومره توپیر کوي .

خطرناکه تېروتنه
د ملکیانو وژنه که د هر ډول تېروتنې پایله وي، خو حکومت ته خطرناکه موضوع ده. د افغانستان حساس ټولنیز او کلتوري جوړښت ته په کتو سره دا ډول پېښې که په ډېره ټیټه کچه هم وي د حکومت پرضد خطرناک حساسیتونه پارولای شي .

د ملي یووالي حکومت سره له دې، چې د مخکیني حکومت په پرتله ظاهراً ځان د خلکو مدني او نورو حقونو ته ډېر ژمن ګڼي، خو په عمل کې یې ځان له دې اړخه ډېر بریالی نه دی ثابت کړی .

سره له دې، چې په کندوز کې پر یوې مدرسې له بمبار څخه وروسته ولسمشر غني شخصاً د زیانمنو کورنیو له وارثینو څخه بښنه وغوښته، خو د مخکینیو ورته پېښو د پایلو تجربې ښيي، چې ورته بښنې او نورې هڅې ولسي نارضایتۍ جبرانولای نه شي .

د افغانستان د روانې جګړې له ګڼو دلایلو څخه یو دلیل په ناحقه د جګړې په میدان کې د ملکیانو وژنه او ځورونه ده .اوسنی ولسمشر، چې له واک څخه وړاندې یې افغان ځواکونو ته له بهرنیو هغو څخه د مسولیت لېږدونې د بهیر مشري کوله، د افغانستان ډېرو ولایتونو ته د سفرونو پر مهال د جګړې د دوام یو دلیل په جګړه کې د ملکیانو زیانمنیدل او ورسره نامناسب چلند ګڼلی و .ښاغلي غني وروسته د ټاکنیزو مبارزو پر مهال له واک ته رسیدو سره د دغه وضعیت د ختمولو ژمنې کړې وې .

پردې هم سترګې نه شي پټیدای، چې د پخوا په نسبت په ملکي تلفاتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ملامتۍ برخه کمه شوې، خو هغه لږه برخه ملامتي هم ولس نه شي زغملای او وروستیو پېښو یې اندیښنه لا زیاته کړې ده .

څه باید وشي ؟
افغان حکومت تر نورو برخو ډېر په امنیتي سکتور کې اصلاحات خپل لومړیتوب او ژمنه ګڼي .ښه به وي، چې د دې اصلاحاتي ژمنو د تطبیق لپاره یوه لازمه برخه تمرکز د ملکي تلفاتو د مخنیوي پر تدابیرو وشي .

حکومت ته ښایي، چې په ټوله او په ځانګړي ډول په نا امنو او هغو سیمو کې چې د ډېرو پوځي عملیاتو اړتیا پکې وي، خپلو کشفي او امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ وړتیا پیاوړې کړي .

د دې ترڅنګ د هغو پېښو څېړنه، چې ملکي تلفات پکې د افغان یا بهرنیو ځواکونو د تېروتنې، غفلت او بې کفایتۍ له کبله رامنځته شوي یو بل ښه اقدام کیدای شي، خو په دې شرط چې د کورنیو ځواکونو ملامت مسوولین محاکمه او د بهرنیو هغو له چارواکو سره په دې اړه جدي او موثرې خبرې وشي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران