سفر طبیعت کلتور او هنر

د مصر تاریخي او هغه ځایونه چې ډېر سیلانیان ورځي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

مصر د خپل پخواني اوږد تاریخ، تاریخي ځایونو او تاریخي ابدو چې تر ټول ډېر مشهور یې د مصر هرمونه دي نړیوال شهرت لري. مصر ډېر زیات موزیمونه لري، چې ددغه هېواد تاریخي اثار په کې ساتل کېږي او د بېلا بېلو هېوادونو وګړي یې لیدو ته ورځي. په دې لیکنه کې مو درته د مصر هغه تاریخي ځایونه درته معرفي کړي دي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې خلک لیدو ته ورځي.

۱- د جیزه اهرام

د جیزه اهرام

د پخوانۍ نړۍ له عجیبه او تاریخي پاتې شونو څخه یو د د جیزه اهرام دی، چې نړیوال شهرت لري. د جیزه اهرام پېړۍ پېړۍ کېږي چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی دی او په کلني ډوله ترې زرګونه کسان چې د بېلا بېلو هېوادونو اوسېدونکي وي ددغه اهرامونو لیدو ته ورځي او سیل یې کوي. دغه اهرامونه داسې جالب جوړښت لري، چې سړی په یوه ژور فکر کوي ډوب کوي، چې پېړۍ وړاندې چې د اوس په څېر تکنالوژۍ پرمختګ نه وکړی، خلک څه ډول توانېدلي په ټولو معیارونو برابر او له ځانګړو لویو ډبرو دغه ډول څلي جوړ کړي، چې ان نننی انسان یې له جوړولو عاجز دی.که مصر ته سفر وکړئ او دغه اهرامونه ونه ګورئ، مانا دا چې مصر ته مو سفر نه دی کړی.

۲- اسلامي قاهره

اسلامي قاهره

اسلامي قاهره د قاهرې د ښار یوه تاریخي سیمه ده. ددغه ښار کوڅې له جوماتونو او مدرسو ډکې دي چې د فاطمیونو له دورې نیولې بیا د مملوک تر سلطنت پورې جوړې شوې دي. په دې کوچني ښار لا هم د صنعت کارانو او مسګرانو غرفې فعالې دي چې په هماغه پخواني دود او رواج باندې لوښي او نور وسایل جوړوي.

۳- د الازهرمسجد


د الازهر مسجد د مصر تر ټولو مشهور او پخوانی مسجد دی، چې د محمد العربي لخوا د مصر له فتحې وروسته په (۹۷۰) مېلادي کال کې په قاهره کې جوړ شوی دی. دا چې په قاهره کې تر ټولو لومړنی مسجد دی، نو له همدې کبله ورته د مصر جامع مسجد هم ویل کېږي. د الازهر مسجد د نړۍ تر ټولو ډېر پایې لرونکی مسجد بلل کېږي، چې لمونځ کوونکي د قبلې په طرف پر پنځو لویو قطارونو باندې وېشي. لویه ګنبده یې د قبلې پخوا کې موقعیت لري، چې په کال (۹۰۵) هجري قمري کې جوړه شوې ده. د عثمانيانو په دوره کې د مسجد د قبلې دېوال د مسجد د پراخوالي لپاره له خپل ځای څخه لرې او مخ ته یوړل شو.

مسجد په خپله شاوخوا کې ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري. کتاب خانه، علمي مرکزونه او پوهنتون یې مشهور اړوند ملحقات دي. د مسجد اړوند، پوهنتون کې تر ډېره دیني علوم لکه، فقه، حدیث او تفسیر تدریسېږي، چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه محصلین په کې پر زده کړو بوخت دي. د ۱۹مې پېړۍ په اخرو کې د شیخ محمد عبده لخوا د مسجد په څنګ کې یوه لویه کتاب خانه هم جوړه شوه، چې اوسمهال لږ تر لږه نیم میلیونه ټوکه کتابونه لري. دغه کتابتون په مصر کې له (دارالکتب المصریه) وروسته دوهم لوی کتابتون دی. د الازهر له مسجد څخه یوازې د یوه عبادت ځای په توګه کار نه اخیستل کېږي، بلکې د فتواوو صادرلو لوی مرکز هم بلل کېږي.

۴- اسوان

اسوان

د مصر تر ټولو ارام ښار د اسوان په نوم یادېږي. په مصر کې هغه کسان چې غواړي یو څه وخت یې غوږونه او ذهن له زیاتې ګڼې ګوڼې په امن کې وي او یا تاسو غواړی چې د یو څه وخت لپاره مو ذهن او فکر ارام شي، نو اسوان ښار یې لومړنۍ ځای او بېلګه ده. د اسوان ښار ډېر په زړه پورې جوړښت لري او د شپې لخوا بیا د رڼاګانو ښار بلل کېږي. په زړه پورې خو لا دا ده چې د ښار په منځ کې د سیند پر غاړه ګڼ رسټورانټونه او د ناستې ځایونه جوړ شوی دي چې کولی شئ د مصر خپل دودیز او دغه راز د نړۍ بېلا بېل خواړه نوش جان کړئ او مزه یې وڅکئ.

۵- سکندریه

سکندریه

که مصر ته په سفر ولاړئ، نو سکندریه مو هېره نه شي. دا د مصر دویم بندري ښار بلل کېږي، چې ډېر اوږد تاریخ لري. دې ښار ته ځکه سکندریه وایي، چې له ګڼو فتوحاتو وروسته مقدوني سکندر ددغه ښار د جوړولو سپارښتنه وکړه چې بیا وروسته ښار هم د نوموړي په نامه ونومول شو. سکندریه د بطلمیوسیان د دورې پر مهال پلازمېنه ټاکل شوی و او د یوناني نړۍ تر ټولو ستر ښار بلل کېدو.

د یادولو وړ ده چې مصر ګڼ شمېر نور ځایونه هم د سیل او چکر لپاره لري. موږ یې دلته یوازې د ځینو یادونه وکړه. دا چې مصر یو تاریخي هېواد دی، نو که مو کله ورته د سفر تکل وکړ، مصریان او مصر پېژندونکې په دې برخه کې در سره پوره مرسته کولی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.