کلتور او هنر له نړۍ

د مسکو جامع مسجد؛ په داخل او بیرون کې د ۱۰زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د مسکو جامع مسجد په روسیه کې بیا د اروپا په کچه تر ټولو پخوانی مسجد شمېرل کېږي، چې په لومړي ځل یې په ۱۹۰۴ کال کې د بنسټ ډبره د معمار)نیکولای ژوکوف( لخوا کېښودل شوه.

دغه مسجد د مسکو د څلورو فعالو مسجدونو په ډله کې راځي، چې د مسلمانانو د مرکزي مسجد او دغه راز کله کله د ټاټار په نامه هم یاد شوی دی، ځکه ډېری وخت له دغه مسجد څخه د ټاټار قوم مسلمانانو ګټه اخیسته.

د مسکو جامع مسجد په ۲۰۰۸ کال کې د روسیې د فرهنګي اثارو په نوملړ کې راغی، خو د همدې کال په پای کې بېرته له دغه لېست څخه لري او له خاورو سره خاورې شو، چې دغه کار د نړۍ د مسلماناو په تېره بیا د روسیې د مسلمانانو غبرګونونو را وپارول، خو اړوندو چارواکو د نوي او پرمختللي مسجد د جوړولو وعده ورکړه. د نوي مسجد د جوړېدو چارې په ۲۰۱۵ کال کې پای ته ورسېدې او د همدې کال د سپټمبر میاشتې په۲۳مه نېټه د عرفې په ورځ د روسیې د ولسمشرولادیمیر پوتین او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اسلامي هېوادونو د یو شمېر مشرانو لخوا پرانیستل شو.

دغه مسجد په ۳۱ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی، چې د لس زره لمونځ کوونکو ظرفیت په داخل او د لس زرو نورو ظرفیت په بېرون کې لري.

په دغه مسجد ټول ټال (۱۵۰۰) میلیونه یورو لګښت راغلی. د مسجد ممبر، محراب، نقاشي، ډیکوریشن، قندیلونه، غالۍ او داخلي چارې د ترکیې د دیني چارو ریاست لخوا سرته رسول شوې دي

نوی مسجد له زاړه هغه څخه شل ځله لوی دی. د مسکو جامع مسجد اووه ګنبدې او منارې لري، چې لوړوالی یې تر ۷۰ مترو پورې رسېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران