روغه سټه

د مخ پوستکي د سپینولو لپاره ګټور ماسک

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

طبیعي ماسکونه د مخ د پوستکي ځوان ساتلو، داغونو او ښکلا لپاره ګټور دي. خو په یاد ولرئ چې په دې ګتورو ماسکونو کې یو یې حتمي له نورو بهتر وي، نن درته په دې اړه وايم چې څنګه کولای شو په پینځو دقیقو د مخ پوستکی ځوان کړو.

دارچین او شات په ماسکونو کې تر ټولو غوره ماسک دی، ځکه دا مواد پوستکی ښکلی او ځوان ساتي.

تاسو کولای شئ چې په ډيرې اسانۍ سره په کور کې یو طبیعي ماسک جوړ کړئ، چې مواد یې په کورنو کې حتمي پیدا کیږي.

دارچین: وزن کموي، په خوړو کې د خوش بوی لپاره استفاده کیږي، همدارنګه د نور ګټو ترڅنګه د مخ داغونو او ځوان ساتلو کې هم ګتور ثابت شوی.

شات: د زړه سوي، ټوخي او نور ګتو سربیره د څیرې داغونو له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل دی.

لیمو: په جلد کې چې کومي حجرې چې مړې شوي وي، لیمو د هغوی په را ژوندي کیدو کې مهم رول لري، همداسې جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او د تورو داغونو د له منځه وړلو لپاره ګټه لري.

د اړتیا وړ مواد؛
– نیمه قاشوغه دارچین
– یوه قاشوغه شات
– یوه قاشوغه د لیمو اوبه

د ماسک د جوړولو طریقه
شات، دارچین او لیمو په یوه لوښې کې سره مکس کړئ، یاد مواد په مخ وموهئ د ۱۰ دقیقو لپاره یې پریږدئ، امکان لري چې د کم وخت لپاره په مخ کې د سوخت احساس وکړئ، خو دا حالات وزغمئ. مخ مو په په یخو اوبو ووینځئ، له ۵ دقیقو وروسته مو په څیره کې د ښکلا او ځوانۍ نښې وګورئ.

یادونه: هڅه وکړئ چې دا ماسک د سهار له خوا په اونۍ کې حتمي استفاده کړئ، ګټه به یې ډیره وي، همدا رنګه هغه کسان چې د پوستکي ناروغي لري، له دې ماسک نه ډډه وکړئ، ممکن د مخ پوستکی یې ورسره حساسیت وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي