سپورټ

د مجيب دې لوبډله ولې سږکال په IPL کې تر نورو مخکې ده؟

لیکنه: مدثر دعوت

لیکنه: مدثر دعوت

کينګز ايليون پنجاب لوبډله وروسته ترهغې چې په ۲۰۱۴ز کال کي يې غوره لوبي نندارې ته وړاندي کړې، آن تر پايلوبې ورسېدل، خو په پايلوبې کې يې KKR لوبډلې ته وبايلل او دويم مقام يې خپل کړ.

په تېرو دريو کلونو کې پنجاب لوبډلې هغومره ښې لوبي ونکړلې څومره چې د مينوالو ترې تمه وه، پداسي حال کي چې د نړۍ غوره توپوهونکي او توپ اچوونکي ورسره يوځای ول.

سږکال IPL د پنجاب لوبډلي لپاره ډېربختور دی، غوره توپوهنه، توپ اچوونه او ښه ډګرساتنه يې د بريا رازونه دي.

کريس ګېل هم د پنجاب لوبډلي په څېر په تېرو څو کلونو کي ښه نه وو ځلېدلی، تر دې چې د IPL په بولۍ کي هم د لوبډلو مشرانو يې اخيستلو ته زړه نه ښه کاوه، خو د بولۍ په دويمه ورځ د پرېټي زينتا په زړه کې ورته رحم پيدا شو، کريس ګېل په دې ټورنمينټ کې په خورا بې رحمانه ډول توپوهنه ترسره کړې چې د راشد خان ترڅنګ يې د نورو پياوړو توپوهونکو هيڅ احترام ندی کړی.

د پنجاب لوبډلې غوره توپ اچوونه د تيزو توپ اچوونکو ترڅنګ ورو توپ اچوونکو رويچندرا اشوين او مجيب الرحمن له لوري ډېره د پام وړ ترسره شوې.

۱۷ کلن مجيب الرحمن په خپلې لوبډلې کې ځانګړی ځای لري، ډېر قوي توپوهونکي يې د توپ په لوبولو کې پاتې راغلي چې ويرات کوهلي يې ښه مثال دی.

پنجاب لوبډلي په خپلي غورې توپ اچوونې سره وکولای شول چې د ډهلي لوبډلې په وړاندې د ۱۴۳ منډو هدف دفاع کړي.

راشئ پوه سو چې کينګز ايليون پنجاب لوبډله نورې کومي ځانګړتياوې لري، چې لاهم د نوملړ په سرکې ځای لري:

‍۱ـ غوره لوبډلمشري


په تېرو کلونو کې د ډېويډميلر او ګلين مکسويل په څېر د غوره لوبډلمشرانو ښه نه ځلېدل د پنجاب لوبډلې مشران په دې فکر کې کړل چې بايد يو بل وړ لوبډلمشر وټاکي، خو ددوی وروستي فکر او هوکړې تر اشوين بل غوره څوک ونه ټاکه.

تر دې مهاله په لوبډلمشرۍ کې د پنجاب لپاره اشوين ډېر ښه ثابت شوی دی، د توپ اچوونکو پرځای لوبول او د کوچ سره په ګډه د توپوهونکو غوره نوملړ جوړول يې د مخکې تګ لوی لامل دی.

د سونيل نارين په وړاندې د مجيب الرحمن لوبول د سنرايزرز حيدراباد، چينای سوپر کينګ او کلکته نايټ رايډرز په وړاندې دکريس ګېل د پام وړ توپوهنه د لوبډلمشر د پلانونو څخه يادولای شو.

۲ـ غوره اوپنينګ


راحول او کريس ګېل په سږکال ټورنمينټ کي ترنورو ټولو اوپنرانو ښه ثابت شويدي.
کريس ګېل چي په غټو شاټونو مشهور دی او وړتيا يې لري ورسره راحول هم يو غوره تخنيکي توپوهونکی دی.

دواړه اوپنران د روان ټورنمينټ په ۵ ډيرو منډو جوړونکو کې راځي، راحول په تېرو شپږو لوبو کي ۲۳۶ او ګېل بيا يوازي په دریو لوبو کې ۲۲۹ منډې لري.

کريس ګېل په ۱۷۰.۸۹ او راحول په ۱۸۰.۱۵ سټرايک رېټ لوبه ترسره کوي، چې د لوبې ۴۷.۴۰ سلنه منډي يوازي دوی اوپنران جوړوي.

۳ـ تېز توپ اچوونکي


انډريوټای د پنجاب لپاره غوره ستوری دی، په هره لوبه کې يې خپل مسوليت ترسره کړی دی.

ټای په شپږو لوبو کي ۹ لوبغاړي سوځولي دي، خو دده ملاتړ نورو تيز توپ اچوونکو هم په خورا جرأت سره کړی دی.

موهيت شرما او باريندرسارن هم خپل ځای په لوبډله کي مالوم کړی دی.

په هغه لوبه کې چې ډهلي لوبډلې په ۲ اوورونو کې ۲۱ منډو ته اړتيا درلوده سارن په خپل اوور کې يوازې ۴ منډې ورکړې.

پنجاب د ډهلي لوبډلې په وړاندې يو بل غوره توپ اچوونکی راجپوټ هم د ځان سره درلود، راجپوټ په خپلو څلورو اوورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۲ ویکټې يې ترلاسه کړې.

۴ـ د ورو توپ اچوونکو تاثر


کله چې لوبډله د بد حالت سره مخ وي يوازې د ګوتو په شمېر توپ اچوونکي شته چې خپله لوبډله وژغوري، يو ښه مثال يې مجيب الرحمن ورکولای شو.

لکه څنګه چې سنرايزرز حيدر اباد په مهم او يا هم د پريشر په وخت کې راشد خان ته تمه لري په همدې ډول اشوين هم هرکله مجيب الرحمن د بريا تر ټولو لويه وسيله بولي.

مجيب الرحمن د خپل لوبډلمشر سره تل غوره ملګرتيا کړېده چې يو مثال يې د بنګلور لوبډلمشر ویرات کوهلي بولډ اوټول دي.

مجيب دا وړتيا لري چې منډې هم کنټرول کړي او ډېر لوی توپ اچوونکي چیلنج کړي، چې لا تر اوسه په خپل پلان کې بريالی روان دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.