زده کړې کورنی ژوند

د ماشوم بریالۍ تربیه په خبرو نه، بلکې په ښه عمل کې ده

لیکنه: الما افغان

زموږ ډیری کورنۍ هم د ځان او هم په خبرو راغلي نوي ماشوم ماغزه په (داسې وکړه، هغسې وکړه…) نصیحتونو او خبرو خرابوي، دا کړنه تر ډیره ځکه موثره نده ځکه تاسې په عمل کې ځینې داسې کارونه کوئ چې د همدې خبرو مخالف وي.

دا چې څه وکړو، زه یې درته وایم:

۱- د مشرانو درناوی
موږ ماشوم ته وایو چې د مشرانو درناوی وکړه، خو بیا کله، کله ځینې کورنۍ خپله د ماشوم پر وړاندې په دې اصولو پښې ږدي د مثال په ډول:
ډیری اینګورګانې د خپلو ماشومانو پر وړاندې د خپلو خواښې ګانو خبرو ته غوږ نه ږدي، شخړې ورسره کوي، رټي يي او درناوی يي نه کوي.
زه درته په دې برخه کې د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوم:
زموږ په ګاونډ کې یوه میرمن چې د څو کوچنیانو مور ده، له خپلې خواښې سره ګډ ژوند نه غواړي، نوموړې تل خپلې خواښې څخه د بیلیدو په لټه کې په یوه او بله بهانه شخړه کوي، حال دا چې خواښې يې یواځې خدای ج او همدې یوه زوی ته تمه لري، یوه ورځ د خواښې او اینګور شخړه کیږي کله چې منځګړی ددوی د شخړې د حل په موخه دوی کره ځي، زوی په ځواب کې وايي:
زه د خپلې میرمنې لپاره مور پریښودی شم، خو خپله میرمن د مور لپاره نه، زما مور چې هرځای ځې لاړه دې شي…
ښه نو؛
دلته د پلار او د مور نصیحت او هغه خوږې خبرې چې ورته وايې: بچیه! د مشرانو عزت وکړه! څه معنا؟؟؟

۲- په کمزورو شفقت
موږ او تاسو تل د مشرانو د احترام ترڅنګ اولاد ته دا هم وایو؛ زویه! کله چې کمزوری او کوچنی انسان ګورې مرسته ورسره وکړه او شفقت پرې ولره، خو برعکس؛ ته يې په مخ کې یو ملنګ شړې او ورته لا اضافه یو څو نورې خبرې هم کوي چې ځه مړه خپل کار کوه، زه يي له کومه کړم، بلا خو نه يي وهلی او یا هم یو ماشوم يې پرمخ وهې، دلته نو ستاسو ددې نصیحت معنا څه شوه چې تاسو خپل کوچنې ته واياست چې! په کمزورو رحم ولره…

۳- له بدو خبرو او غیبت څخه ډډه وکړه
زه يي ډیره مهمه مسله بولم.
او دا مسله تر ډیره د پلرونو ترڅنګ میندو ته راجع ده. موږ خپلو اولادونو ته زده کوو چې بچی! چاته ښکنځل ونکړې او نه د چا غیبت وکړې، خو خپله چې کینو نو د ماشومانو مخکې هم بد رد وایو او هم ښه پراخ غیبت کوو، حال دا چې موږ باید د ماشومانو پرمخ ښې خبرې او تل د نورو ستاینه وکړو او که د یو چا نیمګړتیا بیانوو نو باید بیرته يې ورسره حل لارې هم روښانه کړو، ترڅو ماشوم مو د بدې تربیې پرځای سمه تربیه واخلي.

۴- آرامه خبرې وکړئ څو نورو ته مزاحمت ونشې
موږ خپلو ماشومانو ته وایو چې آرامه خبرې وکړئ، څو نورو ته مزاحمت ونشې خو که خپله لږ غوسه شو او یا هم عادتاً داسې چیغې وهو چې خپله د نورو د مزاحمت سبب ګرځو، نو دلته مو بیا نصیحت کومه ګټه ونکړه.

۵- مطالعه
خپل ماشوم ته تل دا وایو چې مطالعه وکړه، مطالعه ښه ده خو خپله برعکس؛ مطالعه نه کوو، تل پر تلویزون ډرامې ګورو، ماشوم مجبور وي موږ سره تلویزون وګوري او یا هم ماشوم ته وایو چې مطالعه وکړه، خو یو ورځ هم ماشوم ته په ډالۍ کې کتاب نه اخلو او ماشوم ته نه وایو چې راځه زه به درسره په لوستلو او زده کولو کې مرسته وکړم.

مشوره؛
هڅه وکړئ ماشوم ته د ډیرو خبرو پر ځای لومړی خپل ځانونه اصلاح او بیا يي په موجودیت کې نیک عمل وکړئ او هغه مسایل چې فکر کوئ ستاسو د ماشوم پر ذهن بده اغیزه کوي او تربیه يې خرابوي د ماشوم پر وړاندې مه تکراروئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده