کورنی ژوند

د ماشومانو په ښه روزنه کې دې اتو ټکیو ته پام کوئ

لیکنه: ډین ګرزیوس
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د ماشومانو ښه روزنه څنګه کولی شي چې مور پلار بریا ته ورسوي؟ مور پلار باید هڅه وکړي چې په هغو کوچنیو شیانو تمرکز وکړي، چې د ماشومانو په روزنه کې ګټور تمامیدلی شي ترڅو اولادونه یې ښه وروزل شي او په راتلونکې هم ځان، هم خپلې کورنۍ او هم ټولنې ته یو ګټور شخص شي.

همداراز مور پلار باید ماشومانو ته دا هم ورزده کړي، چې په ټولنه او یاهم ښوونځي کې څنګه له ټولنیزو ستونزو سره مبارزه وکړي او له دوستانو سره خپل شته شخړې څنګه حل کړي ترڅو په راتلونکي کې خپلواک واوسي.

لاندې اته هغه ټکي دي، چې د لیکوال ډین ګرزیوس له شخصي ژوند سره تړلي دي او له هغه یې یو ښه پلار جوړ کړی دی:

۱. دې ته پام وکړئ، چې خپلو ماشومانو ته مو څه احساس ورکوئ.

۲. د خپلو ماشومانو نړۍ ته ورننوځئ او خپلې ګټورې ویناوې مو پرې واوروئ.

۳. که ماشومان مو له ستونزو سره مخ شول او یاهم که چیرې تیروتنې یې ترسره کړې، نو د زیږنده ستونزو او یاهم تیروتنو بنسټیز لاملونه ومومئ، نه داچې پړه (ملامتیا) یې په غاړه واچوئ.

۴. له خپلو ماشومانو سره مو رښتیني اوسئ؛ خبرو او نظریو ته یې خورا لیوالتیا ښېئ او ارزښت ورکوئ.

۵. ماشومانو ته مو داسې جالبې او له خوښۍ ډکې کیسې ووایئ، چې له ځانه سره خورا له پند نه ډک پیغامونه ولیږدوي.

۶. د ښه چلند په مقابل کې یې په ناڅاپي ډول په ډالیو ونازوئ.

۷. داسې پلار یا مور واوسه، لکه څنګه چې دې له اولادونو څخه تمه لرې.

۸. خپلو فکرونو او نظریو ته مو ځکه پام کوئ، چې پر ماشومانو مو زیات اغیز کوي. که تاسو ټوله ورځ په خپل کور کې د ماشومانو مخ کې د نورو په وړاندې د کرکې او دښمنۍ خبرې کوئ، ماشومانو راتلونکې همداسې له دښمنیو ډک لویږي. که یې مخکې منفي او نهیله کونکې خبرې کوئ، د ماشومانو راتلونکی مو له نهیلیو ډکوئ. نو ستاسو خبرې او کړه وړه ستاسو د ماشومانو راتلونکی ټاکي. ورسره ډیره پام وکړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل