کلتور او هنر له نړۍ

د مارچ اتمې په مناسبت روسي پولیسو ښځو ته حیرانوونکې تحفې ورکړي

لیکنه: ياران

لیکنه: ابوبکر علیزی

د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو د ورځې په مناسبت لمانځل کېږې.

په دغه ورځ ښځو ته بیلابیل پرواګرامونه او میلې نیول کیږي. ځيني کورنۍ خپلو ښځو ته د دغې ورځو په مناسبت ځانګړي پروګرامونه چمتو کوي.

په ډیری هیوادونو کې دغه ورځ په لویو غونډو سره لمانځل کیږي چې د هیواد مشران هم په دغه غونډو کې برخه اخلي.
خو په هر هیواد او هره سېمه کې یې د لمانځلو طریقه او ډول ځانګړی وي.

روسیې پولیسو د دغه هیواد ښځو لپاره ځانګړې او حیرانوونکي ډالۍ ورکړي.


حیرانوونکي داسې نه وي چې دې هغوی ته ډېري قیمتي ډالۍ ورکړل شوي وي، بلکې تحفه یوازي د ګلاب ګل وه، خو د ورکولو طریقه یې په رښتیا هم جالبه ده .

پولیسو به په زیاتو سېمو کې هغه ښځې چې موټرې یې چلولي لومړی درولي او پوښتنې ګرویږنې به یې ترې کولې.

رپوټونه وایې کله چې به پولیسو ښځینه موټرچلوونکو ته د دریدو اشاره وکړه، نو هغوی به یې دلیل وپوښته او یوازي په دې فکر کې به وې چې خپل کارت وباسي او د خپل ځان د خلاصي لپاره یې پولیسو ته وښیي، خو چې کله به یې د پولیسو په لاسونو کې د ګلو ګېډۍ ولیدې، ډیرې به حیرانې شوي.

له داسي حیرانوونکې ډالۍ وروسته ځینو ښځو د پولیسو سره سلفي تصویرونه هم اخیستي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران