ژوند بڼه طبیعت

لېوانو سره لوی شوی سړی وايي، انسانانو سره ژوند مایوسه کړی

لیکنه: ياران

مارکوز رودریګز پانتوجا، هغه هسپانوی دی چې ۱۲ کاله یې په یو غره کې له لیوانو سره تیر کړي دي. نوموړی چې اوس له ډیر کلونو راهېسې له انسانانو سره ټولنه کې اوسیږي، وايي: له انسانانو سره له ژوند ناهیلی او ستړی شوی دی.

مارکوز رودریګز پانتوجا اوس ۷۲ کلن دی خو وايي له لسیزو وروسته هم انسانانو سره جوړ نه دی راغلی

مارکوز څنګه لېوانو سره لوی شو؟

کله چې مارکوز ماشوم و مور یې مړه شوه، هغه وايي ښايي شپږ کلن یا پنځه کلن به و چې نشه يي پلار یې پر یو شپانه وپلوره. شپانه یوې غرنۍ سیمې ته یوړ چېرې چې یې د هغه د اوزو ساتنه کوله. مارکوز پانتوجا وايي دې شپون به واهه ډبوه خو خواړه یې ورکول. ډیر زر شپون هم مړ شو او مارکوز په دې غرنۍ سیمه کې یوازې پاتې شو.

مارکوز پانتوجا چې کلونه، کلونه یې د خپلې میرنۍ مور د لاسه وهل ډبول خوړلي و، بیرته د انسانانو نړۍ ته له تګ ویریده او په یو لرې غرني ځنګل کې یې یوازیتوب غوره کړ. مارکوز ته یې شپانه څښتن تر مړینې مخکې دومره څه ښودلي وو چې له لوږې مړ نه شي. هغه وايي اوربلول او ښکار کول یې له همدې شپانه زده کړي وو. مارکوز وايي، د لرګیو او پاڼو څخه په جوړو شویو لومو کې یې سویې او زرکې نیولې او په هماغې یې ژوند کاوه.

بي بي سي د نوموړې په اړه په یوه جوړه شوي ډیکومینټري کې وايي، کله چې په لومړي ځل مارکوز د ښوروا قاب ته کینول شو نو هغه نه پوهیده چې څه ورسره وکړي؟  هغه په ګرمه ښوروا کې لاس ورښکته کړ او کله یې چې لاس له جوش ښوروا سره ولګیده نو ټوپ یې کړ او قاب زرې زرې شو.

دا ۱۹۶۵ کال و او مارکوز ۱۹ کلن و چې نوموړې د ځنګل ساتونکو او شپنو له خوا د لیوانو په یو غار کې وموندل شو. هغه په دې غره کې له لېوانو، وزو ، مارانو او نورو حیواناتو سره ۱۲ کلونه یوازې تېر کړي وو.

هغه وايي له حیواناتو نه یې زده کول چې څه وخوري او چیرې یې وخوري؟

مارکوز وايي:

” وحشي خوګانو به په بوی باندې ځنګلي کچالان موندل او بیا به یې راسپړل، ما به دوی څارل او چې د کچالانو ځای به مې وموند پر خوګانو به مې د کاڼي ګوزارونه وکړل، چې هغوی به وتښتیدل نو ما به کچالان را وویستل. “

مارکوز وايي له ځینو حیواناتو سره یې ځانګړې اړیکې جوړې کړې وې، چې ښايي ډیرو ته یې منل ګران وي. د بیلګې په توګه هغه د لیوانو یادونه کوي:

” یوه ورځ زه یو سمڅې ته ننوتم او هلته مې د لېوه له بچیو سره لوبې پیل کړې. هملته راباندې خوب راغی او ویده شوی وم، یو وخت چې راويښ شوم د لېوه د بچیو مور خپلو بچیو ته له کوم ځای ښکار راوړی دی.“

مارکوز زیاتوي:

” لیوګۍ راته په شکمن نظر کتل. بچیانو یې خپلو کې د ښکار غوښې دانګې وانګې کړې او چې یو یې ماته رالنډ شو نو ما هڅه وکړه چې غوښه ترې وتښتوم. ځکه زه وږی وم. مور یې زه ټیله کړم. او زه هم شاته شوم. کله چې د لېوه بچیان ماړه شول. نو لېوګۍ یوه ټوټه غوښه په خپله خوله کې زما مخې ته وغورځوله. زه لومړی ویریدم چې که لاس وروړم راباندې حمله ونه کړي. خو لېوګۍ بیا بیا په خپل پوزه دا غوښه زما خواته نژدې کوله. کله مې چې د غوښې په خوړلو پیل وکړ نو لېوګۍ ډېره رالنډه او خوله یې خلاصه کړه، ګومان مې وکړ چې خوري مې، خو وروسته مې پام شو چې په ژبه مې څټي… له هغې راوروسته زه د لېوانو ددې کورنۍ غړی شوم. “

مارکوز پانتوجا له یو مار سره هم د خپلې نژدې ملګرتیا کیسه کوي. چې ده به ورته د اوزو څخه شیدې لوشلي او ورکولې، او مار به دده سره ګرځیده او دده ساتنه به یې کوله. هغه وايي دې مار ته یې په خپله سمڅه کې ځاله جوړه کړې وه او مار به هملته ورسره ویده کیده.

مارکوز وايي، له حیواناتو سره یې دې اړیکو هغه له یوازیتوب ساته او یوازې هغه وخت یې د یوازیتوب احساس کاوه چې د حیواناتو غږونه به یې نه اوریدل. نوموړی وايي په داسې حالاتو کې به یې د هماغه حیواناتو نارې او غږونه ایستل او هغوی به یې رابلل. نوموړی اوس هم د ګڼو ځنګلي حیوانات غږونه ایستلی شي.

د مارکوز د ژوند په اړه  د بي بي سي راپور

 

مارکوز وايي له انسانانو سره تر اوسه هم عادت نه شو

مارکوز چې د هساپانیا په ماوګلي سیمه کې د چارواکو او ځايي ښکاریانو له خوا په داسې حال کې وموندل شو چې بربنډ و او څو پاڼې یې له ځانه چاپیره کړې وې، اټکل کیږي ۱۲ کاله به یې یوازې ځنګله له حیواناتو سره تیر کړي وي.

خو له لیوانو سره لوی شوی دا هسپانوی وايي، له انسانانو سره په څو لسیزو کې هم جوړ رانه غی. هغه وايي د انسانانو نړۍ د ځنګلي حیواناتو په مقایسه سړه او له بې عدالتیو ډکه ده. نوموړی وايي کاش چې بیرته ځنګله ته ستنیدلی شوی او بیرته یې هماسې د حیواناتو په ملګرتیا ژوند کولی شوی.

مارکوز پانتوجا اوس ۷۲ کلن دی، نوموړی د هسپانیا په یو کلي کې په یو زاړه او ساړه کور کې اوسیږي. هغه وايي له هماغې ورځې چې د ځنګل ساتنې مامورینو موندلی او د انسانانو نړۍ ته یې راوړی دی، ښه ورځ یې نه ده لیدلې. د مارکوز په وینا په هغه ځایونو کې یې چې په تیرو څو کلونو کې کار کړی، ناوړه استفاده ترې شوې، ځورول شوی او خلکو ورسره بې عدالتي کړې ده. هغه وايي هیڅکله ونه توانیده چې په بشپړه توګه د انسانانو په ټولنه کې مدغم شي.

مارکوز داسې ګڼي چې د انسانانو نړۍ ډیره پیچلې او له بیکاره خبرو ډکه ده. نوموړی وايي دا چې د سیاست، فوټبال، تلویزوني ستورو او عصري نړۍ په اړه ډېر نه پوهیږي، له دې کبله یې د انسانانو په نړۍ کې ډېر توهین، حقارت او د خلکو خندا او مسخرې ګاللي دي.

هغه وايي: دوی په ما خاندي، ځکه زه په سیاست او فوټبال نه پوهیږم..

مارکوز وايي، څو ځل یې بیرته غره ته د ستندو لاره خپله کړه، خو هغه ځای هم اوس دده لپاره هسې نه دی چې مخکې وو. نوموړی وايي لېوان یې اوس نه پیژني. نور ژوي هم ورسره پخوانی تړاو نه پالي.
نوموړی وايي:” هغه غره کې اوس هم لېوان شته، که زه ورته غږ وکړم ځواب راکوي، خو نژدې نه راځي. ځکه اوس زه د خلکو په څیر بوی کوم او جامې مې اغوستي. “

مارکوز وايي کله چې لومړی د انسانانو نړۍ ته راغی نو له خوړو، پر بستره له ویده کیدو، او جامو اغوستو سره ورو ورو اشنا شو، خو د انساني ټولنې له شورماشور سره تر ډیره نابلده و او اوس هم ترې ستړی دی.

مارکوز وايي:

” کله چې له ځنګله راوړل شوم، ډیر کلونه د انساني ټولنې له شوره ویریدم، د موټر له هارنونو او اوازونو مې منډې وهلې. لکه د میږیانو په څیر د انسانانو تګ راتګ لیونتوب ته رسولی وم . لږ تر لږه میږیان هم د تګ راتږ یو مسیر لري، انسانان هرې خوا ځغلي. تر ډیره پورې له سړک نه شوم اوښتی. “

مارکوز اوس په یو داسې کور کې اوسي چې د خونې چت یې لکه د سمڅې راټیټ دی. هغه د خپل کور په باغچه کې ګلان او ونې بوټې پالي او وايي هڅه کوي په دې توګه له طبیعت سره خپله اړیکه ټینګه کړي.

د بي بي سي او ګڼو نورو نړیوالو رسنیو له خوا د پانتوجا پر سرګذشت ډیکومینټري فلمونه جوړ شوي دي. په ۲۰۱۰ م کال کې ” د لیوانو په منځ “ فلم خپور شو چې په کې ددې هسپانوي ( مارکوس رودریګز پانتوجا) ژوند تصویر شوی دی.

همدارنګه د پوهنتونونو څو څیړونکو د مارکوز د حیرانونکي ژوند په اړه څیړنې کړي دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران