سپورټ کورنی کرکټ

د لیست ای سیالۍ وروستۍ مرحلې ته رسیدلې دي 

د افغانستان د کورني کرکټ غازي امان الله خان تر سر لیک لاندې دویم پړاو «لیست ای» ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ، چې د روانې جولاي میاشتې په له ۱۰ مې نیټې څخه پیل شوې دي؛ په وروستۍ مرحله کې قرارا لري.

 د دغه سیالیو په دویم پړاو سوپر سیکس مرحلې اوومې لوبه کې امو زون لوبډلې د میس لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نن ورځ په اتمې لوبه کې به بوسټ لوبډله د بند امیر خلاف د سیالۍ ډګر ته ووځي.

 د دې سیالیو څخه به دوه هغه لوبډلې چې ډیرې سیالۍ یې ګټلې وي او زیات پواینټونه ولري، پای لوبې ته لار پیدا کوي.

د سپین غر لوبډلې وروسته بند امیر او بوسټ هغه لوبډلې دي، چې تر نورو لوبډلو یې زیاتې لوبې ګټلې دي او دواړه سره په مقابله کې دي.

 د «لیست ای» دویم پړاو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د کابل، سپین غر، بند امیر، بوسټ، امو او میس عینک زونونو ۶ لوبډلو ګډون کړی دی، چې پکې کابل، میس عینک او امو لوبډلو خپلې ډیرې لوبې بایللې دي.

 د نن ورځ سیالي به د دواړو لوبډلو ترمنځ د سهار په ۹ نیمو بجو سره پیل کیږي او همدا راز سبا ورځ د سوپر سیکس مرحلې وروستۍ لوبه کې امو لوبډله د جاوید احمدي په لوبډلمشرۍ کې د سپین غر زون خلاف د شهزاد محمدي په کپتانۍ کې سره مخامخ دي.

 د غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» سیالۍ به د همدې جولاي میاشتې تر ۲۷ مې نيټې پورې د کابل په نړیوال لوبغالي کې دوام وکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی