بریا او پرمختګ مخکښان

د لویو انسانانو د بریا رازونه په ۷ ټکو کې دي

لیکنه: ياران

ژباړه: محمد جواد تیموري

ډیری خلک فکر کوي چې په ژوند کې د بریا لپاره ځانګړو شرایطو لکه؛ پیسو، امکاناتو، ملاتړ … ته اړتیا لري. اما که د بریالیو انسانانو ژوند ته پام وکړو، هغوی نه پیسې درلودې، نه یې نورې کومې داسې ځانګړنې چې له موږ جدا وي، بلکې هغه څه چې دوی یې بریا ته ورسول یا یې رسوي، لاندې ۷ رازونه ول او دي:

۱ – بریالي خلک پیسې د خپل ژوند اصلي موخه نه ټاکي
که چیرې فکر کوئ چې د بریالیو انسانانو د ژوند اصلي موخه پیسې دي نو په غلطه روان یاست. که تاسې یوازې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره کار او زیار کوئ، نو په دې پوه شئ چې هیڅکله به هم بریالي نه شئ. کوښښ وکړئ چې پیسې مو د ژوند اصلي موخه نه، بلکې فرعي موخه وي.

۲- له زړه نازړه توب، نه ویریږي
د ټولو اقتصادي فعالیتونو په مخ کې تل دوه لارې شتون لري؛ دغه دواړه لارې له خطر او ستونزو ډکې دي، که چیرې مو انتخاب کړې نو له نورو به متفاوت یاست.
مثلاً د ژوند په یوه لاره چې نور ترې ویره لري او تاسو ځئ په دغه لاره سرمایه ګذاري کوئ. کیدای شي ستاسو دغه کړنه د ډیرو نورو له نظره یوه احمقانه کړنه وي، نو که چیرې په دغه اراده مو قوي باور ولرئ، تر سره یې کړئ او په په اړه یې مشکوک نه شئ، بریالي به یاست.
اما دا مو هم باید په یاد وي چې هر کار خپل مثبت او منفي اړخونه لري، تر ټولو مهمه ده څو په هغه کار چې نن پرې بوخت یۍ، ترې راضې واوسئ.

۳- له نورو ډیر او سخت کار وکړئ
هغه کسان چې واقعآ غواړي خپل خوبونه ریښتیا او په دې لاره کې قرباني ورکړي یوازې د ګوتو په شمار دي.
هغه څوک چې د خپل هدف او بریا لپاره ساعتونه سخت کار کوي او خپله انرژي د هغه د ترلاسه کولو لپاره وقف کوي، نه یوازې دا چې بریا ته رسیږي، بلکې په ژوند کې یې د پام وړ بدلون راولي.
هدف ته د رسیدو په لار کې مو د غلطیو په ګډون ټولې نیګړتیاوې ومنئ، ځکه کله چې په خنډونو لاسبري کیږئ، نو بریا مو لانوره هم درته خوږه او مزیداره کیږي.

۴- په خپل ژوند کې ماتې ته د بریا په سترګه ګوري
بریالي خلک په ژوند کې نه یوازې دا چې له ماتو نه ویريږي، بلکې په هغه پسې لا نور مخته هم ورځي. په داسې حال کې چې ډیری خلک د بریا په لار کې له پرتو ستونزو ویریږي او کوښښ کوي ترې وتښتي.
بریالي خلک په دې پوهیږي چې خطاوې له مونږ سره مرسته کولی شي څو په دې وپوهیږو چې کوم کارونه ترسره او له کومو ډډه وکړو، خو هغه کسان چې خطا نه کوي، د خپلې ماتې لپاره تیاری نه لري او که کومه ورځ ورسره مخ شي سخت زیان ویني، ځکه دوی له ماتې سره د مقابلې تجربه نه لري. نو په همدې اساس ماتې مونږ دې ته متوجه کوي، چې په ژوند کې په پوره ډاډ سره مخته لاړشو.

۵- دوی معمولا صبر کوي ځکه په دې پوهیږي چې بریا ته نیږدې دي
په نړۍ کې نن ورځ ټول خلک غواړي چې بریا ته ځانونه ورسوي، خو له دې ډلې یوازې هغه کسان کولای شي ځانونه ور ورسوي چې قیمت یې ادا کوي او خپله انرژي او هڅه په دې لار کې مصرفوي. تر دې ورها خوا یو بل ‎څه چې ډیر ضروري دي او له مونږ سره مرسته کوي تر څو بریالي واوسو، هغه د ستونزو پر وړاندې پرله پسې مبارزه او نه تسلیمیدل دي. بریالیو کسانو دې مهم راز ته لار موندلې او په دې پوهیږې چې بریا په یوه ورځ، یوه ساعت کې شونې نه ده، بلکې پرلپسې هڅو ته اړتیا لري.

۶- کله چې له خنډ سره مخ شي، خپله لاره بدلوي
یو زیات شمیر کسان په هغه لار چې مخکې پرې روان ول، لا هم په دې فکر کې دي چې د بریا لاره همدا یوه ده او پرته له دې لارې نه شي کولای خپلو هدفونو ته ځان ورسوي.
اما بریالي خلک تر ډيره دا ډول نه دي او دوی نړۍ په هماغه بڼه چې ده مني یې. دوی ټول هغه بدلونونه چې مخې ته یې راځې قبلوي او له ټولو شته امکاناتو د خپلې بریا لپاره استفاده کوي.
سمه ده چې په دوامداره او هر اړخیزه توګه باید بدلون ونه کړئ، خو دا هم په یاد ساتئ چې بدلون او انعطاف د بریا کلي ده.

۷- د خپل قوت او کمزورتیا ټکي پیژني
هر څوک د خپل ځان قوي او کمزورې نقطې پیژني او دا هغه څه دي چې د چا په استعداد او یا سخت کار او مطالعې پورې اړه نه لري. ځکه هیڅوک هم بشپړ او کامل نه وي.
پوه او هوښیار خلک کولای شي، خپل کمزوري ټکي مشخص کړي او په ډیره آسانۍ سره یې د خپل ځان د قوت په توګه راښکاره کړي. نو باید خپل کمزوري ټکي مو د خجالت لامل ونه ګرځي، بلکې ځینې وختونه کمزوري ټکي د قوت له ټکو سره همکاري کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران