کلتور او هنر

”د قیمتي واده پیسې نه لرم، ځکه مجرد ګرځم“ سلمان خان

لیکنه: ګلاب هېواد

د بالیوډ وتلي ستوري سلمان خان په دې اړه چې ولې له پنځوس کلنۍ وروسته هم مجرد دی یو نوی دلیل وړاندې کړی او وايي” واده یو لویه خبره ده، باید لکونه او کروړونه روپۍ ولګوې چې چاسره واده وکړې، زما چې دومره وس نه شته نو مجرد ګرځم.“

سلمان خان په ممبيي کې یې د ”توکیو ګیم شو“ په کلني فورم کې وینا کوله د خپل پلار یادونه وکړه چې په ۱۸۰ روپۍ یې واده کړی و او پنځه بچیان هم روزلي دي. خو د سلمان په وینا اوس واده کول هسې اسانه کار نه دی.

د هندي سینما دا نامتو لوبغاړی چې دا مهال د ” رېز۳ “ فلم په شووټینګ بوخت دی وايي، خپه کیدو او احساساتي کیدو ته یې هم وس ځکه نه کیږي چې دا باید کار وکړي، او کله چې کار درپه غاړه وي نو احساسات به یوې خواته ږدې.

سلمان خان د هندي سینما د ښو لوبغاړو په سر کې دی. نوموړې همدارنګه د ( انسانیت) په نوم یوې مرستندویه بنسټ په جوړولو هم د هند د فلمي صنعت په نړۍ کې نوې څیره خپله کړه، چې د سینما ددې نامتو اکټر بوختیا یې زیاته کړې ده.

سلمان خان په ممبيي کې د یو نړیوال فورم په غونډه کې د وینا پر مهال وویل”کله چې ۱۵ کلن یا ۱۶ کلن وم، نو د نورو همزولو سره به د ساعتیرو محفلونو ته تللم. کله چې کالج کې وم، نو ما باید فلمونو کې هم مرسته کړی وی، په عین حال کې مې ماډلینګ هم پیل کړ.“

سلمان خان په خپله وینا کې زیاته کړه” یوه ورځ د اعلاناتو د فلمونو جوړونکي کایلاش سوریندرنات د لومړي ځل لپاره کمرې ته مخ کړم دا د کوکاکولا یو اعلان و، نو هغه د همدې اعلان لپاره زه بهر بوتلم. بله ورځ هغه زما پر اوږه لاس واچوه او راته یې وویل، سلمانه! ته باید د خپل پلار د پیسو په باودولو خپل وخت برباد نه کړي.“

د سلمان خان لومړنۍ اعلان

سلمان خان په خپله دې وینا کې زیاته کړه” که څه هم هغه ماته دا په ټوکو وویل، خو ما په ټوکو وانه خیستل. له هماغې ورځې وروسته ما کار پیل کړل او تر اوسه مې رخصتي نه ده کړې.“

ویل کیږي سلمان خان که فلمونه نه کوي او یا ناروغه هم ځان بوخت ساتي، په مرستندویه چارو کې منډې وهي، او یا هم که نور هیڅ نه وي انځورګري کوي. سلمان خان ددې نړیوال فورم ګډونوالو ته وویل:

” زه ګورم ډیر کسان په رخصتي ځي، خو زه ددې تجمل او عیش وس نه لرم. زه ګورم ډیر کسان ډیپریشن لري یا احساساتي شي، خو زه د ډیپریشن او احساساتي کیدو وس هم نه لرم، ځکه زه باید کار وکړم.“

د ټایګر زنده هی فلم ستوري په خپله دې وینا کې زیاته کړه،”د فلمونو د یو لوبغاړي ژوند سب ټایټل نه لري چې وښيي هغه د ژوند په کوم پړاو له څه تیریږي؟ “

سلمان خان وايي” زما مسلک داسې دی چې زه باید ښې جامې واغوندم، ښه ښکاره شم، په سټایل برابر اکټونه او مینه وکړم. زما فلمونو کې زه له ښکلو نجونو سره کار کوم، په بیګ باس شو کې مې خلک ګوري چې خاندم ټوکې ټکالې کوم. “
نو خلک چې ما ګوري فکر کوي چې دنیا په کیسه کې هم نه یم.“

سلمان خان وايي” دا د اکټرانو د ژوند د سفر تر ټولو ستونزمنه برخه ده. خلکو ته هیڅ مهمه نه ده چې ته په کور او شخصي ژوند کې له څه ستونزې سره مخ یې؟ ته هلته سب ټایټل نه شې لرلی چې ستا حالت وښيي. ته باید په درسپارلي کرکټر کې ځان ځای کړې، هیڅ مهمه نه ده چې ته خپه یې که خوشاله، ته باید هر څه هیر او پر درسپارلي رول تمرکز وکړې. “

د یادونې وړ ده چې د سلمان خان ” ټایګر زنده هی“ فلم تود بازار موندلی او دا مهال نوموړی د ”رېز ۳ “فلم په ثبت بوخت دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد