روغه سټه

د قربانۍ پرمهال د کانګو ناروغۍ ته پاملرنه وکړئ

لیکنه: مریم محمدي

د لوی اختر د قربانې په وخت کې څرنګه کولای شو چې د کانګو تبې له خطرناکې ناروغې څخه ځانونه وژغورو؟

د لوی اختر یوه برخه هم قرباني کول دي، زموږ او ستاسو ډيری هیوداوال دا قرباني په خپلو کورنو کې کوي، نو په دې وجه دا امکان شته چې په یاده ناروغۍ اخته شي.

دلته یې په اړه معلومات درکوو، تمه ده چې خپله یې هم د قربانۍ په وخت کې عملي او له نورو سره شریک کړئ.

کانګو یوه ساري ناروغي ده چې د څارویو د حلالو په وخت کې یا هم له څارویو سره د اړیکي له امله انسانانو ته انتقالیږي.

د کانکو ناروغۍ یوه شدیده تبه لري چې په هر۱۰۰کسانو۳۰ فیصده یې مړه کیږي.

نوموړې ناروغۍ چې د پسه، اوزې، غوا او یا هم هغه څاروي چې موږ او تاسو ورسره سرو کار لرو، د هغه په وړیو یا په پوستکي کې یو ډول خزندې چې ځینې خلک یې شینی بولي، په همدغه خزندې کې که د کانګو ویروس موجود وي، که دا خزنده حیوان یا هم انسان وچچي، او یا هغه حیوان چې دې خزندې چچلی وي، بیا د دې حیوان له ویني یا هم هغه انسان چې په دې ناروغۍ اخته دی، د هغه له ویني یا معایاتو سره نور خلک تماس ونیسي، نورو ته په ډيرې اسانۍ انتقالیږي.

۱- له کانګو ناروغۍ څنګه ځان ساتلی شئ؟
ډاکتران وايي تر اوسه د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین نه دی موجود. ډاکتران تر ډيره د دې ناروغۍ د درمنلې لپاره اخطلاتو ( یعنې د هرې ناروغۍ اړوند نښې ته په کتو) درملنه کوي.

– د ماشومانو باید د څارویو د حلالې په وخت کې یا هم له څارویو سر د تماس نه یې مخنیوی وشي.

– هغه کسان چې حیوانات حلاله وي، هغو ته پکار ده چې سپینې جامې واغوندي، ځکه که چیرې دا خزنده یا شین انسان ته انتقال شي په سپینو کالیو ښه لیدل کیږي، ترڅو یې په اسانۍ له منځه یوسئ.

– د قربانۍ په وخت کې یا هم د حیوان د حلالو په وخت کې باید نستوڼي پورته نه کړئ، ښه به دا هم وي چې له دستکشو استفاده وکړئ ترڅو د حیوان وینه له بدن سره په اړیکه کې نشي.

– د پرتوګ پینڅې په جرابو کې دننه کړئ ترڅو شینی بدن ته داخل نشي.

– د حیوان له پوستکي استفاده مه کوئ، خصوصاً د پسه وړۍ مه باسئ، امکان لري دلته شیني ډير وي او تاسو وچچي.

۲- کانګو کوم ډول نښې نښانې لري؟
لکه څنګه دي دا یوه ویروسي ناروغي ده او ویروس په دې خزنده کې موجود دی، کوم وخت چې دا ویروس د انسان وجود ته داخل شي، نو له ۳ څخه تر ۱۳ ورځو پورې وخت نیسي چې د انسان په بدن کې د یادې ناروغۍ نښې نښانې رامنځته شي. په یاده ناروغي اخته خلک دا نښې لري:

– شدیده تبه
– د سر درد
– د بندونو درد
عضلاتو درد
– د نس درد
– اسهال
– له پوزې د وینې تلل
– د بدن له پوستکي نه د ویني تلل

لکه څنګه چې د انسان په پوزه کې یا هم په پوستکي کې د خونریزۍ لامل کیږي همداسې د بدن په دننه برخو کې هم خونریزي رامنځته کوي، چې د همدې خونریزي له وجې د انسان بدن خپله دنده پرمخ نشي وړی، په نتیجه کې په دویمه اونۍ کې د دې امکان لري چې انسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

که چیرې دا نښې نښانۍ په کوم چا کې ولیدل شوې زر تر زره باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي