سیاست

د قانون د حاکمیت مانا او په افغانستان کې یې پر وړاندې ۳ عمده ننګونې

لیکنه: ياران

لیکنه: حشمت الله رحمتي

یوه ټولنه کې د قانون حاکمیت په دې معنا چې
۱. قوانین پکې واضح وي، عوامو ته د لاسرسي وړ وي او ټولنه کې د خپلسریو مخه ونیسي.
۲. ټول خلک، بنسټونه او همدارنګه رسمي خلک د قانون پر وړاندې مساوي مسوءلیت ولري.
۳. قوانین پکې په بیطرفه ډول تطبیق کیږي او قضات پکې مستقل وي.

په افغانستان کې د قانون د حاکمیت پر وړاندې بلا ستونزې شتون لري، خو پدې لنډ بحث کې مونږ درته یو څو عمده او اساسي ستونزې در پیژنو، چې عبارت دي له:

۱. د منابعو محدودیت
د افغانستان د بنسټونو لپاره د یو اوږد مهاله اصلاح بغیر د نړیوالو مرسته کوونکو له مالي مرستې څخه ستونزمنه ده. ددې لپاره چې د قانون جوړونې او عدالت ته د لاس رسي لپاره تقاضا رامنځته شي، نو دغه کار یو لړ بودیجې ته ضرورت لري تر څو د قانون حاکمیت تطبیق با ثباته کړي. د دې مشکل د حل لپاره د مرسته کوونکو اتحادیو، د افغانستان عدلي نهادونو او د افغانستان د حکومت تر منځ یوې واضح مفاهیمې ته ضرورت دی.

۲. عدالت ته عدم لاس رسی
ډیری افغانان اوسني عدلي سیستم ته لاس رسی نلري، په افغانستان کې د عدالت تعریف له یوې ساحې څخه بلې ته فرق لري، نو دا ستونزمنه ده چې یو سرتا سري ملي سیستم رامنځته شي. د دې سره افغانستان یو ازاد یا د ورکولو وړ کافي حقوقي مرسته او خدمات نلري او عوام اکثره د موجوده حقوقي مرستو او خدماتو څخه بې خبره دي، په نتیجه کې د افغانستان حقوقي بنسټونه د حقوقي منازيعو په حل کې ډیر سست او بطی دي، چې د افغانستان اتباعو لپاره دا سخته ده چې تکیه پرې وکړي.

۳. فساد
د افغانستان اتباع زیاتره د افغانستان د عدلي سیستم په اړه مشکوک دي، ځکه چې دوی یې د فساد تر تاثیر لاندې بولي، فساد شخصي ګټې لپاره له عامه منابعو بې ځایه استفاده ده. فساد د اتباعو یو اساسي شکایت دی او عدلي سکتور د حکومت یو ډیر مفسد سکتور په نظر راځي، ځکه چې د عدلیې اړوند څانګې د خلکو قضاوې هغه ډول سره چې اړتیا وي، نه حل کوي، نو ځکه یې د خلکو په زړونو کې له فساده ډک نوم ځای نیولی.

ددې ترڅنګ بیا د عدلیې اړوند برخو کې مقرر شوي مامورین کافي معاشات نه لري چې دا هم د فساد لامل کیدای شي. که څه هم اوس په وخت کې په دې اړه یو څه پام شوی، خو لا ډیر کارته اړتیا لیدل کیږي.

هر کله چې د یوه هیواد عدليي او قضايي محاکم د قانون عملي کیدو پر ځای، فساد او رشوت نه کار واخلي، خامخا عام وګړي شکمن کیږي او خپل باور له لاسه ورکوي. په اوس وخت کې که وګورو تر ډیره هغه خلک چې محاکمو ته ډیر اهمیت نه ورکوي، یو لامل به یې همدا وي چې چیرته به کومې محکمې ورسره ناقانوني چلند کړی وي.

د قانون د حاکمیت د رامنځته کولو لپاره هڅې
با وجود د دې ننګونو ډیری هڅې هم شتون لري چې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د رامنځته کولو لپاره مفیدي دي چې دغه مهمې هڅې عدلې وزارت، سترې محکمې، د مدافع وکیلانوعمومي دفتر او د افغانستان د وکیلانو مستقلې اتحادې لخوا ترسره کیږي.

ډیری مالي مرسته کوونکي د افغانستان د قانون د حاکمیت هڅې حمایه کوي چې بعضې د یادولو وړ مالي مرسته کوونکي عبارت دي له نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، پراختیایي پروګرام، عدلي سکتور حمایوي پروګرام د تصحیح سکتور حمایوي پرواګرام او GTZ د امریکا د متحده ایالاتو نماینده ګي د نړیوال پرمختګ لپاره د نړیوال پرمختګ د قانون اتحادیه او نړیوال مواد مخدر دفتر او همدارنګه د قانون د اجرائیه اعمال او د سویډن بهرنی چارو وزارت.

دا پورته هڅې به هله بریالۍ شي چې هم عام خلک او هم دا ډلې او حکومت سره لاس یو کړي او په دې برخه کې د فساد کوونکو پر وړاندې غوڅ ګام پورته کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران