ټولنیز ژوند

د فیلانو مینوالو په انګلستان کې پر دغه حیوان د ظلم د مخنیوي غوښتنه کړې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په لندن کې د فیلانو مینوالو د لږ تر لږه ۲۰۰،۰۰۰ کسانو لاسلیکونه راټول کړي او ددغه هېواد لومړۍ وزیرې ته یې سپارلي دي. دوی له لومړۍ وزیرې غوښتي چې پر فیلانو د سپرېدو او پر سړکونو له دغه حیوان سره د ناوړه چلند د مخنیوي په موخه دې نوي قوانین وضع کړي.

یوې ډلې کسانو د همدې موخې لپاره یوه ځانګړې کمپنۍ جوړه کړې ده څو له همدې لارې ګڼ نور داسې کسان پیدا کړي چې له دوی سره یو ځای شي او په دې برخه کې ور سره په یوه خوله پر فیلانو د زور او ظلم مخه ونیسي.

دغه کمپنۍ له حکومت څخه غواړي تر څو داسې نوي قوانین جوړ کړي چې له مخې یې له فیلانو سره هر ډول ظلم او زیاتی غیر قانوني کار وګڼي. دوی په دې اند دي، کله چې په ځنګل کې فیلان نوي بچي وزېږوي د یو شمېر کسانو لخوا پټېږي او تښتول کېږي چې بیا له سختو کارونو، فشارونو او روزنې وروسته پرې د خپلې خوښې کارونه او نمایشونه اجرا کوي چې دا له یوه حیوان سره تر کچې لوړ ظلم دی.

په اسیا کې ګڼ داسې د سیل او چکر ځایونه شته چې سیلانیان په کې د فیل سپرلۍ هم تجربه کوي.

ددغه موسسې غړي وایي، که د فیلانو د روزنې لپاره د حکومت په چوکاټ ځینې داسې کسان وګمارل شي چې د ترحم له لارې ورسره چلند وکړي ښه خبره ده، خو د هغه بې رحمانه تمرینونو مخه دې ونیول شي، چې د فیلانو پر کوچنیو بچیانو تر سره کېږي او خلک ترې د خپلې خوښې او ساعترۍ اله جوړوي.

دوی وایي په دې تمرینانو کې په قفس کې اچول، لوږه، تنده او د اوسپنې په میلو باندې وهل، تر څو په راتلونکې کې د سیلانیانو د جذب په موخه د هر ډول کار لپاره تیار شي. دغه خلک باوري دي چې له فیلانو سره د روزنې پر مهال تر ټول سخت ظلم کېږي چې دغه څه د زغملو وړ نه دي. دغه موسسې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۹۸ سلنه خلک په دې اند دي چې د روزنې پر مهال د کلیو او بانډو د خلکو لخوا له فیلانو سره سخت وحشت تر سره کېږي.

دا چې د دولت لخوا به د دوی دې غوښتنې څه ډول ځواب ورکول کېږي وخت به ورته ځواب و وایي. په نوره نړۍ کې حیواناتو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او ان د نادره مرغانو او حیواناتو ښکار کول منع نه دي. که څوک په غیر قانوني ډول نادره مرغان او حیوانات ښکار کړي د بند پر سزا محکومېږي. خو دا چې اوس په لندن کې د خلکو دې خبرې ته ور پام شوی دی، حیرانونکې خبره ده. ځکه کېدای شي پر فیلانو سپرېدل او د کوچنیو فیلانو روزل له ډېر پخوا زمانې څخه په دغه هېواد کې دوود و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.