روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

نوې څیړنه؛ د فیسبوک او نورو خواله رسنیو ډیر کارول مو له لاندې ستونزو سره مخ کوي

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

که له یوې خوا ټکنالوژیک پرمختګ زمونږ په ژوند کې ډيرې اسانتیاوې رامنځته کړې او نړۍ یې په یوه کلي بدله کړې، خو د دې ښیګڼو سربیره بلا ستونزې هم له ځانه سره لري.

په افغانستان کې د خواله رسنیو له جملې فېسبوک په زیاته پيمانه کارول کیږي، د معلوماتو له مخې ۸۵٪ سلنه یې فېسبوک کاروي چې کم شمېر یې د اړتیا په اساس او پاتې نور یې د اندازې زیات د تفریحي او ځينې نور یې د نورو موخو لپاره کاروي.

په کاناډا کې څیړونکو په یوه نوې څيړنه کې موندلې چې د فېسبوک او نورو خواله رسنېو زیاته کارونه خوب خرابوي، د سترګو نظر کموي او نورې صحي ستونزې هم پيداکوي.

یاده څيړنه په پنځه زره دوه سوه دوه پنځوس زده کوونکو ترسره شوې او په پایله کې یې په ډاګه شوې، هغوی چې په زیاته اندازه خواله رسنۍ کارولې د خوب د کموالي له جدي ستونزو سره مخ وو.

د څیړونکو له ډلې جان فېلېپ چَيلټ وایي، هغوی چې غواړي زده کړه وکړي او په یوه نه یوه شکل د علم سره تړاو لري، د خواله رسنېو له زیاتې کارونې دې ډډه وکړي او کافي اندازه خوب دې وکړي، هغه ځکه چې د خوب کمښت پر بدن او عقلي فعالیت مستقیم اغیز کوي.

باید وویل چې په نوره نړۍ کې فېسبوک او نورې خواله رسنۍ د ضرورت په اساس کارول کیږي او په ناسمې کارونې یې حتا د حکومت له لورې محاکمه کیږي هم، خو له بده مرغه ددې برعکس زمونږ په هېواد کې د حکومت د نه څار او د ډیرو نا راجسترشویو او ارزانه سیمکارتونو شتون له امله ډیری افغان تنکي ځوانان فېسبوک د انجونو او نورو مستعارو نومونو آی ډيانې یا ادرسونه جوړوي چې له دې لارې خلکو ته مزاحمت کوي او په ټولنه کې د فساد، تبعیض او نور تاوتریخوالي لامل کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران