کلتور او هنر

د فلم بهترینه جوړه؛ سلمان خان او کټرینه کیف سره جوړه کیږي

د سلمان خان په راتلوونکي فلم بهارت کې د دغه فلم ستوري او کټرینه کیف د اداکارۍ زیات صفتونه شوي دي.

کټرینه کیف او سلمان خان د فلم په نړۍ کې یوه ښه جوړه ده چې زیات مینوال لري.

دوی دواړه اوس د یوه فلم بهارت په جوړولو بوخت دي چې د اداکارۍ صفتونه یې کیږي او خپل د فلم لارښود هم د دوی دواړو د اکټینګ تعریف کوي.

د بالیوډ دبنګ خان او کټرینه کیف د یوه بل سره جوړه په زیاتو فلمونو کې کار کړی او ډیری فلمونو یې کامیاب شوي هم دي، ډېره ګټه وټه یې هم لرلې او زیات مینوال یې هم پیدا کړي دي.

د سلمان خان راتلوونکی فلم د علي عباس ظفر په لارښوونه جوړیږي، چې په دغه فلم کې د دوی د کارګردګۍ صفت په خپله علي عباس ظفر هم کوي.

نوموړي فلم لارښود دغه فلمي جوړې ته د یوې ښې او بهتریني جوړې لقب ورکړی.

کله چې د بهارت د فلم د لارښود څخه په دغه تړاؤ وپوښتل شول نو نوموړي وویل کله چې سلمان خان او کټرینه کیف په یوه فلم کې سره یوځای کار وکړي، نو هغه فلم بیا خامخا کامیابیږي او زیات لیدونکي لري.

د فلمونو د دغه جوړې په تړاؤ خبرې له هغې وخته زیاتې او صفتونه یې ډېر شول چې د راتلوونکي نوي فلم د یوې سندرې ځینې تصویرونه یې خپاره شول. په کې سلمان کې شیرواني رنګ کالي او کټرینه کیف شین رنګ کې کالي اغوستي وي او دواړه زیات ښکلي ښکاري.

د یادولو ده چې د بهارت په فلم کې د کټرینا کیف ځای بلې فلمي ستورې پریانکا چوپړا ته ورکول شوی وو، خو پریانکا د خپلې کوژدنې او ځینو نورو بوختیاو له امله په دغه فلم کې د کار کولو څخه بخښنه وغوښته او ترې وروسته يې پر ځای کټرینا کیف انتخاب شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی