کلتور او هنر

د فلمي ستورو د ودونو لړۍ؛ د سونم کپور واده به له ټاکلي نېټې وړاندې وشي !

د بالیوډ د ستورو د دودونو کیسې دې ورځو کې ډېرې اوریدل کیږي او ډېرو مینوالو پام یې ځانته اړولی.

دا ځل د هندي سینما د یوې بلې ستورې سونم کپور او د هغې د ملګرې انند هوجا د واده خبرې راپورته شوي.

د دوی د واده ځای او نیټه وټاکل شوه، خو اوس پکې تغیرات راغلي او دوی غواړي چې خپل واده له هغې نیټي وړاندې وکړي چې مخکې اټکل شوې وه.

په دې ورځو شپو کې د ډپيکا پاډوکون او رنویر سنګهـ د واده خبرې هم د رسنیو د خبرونو سرټکی جوړوي، کله وایې په هند کې به تر سره شي او کله به وایې چې په بل هېواد سویس کې به یې واده وشي.

خو د سونم کپور او انند هوجا د واده مسئله تیر کال په هندي رسنیو کې راپورته شوه، جالبه یې لا دا چې په لومړیو کې دوی دواړو د یو بل سره د اړيکي لرلو خبره ردوله چې یو دم دواړو د وادې د نیټي اعلان وکړ.

دوی د روان کال د مۍ د میاشتې ۱۱ او یا ۱۲ نېټه د واده ورځ ټاکلې وه چې ځای ورته سویس هېواد د جینوا ښار غوره کړی وو. خو دوی د واده په تاریخ او ځای دواړو کې تغیر راوستي.

هندۍ رسنۍ وایې چې نه یوازې د سونم کپور او انند هوجا د واده نېټه رامخکې شوې بلکې د دغه ستورو واده به هم په سویس هېواد کې تر سره نه شي.

دوی دواړو د واده تاریخ د مۍ میاشتې ۶مه او ۷مه نيټه ټاکلی، خو دا چې مخکې یې ویلي ول چې د واده مراسم به د هېواده بهر په بل هېواد کې وشي، دا ځل یې د خوښۍ د مراسم ځای د هندوستان مشهور ښار ممبيي ښودلی.

د دواړو د واده لپاره تیاریانې ښه په تیزۍ سره رواني دي، تر څو دغه جوړه سره دا ځل په مناسب وخت کې یوځای شي.

سونم کپور د مشهور هندي فلمي ستوري انیل کپور لور ده او د خپل پلار په پل یې پل کېښود او فلمي نړۍ ته راغله، په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی.

د سونم کپور د واده لپاره د نڅا تمرینات سر له اوسه پیل شوي او تکړه او لایقه نڅا کوونکې د انیل کپور په کور کې دي او همالته په تمرین بوخت دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی