سپورټ فوټبال

د فلسطین او افغان لوبډلې ترمنځ به د یکشنبې په ماښام لوبه ترسره شي

 د افغاستان د فوټبال ملي لوبډلې سره د یوې دوستانه سیالۍ په موخه د فلسطین فوټبال ملي لوبډله کابل ته راغلې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر پاڼې له مخې د فلسطین هېواد د فوټبال ملي لوبډله یې د اسد ۲۸ مې د هېواد د خپلواکۍ د جشن په مناسبت کابل ته د وستانه سیالۍ د ترسره کولو په موخه رابللې وه، چې پرون رارسیدلې.

د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ به دغه دوستانه سیالي د یکشنبې ورځ د ماښام په ۶ نیمو بجو په کابل کې پیل شي.

ویل کیږي دغه سیالي به په هېواد او بهر کې د تلویزیون له پردې څخه په ژوندۍ بڼه مینه والو ته وښودل شي.

د اسد ۲۸ مه نیټه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده، چې په ټول هېواد کې یې هر کال کلیزه په بېلابیلو ډولونو سره لمانځل کیږي.

له نن څخه نږدې ۹۹ کال وړاندې په ۱۲۹۸هجري لمریز کال کې شاه غازي امان الله خان افغانستان ته د انګریزانو څخه خپلواکي واخیسته او انگليسانو هم دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي  په رسميت وپيژندله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مسولینو په وینا له دې سیالۍ څخه یې هم موخه په هېواد کې د خپلواکۍ د جشن لمانځل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی