رسنۍ

د غوره ژوند لپاره ۳۰ تحریکوونکي ټکي

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ نیوکه، شکایت او محکومول مه کوئ.
۲ ـــ رښتینی واوسئ.
۳ ـــ په نورو کې انګېزه رامنځته کړئ.
۴ ـــ په ذاتي توګه له نورو سره مینه او لېوالتیا ولرئ.
۵ ـــ تل حتا د ستونزو او سختیو پرمهال مسکی واوسئ.
۶ ـــ په یاد ولرئ، چې د هر فرد نوم تر ټولو ښکلې او مهمه کلمه ده.
۷ ـــ ښه اورېدونکی واوسئ او نور وهڅوئ، چې د ځان په اړه خبرې وکړي.
۸ ـــ د نورو د لېوالتیاوو پر بنسټ خبرې وکړئ.
۹ ـــ داسې چلند وکړئ، چې نور داسې احساس وکړي، چې مهم دي او هر کار مو چې په توان پوره وي، نو په رښتینې توګه یې د هغوی لپاره ترسره کړئ.
۱۰ ـــ په بحث کې د بریا تر ټولو غوره لاره، له هغه څخه ډډه کول دي.
۱۱ ـــ د نورو نظر ته درنښت وکړئ او هېڅکله مه وایئ، چې تېروتنه کوې.
۱۲ ـــ که تېروتنه مو وکړه، نو په چټکه او رښتینې توګه یې ومنئ.
۱۳ ـــ دوستانه خبرې وکړئ.
۱۴ ـــ داسې خبرې وکړئ، چې مقابل لوری مو تل په ځواب کې (هو) ووایي.
۱۵ ـــ اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری مو ډېرې خبرې وکړي.
۱۶ ـــ اجازه ورکړئ، چې مقابل لوری مو داسې احساس وکړي، چې له تاسو څخه غوره دی.
۱۷ ـــ په رښتیني ډول، هرڅه د خپل مقابل لوري له لید څخه وګورئ.
۱۸ ـــ د نورو له مثبتو او جوړونکو باورونو او هیلو سره ملتیا وکړئ.
۱۹ ـــ له مثبتو او انګېزه ورکونکو افرادو سره دوست او ملګری واوسئ.
۲۰ ـــ خپل باور په نورو باندې مه تحمیلوئ.
۲۱ ـــ خپل ځان د مقابل لوري له غیر کلامي نښو سره همغږی کړئ.
۲۲ ـــ له نورو څخه په رښتینې توګه ستاینه وکړئ.
۲۳ ـــ د نورو له تېروتنو څخه په غیر مستقیمه توګه یادونه وکړئ.
۲۴ ـــ مخکې تر دې، چې په نورو باندې نیوکه وکړئ، د خپلو تېروتنو په اړه خبرې وکړئ.
۲۵ ـــ د روښانه او غوڅ دستور ورکولو پرځای پوښتنه وکړئ.
۲۶ ـــ په نورو کې د خوندیتوب احساس رامنځته کړئ.
۲۷ ـــ هر جزیي پرمختګ او هر مثبت ټکی وستایئ.
۲۸ ـــ هڅونکی واوسئ او کوښښ وکړئ، چې د نورو تېروتنه کمه، آسانه او د اصلاح وړ ښکاره کړئ.
۲۹ ـــ پرېږدئ، چې افراد ستاسو له وړاندیز څخه خوشاله شي.
۳۰ ـــ که د کوم چا لپاره کوم کار ترسره کوئ، نو له هغه څخه د جبرانولو تمه یې مه لرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل