ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې کلتور

د غوره محاورې او بحث لپاره ۱۱ اړېن او مهم ټکي

ژباړه

د محاورې د ښو لارو چارو په یادولو سره کولی شئ چې خپلو شخصي، ټولنیزو او کاري اړیکو او روابطو ته پرمختګ ورکړئ.

همدا راز د ښې محاورې په کولو سره کولی شئ دا فرصت ولرۍ چې له بیلابیلو نویو خلکو سره مخ شئ، له نویو موضوعاتو او مسایلو سره هم اشنا شئ.

۱- په مجلس حکمراني مه کوئ او مه هم ټولې خبرې د ځان په اړه کوئ. يو طرفه محاوره خو خبرې اترې نه دي!

۲- د نورو په وړاندې دلچسپي او تمايل وښيئ

۳- د خبرو پرمهال د راکړې ورکړې توازون ساتئ، یعنې کله چې خبرې کوئ، یوازې خپله ډیرې خبرې مه کوئ، بلکې مقابل ته هم وخت ورکړئ.

۴- مقابل لوري سره د سترګو د ښه تماس لرلو ترڅنګ باید فعاله اورېدونکي اوسئ، همدا راز د محاورې پرمهال معقول او مربوطې پوښتنې مطرح وکړئ، نه له موضوع بهر.

۵- کله چې له چا سره خبرې پيلوئ یا محاوره کوئ، نو باید فکري او ذهني ډول سره ډیر ارام اوسئ، ځکه ارامتیا او دمه کې اوسېدل د محاورې لپاره خورا مهمه دي.

۷- د خپلو نظریاتو او خبرو له ویلو او اورولو وروسته، د بل شخص خبرې تر هغې مه پرې کوئ، تر څو یې چې پای ته نه وي رسولي.

۸- ذهن او فکر مو ازاد ساتئ؛ هر څوک حق لري چې خپل ځان تشریح یا خبرې وکړي، یا که هر څه وايي، وايي به یې، که څه هم ته به ورسره موافق نه یې، خو خبرې به یې نه پرې کوې، پریږده چې خپلې خبرې وکړي.

۹- که په دین نه پوهیږې نو په دیني مسلو بحث کې ځان مه اچوه بلکې اوریدونکی اوسه . همدارنګه سیاست په اړه ډیر ناندریز بحثونه مه کوئ، ځکه اکثره خلک په همدې موضوعاتو سره دومره بند پاتې شوي او مخکې تللي چې ان لفظي شخړې یې سره کړي. نو کله چې شخړه رامنځته شوه دا بیا ښه کانورسیشن یعنې ښه محاوره نه ده.

۱۰- تاسې باید د نړۍ له وروستيو خبرونو، پرمختګونو او پیښو خبر او هر اړخیز چمتو اوسئ.

۱۱- له مقابل لوري سره په ډیر هوسا، مسکا او دوستانه رویه سره محاوره پيل او ترسره کړئ.

اخري خبره یې دا چې په ډیر تمرین اود ذهن په کار اچوونې سره هر څوک کولی شي چې خپله محاوره پیاوړې او مهارتونه یې ښه زده کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */