کورنی ژوند

که تاسې غوره خاوندان یاست، دا ۱۷ ځانګړتیاوې به لرئ

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: مریم محمدي

ټول نارينه غواړي چې د خپلې میرمنې لپاره یو ښه خاوند وي او ښځه یې په هغه باندې وویاړي او د آرامتیا احساس ولري.

په سمه توګه یوه ښه ښځه او خاوند هغه دي چې د یو بل لپاره مناسب وي. دا چې یو ښه خاوند یا میړه کوم ځانګړنې لري دلته یې درته وایو:

۱- ښه سړی یا نارینه هغه دی چې له خپلې ښځې سره ښه وي، حضرت عايشه رضى الله تعالى عنها وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل، په مسلمانانو كې هغه سړى د كامل ايمان خاوند دى، چې له هرچا سره يې اخلاقي چلند ښه وي، او په ځانګړې توګه چې له خپلې ميرمن سره يې د مينې او خوند چلند ترسره کوي.

۲- ښه خاوند خپله ښځه د یوې ښې ملګرې په توگه پیژني، هغې ته د کور د میرمن احساس نه ورکوي ورته د یوې ښې ملګرې په سترګه وګوري.

۳- ښه خاوند له خپلې میرمنې سره مینه لري. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
)مؤمن سړى دې له مومنې ښځې كركه نه كوي، كه څه هم، چې يو عادت يې ناخوښه وي، نو بل عادت يې خوشحالولى شي، دې حدیث ته په کتو ښه میړه له خپلې ښځې سره د نفرت په ځای مینه کوي.

۴- ښه خاوند ژوند کې خپلې ښځې ته لومړیتوب ورکوي. میرمن له هر څه وړاندې د خاوند له لورې د قدر او احترام تمه لري. ښه خاوند همیشه خپله میرمن له نورو غوره ګڼي او د ژوند په هر ډګر کې ورته لومړیتوب ورکوي.

۵- دا چې سړی د کورنۍ مشر ګڼل کیږي، نو یو ښه خاوند د خپلې میرمنې او د کورنۍ اړتیاوو پوره کولو ته ژمن وي.

۶- ښه خاوند د خپلې مېرمنې سره په دوستانه ډول خبرې کوي. په کور کې ورته د دوستۍ فضا جوړه وي.

۷- ښه خاوند هغه دی چې که څومره یې هم میرمن بده شي، بیا هم ورسره سالم چلند کوي او کوښښ کوي چې سمه لار ور په ګوته کړي.

۸- ښه خاوند نه غواړي چې د خپلې میرمنې رازونه نورو خلکو ته ووایي، بلکې رازونه پټ او له خپلې میرمنې سره ساتي.

۹- غوره خاوند تل خپله ښځه د نفسي خواهشاتو او یوازې چوپړ په توګه نه پيژني، بلکې هغې ته د ځان په شان مساوي حقوق ورکوي.

۱۰- ښه خاوند خپله ښځه درک کوي او کله یې چې خفه یا مایوسه وویني، غوسه ورته نه کوي، بلکې په چل ول ترې پوښتي چې څه ستونزه لرې او زه درته څه کولی شم.

۱۱- ښه خاوند د نورو خلکو په مخ کې خپله میرمن نه رټي، بلکې هر نیمګړتیا ورته جلا په پټ ډول خو په سولییزه طریقه وايي.

۱۲- نیک خاوند تل له خپلې میرمنې سره مشورې کوي او کوښښ کوي چې په هر تصمیم کې له ځان سره میرمنه شریکه کړي.

۱۳- غوره خاوند هیڅکله هم د میرمنې په مقابل کې هغه څه نه کوي چې پرې ځوریږي، لکه د هغې مور او پلار یا ورونو ته ښکنځلې یا یې له قصده یو بد کار ترسره کول.

۱۴- ښه خاوند که هر ځای وي، خو میرمن له زړه نه باسي، پوښتنه یې کوي او تل خپلې میرمنې ته داسې احساس ورکوي چې که هر ځای وي ورسره مینه لري او له زړه یې نه ووځي.

۱۵- نیکمرغه خاوند هغه دی چې د خپلې میرمنې اړتیاوې پوره کوي او کوښښ کوي چې هغه محتاجه نه شي.

۱۶- ښه خاوند د خپلې میرمنې د خوښۍ لپاره چکر ورکوي او هر مناسب ځای ته یې بیايي.

۱۷- ښه خاوند له خپلې میرمنې سره د کور په کارونو کې ملګرتیا او مرسته کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران