ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د غوره تصمیم او اغیزمنې پریکړې څو لارې چارې

لیکنه: هینري فورډ
ژباړه: غازي عابد

د غوره تصمیم نیولو لپاره ځیني مهم ګامونه او لارې چارې شته. ښې او سالمې پریکړې او تصامیم نیول د ګټور او اغیزمن ژوند لپاره خورا مهم دي. موږ ټول د ورځینو تصامیمو له نیولو سره مخ شوي یوو او لا هم مخ کیږو.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

ځیني تصامیم ډیر کوچني وي او ځیني ډیر ستر وي چې حتا د ژوند د بدلون لامل کیږي. ځیني ډیر ساده او ښکاره وي، خو ځیني بیا ډیر مغلق او مشکل وي. نو دغسې مهال به سخت وي چې یو ښه ګام پورته کړو، خو دلته موږ ځیني لارښوونې لرو، که یې عملي کړو، ښه پایله به ولري:

۱- لومړی تصمیم وپیژنئ، چې له دې تصمیم نه به څنګه خپل اهداف او پایله خپله ترلاسه کړئ یا مو تصمیم د څه شي په اړه دی.

۲- مهمه دنده مو اجرا کړئ. څومره ډیر واقعیتونه او معلومات چې د همدې تصمیم په اړه ټولولی او جمعه کولی شئ، راټول یې کړئ.

۳- ژور فکر وکړئ او مختلف انتخابونه ولرئ. بیا هغه جز یا اپشن وټاکئ چې ستاسې له ارزښتونو، ګټو او وړتیاوو سره سمون خوري.

۴- ممکنه پایلې او احتمالات یې وسنجوئ. په بله مانا؛ دا اټکل کړئ چې څه مشکل به راپیدا شي؟ که دا او هغه… وشي ایا بیا به یې زه برداشت کړم او له هر ډول پایلې سره به یې څه ډول پاتې شم؟

۵- منابع او لومړیتوبونه. کوم شیان ډیر مهم دي چې باید ور شامل یې کړې او کوم لږ. که چیرته منابع او اولیتونه نه سنجوو او ګام پورته کوو، له ماتې سره مخ کیږو.

۶- له نورو هغو خلکو مرسته غوښتل چې ستاسې په شان یې مخکې همداسې یو تصمیم نیولی وي او پایله یې ترلاسه کړي وي؛ ځکه ممکن هلته ځینې خواوې له تا پاتې شي او فکر دې پرې ونه رسي، هغه به یې درته په ګوته کړي. یعنې مشوره کول.

۷- بلاخره تصمیم نیول او بیا یې د پایلې لپاره سم کنټرول چې هغه اړینه پایله ترې ترلاسه کړې.

تبصرې
Loading...