سیاست

د غني پوښتنه، د باجوه ځواب؛ حساب له کومه شروع کړو؟

ارشاد رغاند

ولسمشرغني غزني ته د سفر پرمهال پر دغه ښار د وسله والو طالبانو د خورا وحشیانه برید په غبرګون کې له پاکستان څخه وغوښتل، چې په دې برید کې د خپلو جنګیالیو د ګډون ځواب ووایي .

ښاغلي غني د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان ته په خطاب کې وویل،چې له پښتون پلار و موره د پيدا شوي کس په حیث باید ځواب ورکړي، چې ولې یې په دې برید کې جنګیالیو مستقیمه ونډه لرله .

هغه همدا شان د پاکستان د پوځ پر مشر جنرال باجوه غږ وکړ، چې ولې یې د افغانستان ـ پاکستان د سولې او عمل د پلان د هوکړو خلاف د دغې جګړې ټپيانو ته د کوټې په روغتونونو کې درملنه کړې ؟

خندونکی ځواب

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د ولسمشرغني له اعتراضیه پوښتنو وروسته په یوه خندونکي ځواب کې ویلي، چې د غزني په جګړه کې پاکستاني سرتېرو برخه نه لرله .

باجوه له دې جګړې څخه پاکستان ته د پاکستاني اتباعو انتقال شویو جسدونو ته په اشارې سره ویلي، چې په جګړه کې وژل شوي جنګیالي غزني ته په کارپسې ورغلي کارګران وو .

باجوه ادعا کړې، چې د هېواد کارګران یې په غزني کې طالبانو خپلو جنګي لیکو ته جذب او وروسته یې په جګړه کې کار ځنې اخیستی .

د باجوه ځواب ډېر خندونکی ځکه دی، چې د افغانستان او پاکستان اقتصادي وضعیت د سره پرتله کیدای نه شي. په داسې حالت کې هیڅ سالم عقل دا نه شي منلای، چې پاکستاني کارګران یوه داسې هېواد ته په کارپسې راشي، چې خپل وګړي یې له بې کارۍ نه هره ورځ فریاد او په مرګونو چاقاقي لارو لیرې هېوادونو ته ځي .

د حساب غوښتلو غلط شوی لوری

د افغان حکومت دا دریځ، چې له پاکستان سره د سوال ځواب نیت یې کړی یو لوی او د هرکلي وړ بدلون دی .

که دا کار لا پخوا شوی وای، لا به ښه وای ځکه پاکستان اوږده کلونه په افغانستان کې جګړه او بې ثباتي رامنځته او توده وساتله، خو افغان لوري یې پر وړاندې مناسب دریځ نه درلود .

له دې سره لا دا وختي ښکاري، چې افغان حکومت له پاکستان سره په اول قدم کې د حساب کتاب پيل وکړي .

په لومړي ګام کې ضرور ده، چې په کور دننه د دغه هېواد د نفوذي ډلو پر ضد جدي اقدامات وشي .

دا نفوذي ډلې له وسله والو طالبانو او نورو جنګي ډلو وراخوا د نظام شاوخوا او منځ ته راټول شوي یو شمېر مطرح سیاستوال دي .

د دې سیاستوالو له ډلې یوه یې څه موده مخکې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې ته د مشروعیت ورکولو په هدف افغان خاوره د هند لخوا د پاکستان پرضد استعمالیدونکې ګڼلې وه .

له هغه څخه ولسمشر په څارنوالۍ کې د څېړنو امر کړی و، خو څارنوالۍ ته د هغه له یو ځل احضاریدو وروسته د دې قضیې د تعقیب او پایلو معلومات ونه شول .

افغان حکومت ته لازمه ده، چې له پاکستان سره د حساب کتاب د جدي بحث له تعقیبه مخکې په کور دننه د دغه هېواد معلوم نفوذي عوامل تعقیب او له دوی څخه د څېړنو په وسیله د پاکستان مداخله لا مستنده او په قوت سره وڅاري .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.