سیاست

د غزني قتل عام؛ طالبه ځواب یې لرې ؟

پر غزني د وسله والو طالبانو فاجعه زیږونکی برید، چې د ځینو شواهدو له مخې پاکستاني پوځ مستقیمه همکاري پکې لرله، له پینځه ورځیني دوام، ښار سوزولو او درنو ملکي ـ امنیتي تلفاتو وروسته پای ته ورسېد.

په دې برید کې سلګونه بریدګرو وسله والو ته هم د زیان اوښتو خبر ورکړل شوی او ویل شوي، چې یوه لویه برخه یې پاکستاني پوځیان وو.

د برید په اړه یو مهم تحلیل دا دی، چې له امریکایي چارواکو سره د سولې مذاکراتو د چمتووالي په درشل کې طالبانو له دغه برید سره غوښتل په مذاکراتو کې خپل جنګي قوت لوړ او په دې ډول لوړ امتیازات ترلاسه کړي.

د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د مذاکراتو موضوع، چې افغان او امریکایي چارواکي لا هم پرې د افغان حکومت ـ طالبانو د مستقیمو مذاکراتو د زمینه سازۍ د یوې هڅې په توګه ټینګار کوي، دا څرګندوي چې طالبان له چاسره سوله او چا سره جګړه کوي.

پر مقدس ښار نامقدس برید !
غزني، چې څوکاله مخکې د اسلامي هېوادونو د ثقافت پلازمېنه ټاکل شوې وه، په تاریخي او مذهبي لحاظ نه یوازې افغانستان؛ بلکې ټولې سیمې او اسلامي نړۍ ته ځانګړی تقدسي او ارزشي مقام لري.

دا ولایت که په تاریخي لحاظ د افغان امپراتور سلطان محمود غزنوي کور دی، په مذهبي لحاظ ګڼ ولیان پکې تېرشوي او دفن دي . له دې کبله دې ولایت ته د اولیاوو د ښار لقب هم ورکړل شوی.

پر غزني برید؛ هغه هم په داسې حال کې چې وېل کیږي قومانده یې په مستقیم ډول د پاکستاني پوځ په لاس وه، له شک پرته د تاریخ یوه داغداره پاڼه ده.

غزنی به لکه کابل، چې کله به هم پر خپلې سینې د راکټونو باران هېر نه کړي، یا لکه د افغانستان شمال ولایتونه، چې هیڅکله به د طالب په لاس د خپلو انګورو د تاکونو غوڅول هېر نه کړي، دغسې به غزني پرخپلې سینې د طالب اور لګیدنه له یاده ونه باسي.

طالبانو ته د غزني له برید څخه وروسته دا پوښتنه مخته ایښودل کیږي، چې دوی دې د خپلې جګړې او سولې د لوري په اړه غوڅې خبرې وکړي.

دا پوښتنه په دې دلیل دغې ډلې ته راجع کیږي، چې د سولې د خبرو په اړه له کلونو راهیسې دا ډله د افغان حکومت پرځای امریکا متحده ایالات د ځان طرف ګڼي.

که طالب د خپلې ادعا له مخې ریښتیا د امریکا خلاف جنګیده، یا جنګیږي خو بیا خبر دی چې د امریکا لویه برخه؛ ان نیږدې ټول ځواکونه له افغانستان وتي. په دې صورت کې دوی په کوم دلیل د زرګونه افغان دیني عالمانو، د مکې معظمې د امام او د اسلامي نړۍ د لسګونه مخکښو دیني عالمانو لخوا د روانې جګړې له حرام ګڼلو وروسته بیا هم جګړې ته دوام ورکوي ؟

د سولې په اړه هم طالبان باید ځواب ووایي، چې له امریکا سره د سولې په مستقمیه احتمالي مذاکره کې د خپل امتیاز لوړولو لپاره ولې پر غزني او د افغانستان پر نورو سیمو بریدونه کوي ؟

طالبان که نن ډېر د لاسرسي وړ نه دي، یا په سړو مغزو د پوښتنو ځوابولو ته نه دي چمتو، خو یوه ورځ نه یوه ورځ به دوی سوله کوي، په آرامو مغزو سولې او سیاسي بهیر ته راشي.

هغه مهال دوی نه ممکن د غزني د ښار سوزولو په شمول نور قتل عامونه او بریدونه هېرشوي وي، خو خلک به خامخا ترې دا پوښتي، چې د دوی جګړه چا سره وه، سوله یې چا سره وکړه او د دې ټولې لوبې قربانیان څوک وو؟

طالبانو ته ښه ده، چې له اوسه د دې راتلونکو مخامخو مطرح کیدونکو پوښتنو د ځواب او خلکو ته د قناعت ورکولو په اړه فکر وکړي !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.