کلتور او هنر مخکښان

د عامرخان ۵۳مه کلیزه او ورته د مبارکۍ پیغامونه

لیکنه: ابوبکر علیزی

بالیوډ کې د ډېرو زړونو ګټوونکی اکټر عامر خان پرون د ژوند ۵۳ کلونه پوره کړل او په دغه موده کې یې په ډېرو زړونو راج وکړ او لا يې هم کوي.

د عامر د ۵۳ مې کلیزې په مناسبت د دغه اداکار مینوالو، کرکټرانو، د بالیوډ مشهورو لوبغاړو او د نورو برخو مخکښو له خوا عامر خان ته د مبارکۍ پيغامونو لړۍ روانه ده.

امیرخان او د هغه میرمن کیرن روي

د بالیوډ مشهورې اداکارې پريټي زینټا د عامر خان سره خپل ګډ تصویر شریک کړی او د کلیزې مبارکې يې ورکړې.

د هندوستان د کرکټ پخواني لوبغاړي محمد کیف هم عامر خان ته د پیدايښت د ورځې مبارکي ورکړي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیر عامر خان هنر ستایلی او هم یې ورته د زوکړي د ورځې مبارکې ورکړي.

د هندوستان سربېره په ټوله نړۍ کې د نوموړي مینه والو هغه سره د خپلې مینې اظهار کړی او د زوکړې د ورځې په پار يې ورته د مبارکیو پیغامونه استولي دي.

د عامر خان فلمي ژوند
عامر خان په ۱۹۶۵ میلادي کال په ممبي کې پيدا شوی، په ۱۹۷۳ کال کې یې د ماشوم ستوري په حیث په (یادو کی بارات) فلم کې کار وکړ، هغه فلم د نوموړي تره ناصر حسین پروډیوس کړی وه.

له دې وروسته عامر خان په ۱۹۸۸ کې په (قیامت سي قیامت تک) فلم کې د هېرو په شکل راښکاره شو او په همدې فلم کې يې ښکاره کړه چې هغه لوی هنرمن دی. له قیامت سي قیامت تک فلم وروسته عامرخان نه یوازې دا چې په بالیووډ کې ځای پیدا کړ، بلکې لکونه مینه وال هم يې هم وموندل.

په ۱۹۸۸ کال کې عامر خان د فلم لومړۍ نړیواله جائزه وګټله.

دې ویډیو کې د عامر خان بشپړه بیوګرافي لیدلی شئ؛

له هغې وروسته عامر خان په ډېر شمیر سره کامیاب فلمونه بازار ته وړاندې کړي چې پکې راکهـ، دل، دیوانه مجهـ سا نهی، دل هی که مانتا نهیی، جوجینا وه سکندر، هم هی راهی پيا کی، انداز اپنا، بازی،رنګیلا، راجه هندوستانی، سرفروش، غلام، دل چاهتا هی، لګان، رنګ دی بسنتی، فنا، تاری زمین پر، ګجني، تهری ایډیټس، تلاش، دهوم۳، پی کی، او دنګل شامل دي.

عامر خان د فلمي جایزو په پروګرام په نه ګډون کولو مشهور دی.

نوموړي دري ځل د غوره اداکار جایزه تر لاسه کړي چې په هغې کې يې د راجه هندوستاني، لګان او دنګل فلمونو اداکاري شامله وه.

په فلمونو کې کې د ښې کارکردګۍ سره سره عامر خان د د فلمونو د تولید په برخه کې یې هم خپل بخت ازمایلی، لګان، تاری زمین پر، جانی تو یا جاني نه، دهوبی کهاټ، تلاش او دنګل هغه کامیاب فلمونه دی چې عامر خان پروډیوس یا جوړ کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی