سیاست

ډیورنډ او اغزن تار؛ طالبان به بریدونه زیات کړي ؟!

لیکنه: ياران

د ارشاد رغاند لیکنه

د افغانستان ملي امنیت ادارې د پاکستان په کراچۍ کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د پاکستان د پوځي چارواکو د یوې تازه پټې لیدنې افشاګري کړې ده .

دغې ادارې یو شمېر افغاني رسنیو ته ویلي، چې دا لیدنه څو شپې مخکې د پاکستان د یو شمېر لوړپوړیو پوځي چارواکو په بلنه په کراچۍ ښار کې شوې او د وسله والو طالبانو د عمومي مشر ملا هیبت الله ترڅنګ د هغه دوو مرستیالانو؛ سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب هم پکې برخه لرله .

سرچینې زیاته کړې، چې پاکستان په دې لیدنه کې طالب مشرانو ته په افغانستان کې د خپلو بریدونو د زیاتولو امر کړی او ورته یې ویلي، چې دا بریدونه باید دومره جدي شي څو دوی ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ډاډه زړه د اغزن تار غځولو موقع برابره شي .

د دغې افشاګرۍ په اړه د وسله والو طالبانو سرچینو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ممکن زر یا په ځنډ یې د معمول له مخې رد او بې بنسټه وګڼي .

د طالبانو رد یا تایید پرخپل ځای؛ خو پاکستان ولې له افغانستان سره د اړیکو په اوسنۍ مرحله کې داسې صریحې غوښتنې ته اړ شوی ؟
طالب مشران او جنګیالي په اوس وضعیت کې د داسې صریحې او په څرګندو ټکیو ملي ضد امر منلو ته څومره غاړه ږدي؟
او بالآخره داسې اوامرو او مذاکرو ته د طالب مشرانو حاضریدل او په اړه یې عملي اقدام به دوی ته په کور دننه څه برخلیک رامنځته کړي ؟
په دې لیکنه کې به هڅه وکړو ، څو دې پوښتنو ته څه ناڅه ځواب ووایو:

د څو اړخیز ماموریت یوه څنډه !
د ډیورنډکرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول او په دې ډول له افغانستان سره د رسمي پولې په توګه د دې کرښې د تپلو هڅې له پخوا راهیسې د پاکستان د ستراتیژیکو لومړیتوبونو یوه برخه ده .دا هېواد باور لري، چې د دغه کار ترسره کول به یې په تدریجي ډول په رسمي پولې د ډیورنډ کرښې د بدلولو لپاره یوه ښه مقدمه سازي وي.

په دې باور کې پاکستان تېروتی هم نه دی؛ ځکه د نورو څنګزنو هڅو په ترکیب کې دا هڅه هم کولای شي په راتلونکي کې د دغه ستراتیژیک هدف د بریالیتوب لپاره مرستندوی تمام شي .

پاکستان د دې هدف د ترسره کولو لپاره له څو کلونو راهیسې لاس په کار شوی، په لومړیو کې یې د مطبوعاتي څرګندونو له لارې خپل نیت څرګند کړ څو د افغان لوري په ځواب پوه شي .کله یې چې ولیدل د افغانستان دریځ په دې اړه منفي دی، د افغان حکومت تر کنټرول لاندې یو شمېر هغو سیمو ته یې پاکستاني طالبان واستول، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه موقعیت لري .
د دې وسله والو تر استولو وروسته پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعا وکړه او د دوی پرضد یې د کرښې دې غاړې ته د بریدونو خبرداری ورکړ .وروسته عملاً همداسې وهم شول، ځکه د کونړ، نورستان او ننګرهار پر یو شمېر سیمو څو کاله پرله پسې پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه وکړل .د دغو بریدونو له ترسره کیدو سره سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې، چې دغه کار د ډیورنډ کرښې په امتداد دغه هېواد ته د یو شمېر اصولو د نقض زمینه برابره کړه.

په دې برخه کې سره له دې، چې افغان ځواکونو او په ځينو برخو کې ولسي خلکو توند غبرګونونه وښودل او د پاکستان د مخته راتګ ځینې هڅې یې بیرته په شما وتمبولې، خو پاکستان له خپل نیته په شا نه شو؛ بلکې د دې موخې د تطبیق لپاره یې خپل تاکتیکونه بدل کړل .

په نویو تکتیکونو کې اوس یوه همدا ده، چې افغان طالبانو ته یې له خپل دې نیت څخه د افغان حکومت د پام اړولو لپاره د نا امنۍ د نوې څپې د پيلولو امر کړی .

د طالبانو عملي ګامونه به څه وي؟
د طالبانو مشرتابه سره له دې، چې له پاکستان سره د آمر او مادون اړیکه تل ردوي، خو واقعیتونه څرګندوي چې دا اړیکه له بده مرغه د ردیدو وړ نه ده .

د طالبانو رامنځته کیدل، واک ته رسیدل او د واکمنۍ پرمهال یې د پاکستاني اجنډاوو پخواني مسایل که ټول یوې خوا ته کېښودل شي، یوازې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د طالبانو د لومړني رهبر ملامحمد عمر مجاهد مشکوکه مړینه او د امریکا د هوایي برید له کبله د دغې ډلې د دویم عمومي مشر ملا منصور وژل کیدل د پاکستان او طالبانو د اړیکو او هم په اړیکو کې د څرګندو ټکرونو دوه ستر مثالونه دي .

دا دوه بېلګې؛ په ځانګړي ډول د ملا عمر مشکوکه مړینه، چې وېل کیږي پر پاکستان یې د یوه برخه طالبانو بې باوري پیدا کړه، د دې ترڅنګ چې له دغه هېواد څخه د دې ډلې ژور اطاعت څرګندوي، پر دې هم دلالت کوي چې د ګڼو نورو لاملونو ترڅنګ له طالبانو سره د پاکستان ځینې ناځوانۍ له دغه هېواد څخه د یو شمېر طالب مشرانو د واټن اخیستو سبب شوي دي .

په دې برخه کې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د مشرتابه په کچه او په ټیټه کچه د نورو انشعابي ډلو رامنځته کیدل د پاملرنې وړ دي .

له پاکستان څخه د یو شمېر طالب مشرانو د څرګند شوي او پټې احتمالي فاصلې یو بل دلیل د دغه هېواد له لورې د اوس په شان دغې ډلې ته د مخکینیو سراسري وژنو امر کول و .طالبانو په تېرو څو کلونو کې ډېرې داسې جګړې او بریدونه وکړل، چې له دې ډلې سره یې په ولس کې د خواخوږۍ نسبي فیصدي هم سخته زیانمنه او د دوی د تنفر سبب شوه .

اوس هم داسې ښکاري، چې په یوه خوله به ټول طالبان د پاکستان تازه دستور ته په بشپړه توګه غاړه کېنږدي، البته یوه لویه برخه به یې بیا هم دا تېروتنه وکړي؛ ځکه د دې کار په بدل کې پاکستان بیا دې ډلې ته د پراخو مالي مرستو سینه ډبولې .

خو له دې سره د دې وړاندوینه کیږي، چې د تېر په دوام به نوي احتمالي بریدونه هم په دغه ډله کې د نورو پاشلتیاوو او داخلي ناندریو سبب شي.

په تېر کې همدا پاشلتیاوې او داخلي ناندرۍ د نورو لاملونو ترڅنګ سبب شوي، چې له طالبانو پرته پاکستان پر نورو جنګي ډلو پانګونه وکړي او ځینې اوامر، چې دا ډله یې یا د داخلي ستونزو، یا کمزوري شوي قوت یا نورو دلایلو له مخې نه عملي کوي پر نویو رامنځته شویو ډلو تطبیق کړي .

طالبانو ته به نوی امر څه پایلې ولري؟
په دې کې شک نشته، چې طالبان به یا پخپل نوم، یا د حقاني شبکې له ادرسه او یا پرته له دې، چې د پېښو مسولیت ومني د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تار لګولو له هڅې د پام اړونې لپاره لاس په کار شي .
خو دا کار به دې ډلې ته که له یوې خوا د پاکستان د شاباسۍ او لا نیږدې کیدو سبب شي، په کور دننه به ورسره د ډېرې کمې فیصدۍ خواخوږۍ کچه هم خورا زیانمنه کړي .

سربېره پردې په دغه ډله کې خپله هم حتمي ده، چې له دې افشاګرۍ څخه وروسته د اختلافاتو د زیاتولو سبب کیدای شي؛ ځکه د ډیورنډ موضوع په سراسري توګه افغانانو ته حیثیتي بڼه لري .

حتا خپله د وسله والو طالبانو په منځ کې که په لوړه کچه پاکستان سره د خورا وفادارۍ له کبله نه وي، په ټیټه کچه په ډېرو جنګیالیو کې یې دا موضوع جدي او د نه معاملې وړ ښکاري .

د طالب واکمنۍ پرمهال وېل کیږي، چې ټیټ پوړیو جنګیالیو یې څو ځله له پاکستاني سرتېرو سره د مشرتابه د خوښې خلاف یې د وطني جذبې له مخې وسله والې نښتې شوي دي .

اوس هم د دې احتمال شته، چې که طالب جنګیالیو ته د پاکستان د نوې لوبې معلومات ورسیږي؛ خامخا به پاکستان ته د لږو ډېرو وفاداریو باوجود په دې اړه بې تفاوته پاتې نه شي .یانې د جګړې له دوام سره به یې د ملي ضدو پایلو د لا وضاحت له کبله لېوالتیا بیخي کمه شي .
په هرحال؛ وبه لیدل شي، چې څه راتلونکي دي، خو حکومت ته ښايي، چې خپل استخباراتي تمرکز د ټولو هغو ممکنو بریدونو مخنیوي ته واړوي، چې فکر کیږي طالبان یا نورې ډلې یې د پاکستان یا بل هر چا په اشاره نیت لري .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران