خوندیتوب روغه سټه

د شکر ناروغۍ لاملونه او درملنه؛ څنګه پوهیدای شو چې شکر یوو؟

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډیابېټ یا شکر، چې موږ ورته په عامیانه ډول د شکرې ناروغي هم وایو، یوه خطرناکه ناروغي ده چې نن سبا پرې ګڼ شمېر خلک اخته دي او هر کال د ميلیونونه کسانو ژوند اخلي.
دغه ناروغي په وینه کې د قندو د کچې د لوړوالي له کبله پیدا کېږي او د ځیګر د تحولاتو او تخریب لامل کېږي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم دا ناروغي په خورا لوړه کچه زیاته شوې ده. که څه هم چې د هېواد په روغتونونو کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کافي او متخصص ډاکټران شتون لري، خو بیا هم ډېری خلک په خپل هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره زړه نه ښه کوي او بهرنیو هېوادونو ته ځي.

دغه ناروغي بېلا بېلې بڼې لري، چې ځینې یې په ورځني ډول د درمل کارولو پر مټ کنټرولېږي. خو هغه کسان چې د دې ناروغۍ پرمختللې بڼه لري، هغوی بیا د ستنو له لارې انسولین اخلي او خپل ورځنی ژوند مخ ته بیایي.

کله چې موږ غذایي مواد خورو دا غذایي مواد د هاضمې سیستم په وسیله هضمېږي او د تېزابو(انزایم) په وسیله په بدن کی په خوږو موادو (ګلوکوز) باندې بدلېږي. دا خواږه مواد د وینې د جریان په وسیله د بدن ټولو برخو ته د اړتیا په اندازه رسېږي.

د شکرې په ناروغۍ کي اصلي او اساسي ستونزه ټوله د انسولین په هورمون کې ده. که انسان په یوه ځل هر څومره زیات خواږه مواد وخوري ستونزه نه ورته پېښوي، ځکه که یې د پانقراس غده سالمه وي او د اړتیا وړ انسولین تولید کړي، په وینه کې اضافي خواږه مواد له منځه وړي. کله چې د انسان په بدن کې د پانقراس غده خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی، هغه ده چې په وینه کې د شکرې اندازه زیاتېږي او انسان د شکرې په ناروغۍ اخته کېږي.

څنګه پوه شو چې په شکر اخته یوو؟
ناروغ ژر ژر تږی کېږي او ژبه یې وچه وي، د خالي ادرار لپاره ژر ژر تشناب ته ځي، د سترګو دید یې کمزوری کېږي او شیان یو ډول خړ ورته ښکاري، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او بدن یې د ناروغیو پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي.

ولې په شکر اخته کېږو؟
د پانقراس کمزوري او په سمه توګه د دندې نه تر سره کول دي. دغه راز په ارثي ډول هم دغه ناروغي پیدا کېدای شي، چې د کورنۍ هر غړی بیا خپله ونډه پکې لري. د بېلګې په توګه که پلار د شکرې ناروغي ولري ۶ سلنه امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي. که یې ورور پرې اخته وي \د بل ورور د اخته کېدو چانس یې ۵ سلنه دی، خو که مور او پلار دواړه شکر ناروغي ولري بیا ۳۰ سلنه د دې امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي.

درملنه یې څه ډول کولی شو؟
لومړی باید د انسولین د هورمون درملنه وشي تر څو خپل فعالیت پیل کړي، له هغو خوړو ځان ساتنه چې ډاکټر یې د نه خوړو سپارښتنه کوي او په ورځني ډول د ورزش کول. د شکرې ناروغي په خپله بیا دوه ډولونه لري، چې د دویم ډول نښې نښانې او درملنه بیا د لومړي ډول په پرتله توپير کوي.

که د شکرې ناروغي پرمختللې شي کېدای شي ګڼې ستونزې را منځته کړي، چې ځینې یې په دې ډول دي. لومړی، د سترګو شاوخوا رګونه تخریبوي او په راتلونکې کې د دې لامل کېدای شي چې سترګې خپله دنده پرېږدي او ړندې شي.

د پښتورګو رګونه او کانالونه تخریبوي او د وخت په تېرېدو سره کېدای شي بډوډي خپله دنده سمه تر سره نه کړای شي. د زړه د ناروغیو امکان ډېروي او ډېری وخت د پښو او لاسونو د زخمي کېدو او شړېدو لامل ګرځي.

کېدای شي ډېر کسان په دې اند وي، چې که څوک د شکرې په ناروغۍ اخته وي نو په هېڅ ډول خواږه مودا نه شي خوړلی، خو ځینې داسې خواږه شیان شته چې په خوړلو یې په شکرې ناروغۍ اخته کسانو ته کومه ستونزه نه پېښېږي.

باید وویل شي چې د دې ناروغۍ لپاره وچ توت ګټور دي. هغه خواږه چې په توتانو کې دي، د سوربیتول په نامه یادېږي، د ینې لپاره ګتور دي او د هغو کسانو لپاره یې ګټه ډېره ده چې د شکرې ناروغي لري. کوم کسان چې په وینه کې یې شکره لوړه ده او یا یې هم د شکرې ناروغي وروستي حد ته رسېدلې ده، ښه ده چې د توتانو خوړلو په اړه له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي؛ ځکه توت کولی شي یوازې لږ پرمختللې شکر ناروغي کنټرول کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران