کلتور

د شيطان په وزرو کې

 

ډاکټر فرقان احمد توقیر

دا به زما بدبختي، ګناه يا مختوري وي، وي نه، بالکل ده.

ما تر اوسه نېک سړی، ولي الله په خوب نه دی ليدلی، کله چې څوک راته ووايي پيغمبر دې په خوب ليدلی، پير صاحب، حضرت صاحب کله په خوب کې درغلي، مکه مدينه دې په خوب کې ليدلي، زما سر له شرم او خجالته ټيټ شي چې خپله ملا د ګناه تر درانه بار لاندې بېخي بوټه ماته را مالومېږي.

زما چې سترګې سره ورشي له فرعون، شداد، نمرود، يزيد او شيطان سره مخامخ شم، دا هر يو په څو بڼو او څېرو په خوب کې ګورم.

زه همېشه سټالين، هيټلر په خوب وينم چې د جمعې پر شپه پر اوداسه هم ويده شم فرعون او يزيد په خوب کې راغلي وي.

دلته د استخارې مرکزونه دي چې زما په څېر ګناه‌کارو له‌پاره په بيه يا فيس خوبونه ګوري، استخارې ورته کوي. په رسنيو کې يې غوړ اعلانونه راځي او بازار يې ښه تود دی.

ما له خپل اکاونټه د يوه ښه خوب او استخارې له‌پاره د دغه مرکز دوه برابره فيس پرې کړ، د شنبې په سهار يې له ګواښه ډک ټليفون له خوبه را کېنولم؛

تا خو زموږ کار و بار تبا کړ، زموږ بېړۍ دې ډوبه کړه، موږ له خپل وکيل سره خبرې وکړې، په تا مو د تاوان دعوه ده…

ستا پر اوږه ناست شيطان او ستا ملاتړي فرعون زموږ د استخارې پر مرکز د شپې ډرون بريد وکړ، زموږ هر څه يې تبا کړل، د بمونو مور يې را باندې را وغورځوله.

د جمعې په شپه له تلاوت او په اوداسه پر ښي اړخ له ملاستې مې بيا هم کرۍ شپه په خوب کې فرعون، شداد، نمرود، شيطان… سر ته ولاړ وي.

زه دوی کله هم له لمانځه نه يم منع کړی، ان چې حج ته په تلو کې يې راسره مرسته هم کړې ده.

خو زه د دوی له لاسه ډېر په تنګ او په عذاب يم، په ژوندوني يې د دوزخ په اور اړولی يم.

دوی ما وېروي، په بېلابېلو بڼو راته درېږي، له خولو يې دوه ګزه داړې او د اور لمبه راوتلې وي. سترګې يې لګيا وي د اور سکروټې غورځوي. زه داسې ګڼم چې اوس به مې لواړ تېر کړي. راته وايي شين دود به در څخه پورته کړو، پوست به دې وباسو، پر سر به دې د غنم دانه کېږدو، د ملتان لمر ته به دې ودروو.

له لاسه مې ونيسي د چو کړي توپ خولې ته مې ودروي، زما د مرګ له ډاره د کلمې پر ځای له خولې چيغه را پورته شي.

شا و خوا مې B52 له وزرو، لکۍ بمونه اوروي، ځمکه سره لمبه وګرځي. زه چيغه کړم د تسليمي لاسونه پورته کړم، خو دوی مې له سره لاس نه دی اخيستی.

ما د حفظ ما تقدم له‌پاره د خپل رب پر ځای دوی ته زارۍ او ننواتې کړې، د دوی له وينا او امر پرته مې له روژې لمانځه مخ اړولی، پر سر مې د شرابو له جام سره د ډانس قيامت را ټيټ کړی، خو د دوی خوښه مې نه ده تر لاسه کړې.

چا راته ويل دا ستا وهم دی، تر ټولو مشهور سايکالوژيسټ ته ورغلم، هغه له ما پوښتنې پيل کړې، تر «سې، ای، اې» او «ايف، بې، ای» سختې پوښتنې، خو وهم و نه خوت، درملنه پاتې شوه.

تېره شپه له شيطان سره فرعون، نمرود، شداد، يزيد، ابوجهل، سټالين او بوش په ګډه را ګير کړم، زما تلاشي يې واخيسته، هيڅ يې هم و نه موندل، نه توپانچه، نه چاکو.

ما ويل ښه شوه نه يې راسره جارحه وسله وموندله نه ناريه، اوس به مې د ازادي مکتوب لاسليک کړي، نور به ما خپلې مخې ته پرېږدي.

خو ناڅاپه فرعون زما له جېبه قلم را ويوست، امر يې وکړ چې په خپل لاس يې مات کړم، دوی زما زارۍ نه‌شوای اورېدلای… ما عرض وکړ، دا قلم څو واره مات شوی، تاسې يې هم مات کړئ، خو زما ګوتې د قلم پر مرۍ نه‌شي خښېدلای چې ما د تسپو پر ځای قلم ډېره موده په ګوتو کې اړولی دی.

ما زړه لوی کړ، خو دوی له خولو اور راويوست، بيا به يې له ځانونو سويان جوړ کړل، بيا به لېوان شول، ښاماران به وګرځېدل له خولو به يې شڼار خوت…

ويل بيا ټوپک واخله، ما په خپل ډار اعتراف وکړ چې د دريو لسيزو جګړو په فصل کې مې کله هم ټوپک، توپانچه نه دي چلولي، له ډېر بې‌زړه‌توبه مې له ټوپک سره تصوير هم نه دی اخيستی.

شيطان خبرداری راکړ چې خر به در نه جوړ کړم، سپی به شې غاپې به، خو فرعون ورته وويل؛ دی وار له مخه دی، دا خواري بې‌ځايه ده، په دې اړه يې وړتيا کره ده. اوف دا څه وشول.

زما د دغه راز پرده هم څيرې شوه، خو شيطان پر ما خپل وزر خپاره کړل، ما شا ته وکتل، لکۍ مې د ګزو په خانه کې او بار ته مې له پخوا ملا ټيټه ښکارېده. له خولې مې ځګونه بادېدل.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */