ټولنیز ژوند کلتور او هنر

د شراب نوشۍ فرهنګ

لیکنه: نعمان دوست

د ولسي جرګې یوې غړې یوه ورځ عجیبه خبره وکړه؛ خبره عجیبه نه وه؛ ما ته عجیبه ښکاره شوه. د نشه يي توکیو په اړه بحث و. هغې په ډک مجلس کې په ډکه خوله وویل: (( در اینجا فرهنګ شرابخوری را شرمانده)) دې کوچنۍ جملې لویه اندیښنه را واچوله. ما ویل شراب څه پلیت مشروب دی چې دا به لا فرهنګ هم لري.

د شرابو د فرهنګ خبره یو وخت را یاده شوه. یو ځای کې واده و. کوم غریب په وچو کولمو په مفته شرابو برابر شوی و. ټول بوتل یې پر سر اړولی و او بیا یې ځان داسې لړلی و چې څوک په اسانه نه ور نږدې کیدل.

د دې صحنې له لیدلو وروسته، له شرابو سره د فرهنګ کلمې پیوستون راته نور هم مسخره ښکاریده او د وکیلې په ساده توب مې خندلې. خو وروسته مې خپله رایه بدله کړه او هغه هم د یوې بلې صحنې په لیدلو:
سکڼی ماښام و. د روم ښار څراغونو لپه لپه رڼا شیندله. پر یوه فرعي واټ را تاوو شوو. خلک پر کتار څوکیو ناست وو. مخې ته یې دوه ځوانان له ګیتارونو سره ولاړ وو. هغوی ورو ورو د ګیتار تارونه چیړل او له تارونو خوږې نغمې پورته کیدې. ناستو کسانو په وقفه وقفه کې اوږده ښیښه یي ګیلاسونه تر شونډو رسول او په کراره یې ترې ګوټونه کول. نه څوک بېهوښه و او نه د لرګیو څوکۍ لړل شوې وې. یوه شیبه ور ته ودریدم او بیا د هماغې تجربه کارې(!) وکیلې خبره را یاده شوه.

رښتیا ده؛ دلته د هرشي فرهنګ او اوصول تر پښو لاندې شوی او تر پښو لاندې کیږي. مثالونه یې ډیر دي. خو موږ د جګړو قربانیان یوو. له جګړو سره مو سر او کار دی؛ نو مجبور همدا مثالونه ورکړو:
د اسلام مبارک دین د هر زنده جان او په تیره د انسان ژوند ته پوره ارزښت ورکړی. دا ارزښتونه په جګړه کې هم سرې کرښې دي. د هغو ژوند ته یې هم ارزښت ورکړی چې مسلمانان نه دي، خو په جګړه کې ښکیل هم نه دي. د اسلامي ارشاداتو له مخې د جګړې پر مهال د غیر مسلمو ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او هغو ټولو کسانو خوندیتوب لازمي دی چې په جګړه کې لاس نلري. آن د هغوی د دیني مناسکو اماکن باید خوندي وي او…

خو دلته داسې نه ده. دلته په جومات کې انفجار کیږي. په جومات کې انتحار کیږي. پر جومات بمبار کیږي او په جومات کې ماشیندارې ضربه کیږي. د جنازې پر مراسمو ډزې کیږي. په منځ ښارونو کې داسې بریدونه کیږي چې له اصلي هدفه د نورو عامو خلکو ډیر سرونه رغړي.

دلته هغوی، چې ځانونه د بشري حقونو علمبرداران ګڼي، هم خپلې داعیې ته ژمن نه دي. د ژنیو کنوانسیونونه ( اګست ۱۹۴۹) ټینګار کوي چې حتی په جګړه کې له دښمن سره د چلند لپاره هم باید اصول رعایت شي. له اسیرانو سره ناوړه وضعیت ونشي. د جګړې له قربانیانو سره باید پرته له تبعیضه مرسته وشي او…

خو دلته آن د ودونو مراسم بمبار شول. روغتونونه بمبار شول، مدرسې بمبار شوې او…

د دې ټولو ناخوالو پر ضد پرته له سلیقې پاللو یو قوي غږ پورته کول په کار دي؛ داسې غږ چې د ناقضینو پښې ولړزوي. داسې غږ چې ان د هرې ناروا مرتکب د خپل شریر عمل (فرهنګ) رعایت کړي.

محمد نعمان دوست، د وري ۱۴مه، ۱۳۹۷

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.