کلتور او هنر له نړۍ

د شاه فیصل مسجد هم د نړۍ د لویو او مشهورو مسجدونو له ډلې دی

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د شاه فیصل مسجد، چې د پاکستان په اسلام اباد کې موقعیت لري، د نړۍ د لویو او مشهورو مسجدونو په ډله کې راځي. دغه مسجد په (۵۰۰۰) متره مربع ځمکه کې ودان شوی، چې پر یو وخت د (۳۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

په ۱۹۶۶ کال کې کله، چې د سعودي عربستان پاچا شاه فیصل بن عبدالعزیز اسلام اباد ته سفر وکړ، د دې مسجد د جوړولو انګېزه ور سره پیدا شوه.

د مسجد د جوړولو لپاره د ۱۷ اسلامي هېوادونو د معمارانو تر منځ سيالي پیل شوه، تر څو د یوه نوي او پرمختللي مسجد د جوړولو طرحې چمتو کړي. د ۴۳ طرحو له منځه د ترکي معمار (ودات دالوکای) طرحه ومنل شوه او د مسجد د جوړولو کار رسمآ پیل شو.

دا چې د مسجد ټول لګښت د شاه فیصل بن عبدالعزیز لخوا ورکړل شوی، نو په همدې نامه نومول شوی هم دی. د شاه فیصل مسجد یوه لویه ګنبده او څلور لوړې منارې لري.

د مسجد پر دېوالونو د مشهورو پاکستاني خطاطانو لخوا په کوفي لیک لیکنې شوې دي.

دغه مسجد پر نارینه و سر بېره د ۱۵۰۰ ښځینه لمونکوونکو لپاره هم ځانګړی ځای لري.

د شاه فیصل مسجد پر نورو ملحقاتو سربېره، کتابتون، رسټورانټ او یو پوهنتون هم لري، چې ۷۰۰ محصلین په کې پر زده کړو بوخت دي. دغو ټولو ملحقاتو د مسجد شاوخوا سیمه پر یوه واړه ښارګوټي بدله کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران