کلتور او هنر

د شاه رخ خان نوی فلم ” جب هیري میټ سیجل “ ته کتنه

 

”جب هري میټ سیجل“ یا ( کله چې هاري له سیجل سره مخ شو) د شاه رخ خان او انوشکا شرما تازه خپور شوی د مینې داستان لرونکی فلم دی.

هسې هم شاه رخ خان ته د هندي سینما د رومانس پاچا ویل کیږي او تر دې وړاندې يې هم د ځينو فلمونو داستانونه مینه جوړوي.

دغه فلم د روان زیږدیز کال د اګسټ میاشتې په څلورمه نندارې ته وړاندې شو، خو لکه څنګه چې ورته تمه وه هاغسې بازار يې ونه کړ او د نندارې په لومړۍ ورځ يې ایله ۱۵ میلونه هندي روپۍ وګټلې.

فلمي څارونکو او لیدونکو د فلم د کم بازار لامل د فلم کیسه یاده کړې ده چې هغوی ته یو څه تکراري وه او مخکې هم ورته کیسې فلم شوي دي. خو بیا هم د ګینګ خان اداکارۍ ټول ګوته په غاښ کړي دي.

د فلمونو هندي شنونکي ترن ادش فلم زړه راښکونکی نه دی یاد کړی، خو په فلم کې د منظر کشۍ او اداکارۍ ستاینه يې کړې ده.

ګریش جوهر هم هندي فلمي څارونکی او شنونکی دی. نوموړي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، هیله من و، چې جب هري میټ فلم به د نندارې په لومړۍ ورځ تر ۶۰ میلونه ډېر بازار وکړي، خو هاغسې بیخي ونه شول.

د فلم کیسه:

د جب هري میټ سیجل فلم داستان باندې نیوکې شته، خو د فلم اداکاري دومره ښه شوي، چې د داستان یا کیسې مسله یې تر یوه بریده له لیدونکو پټه کړې ده.

په دې فلم کې شاه رخان چې نوم يې ( هري) وي، په اروپا کې د ټور ګاییډ یانې هغه څوک چې د اروپا لیدلو له پاره په چکر ځي هغوی سره د لارښونکوي او ګرځیدونکي دنده لري.

انوشکا شرما چې په فلم کې يې نوم (سیجل) وي، اروپا ته په چکر تللې وي. د فلم کیسه پر همدوی دواړو هري (شاه رخ خان) او سیجل (انوشکا) باندې راڅرخي.

سیجل هغه هندي ګجراتۍ جلۍ وي چې کوژده یې شوي وي او د اروپا په چکر کې له هري سره مخامخ کیږي.

په فلم کې يې د کوژدې مراسم نه ښکاره کیږي، خو داسې ښودل کیږي چې هغه کله اروپا ته په لومړي سفر راغلې، نو د کوژدې ګوتمه ترینه په کوم ښار کې ورکه شوې ده.

دغه ګجراتې جلۍ یانې سیجل له هري چې د ټور ګايډ دنده لري، مرسته غواړي چې د ورکې شوې ګوتمې په پیدا کیدو کې ورسره مرسته وکړي، خو هري نه غواړي چې له سیجل سره د ګوتمې لټه وکړي او د همدې امله ورته بهانې لټوي.

دا چې شاه رخ خان ولې له سیجل نه ځان خلاصوي او نه غواړي چې د ګوتمې په لټون کې ورسره مرسته وکړي، ددې خبرې لامل نه معلومیږي چې دا هم د فلم کمزوري یاده شوې ده.

بلاخره شاه رخ خان اړ کیږي او د سیجل سره د هغې د ورکې شوې ګوتمې لټه له هالینډ هیواد پیلوي، چې ان تر پراګ او هنګري ښارونو پورې پسې ځي.

له ډېرو ګرځيدو وروسته، ورکه شوې، ګوتمه د سیجل په خپل لاسي بکس کې پیدا کیږي، د ګوتمې په لیدو سیجل بیخي حیرانیږي او سخته خوابدې کیږي او چپ کیږي.

د ګوتمې له پیدا کیدو وروسته سیجل هندوستان ته روانیږي، خو اوس نو هغه وخت دی چې د هري او سیجل په زړونو کې یو بل ته د مینې ډنډونه ډک شوي دي، خو یوبل ته يې لا په خوله اظهار نه وي کړی.

ګوتمه پیدا کیږي، د سیجل اروپا کې د پاتې کیدو بهانه هم ورکیږي او هندوستان ته روانیږي، د تللو پر وخت له هري غوښتنه کوي چې هغه څه غواړي خو هري هیڅ نه وايي او سیجل ځي.

د سیجل له تللو وروسته هیرې بېرته خپل کار (دندې) ته راګرځي، خو زړه یې د پخوا په شان کار ته نه کیږي.

ملګري يې ځينې غواړي چې سیجل نوره هېره کړي، خو دا کار هغه ته یو څه ستونزمن وي او پرېکړه کوي چې هندوستان ته لاړ شي.

د ګوتمې د لټون پر وخت سیجل هغه ته د خپل واده نېټه او پته ورکړې وه، هري هم نېغ هلمته ځي.

خو کله چې هلته رسیږي ګوري چې د واده په ځای کې د سیجل پر ځای بله جلۍ ناوې وي. هري حیرانیږي او په دې هم پوهیږي چې سیجل خپل واده لغوه کړی دی.

کله چې هري د واده له ځایه وځي، سیجل ورسره مخ کیږي، داوړه یو بل ته ګوري او بیا ورته سیجل وايي، د ټورګايډ سره له مینې وروسته یې ونه شول کولی چې واده وکړي.

باید وویل شي چې له “جب هري میټ سیجل” فلم وړاندې هم انوشکا شرما او شاه رخ خان په دوه ورته فلمونو “ جب تک هی جان” او “رب نې بنایاهی جوړي” کې لوبیدلي وو، چې کیسې يې هم په مینه جوړې شوې وې.

هغې دواړو فلمونو د خپل وخت سره ښه بازار کړی و او لا يې هم ګڼ مینه وال او لیدونکي شته دی، خو د دواړو تازه نندارې ته وړاندې شوي “هري میټ سیجل” بیا د تمې خلاف بازار وکړ او د ځينو لیدونکو او فلمي څارونکو تر نیوکو هم راغلی دی.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */