کلتور او هنر

د شاه رخ خان زوی او د سري دیوي دوېمه لور فلمې نړۍ ته راځي

د هندۍ سینما مشهور فلم جوړونکي او فلم لارښوود کرن جوهر فلمي نړۍ ته د شاه رخ خان د زوی او سري ديوي د د دويمې لور د راتګ چمتووالی نیسي.

شاه رخ خان دباليووډ هغه نوم دی چې نه یوازې هندوستان بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې فلمونو مینوال لري. سري دیوې هم مشهوره فلمي ستوری و، هغه څه موده وړاندې په دوبۍ کې د یوه پروګرام پر مهال په تشناب کې په مړ حالت وموندل شوه.

د سري دیوي د مرګ وروسته یې مشرې لور جهانوي کپور په فلمونو کې کار کاوه، خو اوس کرن جوهر نیت لري چې د شاه رخ خان زوی اریان خان او د سري دیوي دوېمه لور خوشي کپور یوځای د فلم نړۍ ته راولي.

سرچینې وایي؛ کرن جوهر فلمي نړۍ ته د خوشي کپور د راوستلو مسؤلیت د بوني کپور څخه په خپله غاړه اخیستی، همدا لامل دی چې تر اوسه فلمي نړۍ ته د دواړو داخلېدل پټ ساتل شوي او ویل کیږي کرن جوهر د دوی لپاره د یوه ښه فلمي سکرپټ په لټه کې دی.

تر دې وړاندې کرن جوهر د لومړي ځل لپاره په فلم (سټوډنټ اف دې ايېر) کې عالیه بهټ، ورون دهون او سدهارتهـ ملهوترا ته موقع ورکړه، تر هغي وروسته یې بیا د لومړي ځل لپاره د سري ديوي مشرې لور جهانوي کپور او د شاهد کپور ورور ایشان کتهر ته په (دهړک) فلم کې وخت ورکړی و.

د یادولو ده چې ډېر کله د هندۍ سینما ځینې لوبغاړي شکایت کوي چې په فلمي نړۍ کې خپلولي پالل کیږي او هماغه خلکو ته په فلمونو کې وخت ورکول کیږي چې د کورنۍ غړي په دغه ډګر کې مخکښه وي، خو د بالیووډ هغه لوبغاړي چې بیا د کورنۍ جوړه او یا ډېر لوبیږي دغه تورونه نه مني او وایي په دې ډګر کې کار کول استعداد دی او هر هغه څوک چې استعداد لري وخت ورکول کیږي او مخته به ځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی