کلتور او هنر

د شاهد کپور په راتلونکي نوي فلم (بتي ګل میټر چالو) نیوکې شوي

د هندۍ سینما د وتلو ستورو شاهد کپور او شردها کپور نوی فلم (بتي ګل میټر چالو) ټریلرز تېره ورځ خپور شو.

شاهد کپور او شردها کپور دواړه د هندي سینما د مشهورو ستورو څخه دي او په ډېرو کامیابو فلمونو کې کار کړی.
خو دوی دواړه تازه په یوه نوي فلم (بتي ګل میټر چالو) کې سره یوځای شوي او د دغه فلم ټریلر هم تازه تازه خپور شوی.

د دغه فلم د ټریلرز په خپرېدو سره پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې د شاهد کپور دغه (بتي ګل میټر چالو) فلم د پاکستاني سینما له یوه فلم (ایکټر ان لاء[Actor in law]) څخه په اغیز جوړ شوي.

بتي ګل میټر چالو د شاهد کپور او شردها کپور شریک فلم دی چې اوس مهال یې د شوټينګ (د صحنو ډکولو) چارې روانې دي.

د (بتي ګل میټر چالو) فلم ټریلر تېره ورځ خپور شو او د ډېرو لیدونکو پام یې ځانته راواړوه، خو اوس پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې دغه فلم د پاکستان فلم تر تاثر لاندې لیکل شوی او یا یې ځینې صحنې په کې راخیستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، بتي ګل میټر چالو فلم د پاکستان د ایکټر ان لاء د فلم تر اغیز لاندې دی او او زیات ډیالوګونه او صحني یې د همدغه فلم څخه یا کټ مټ او یا په لږ څه توپیر سره اخیستل شوي او کاپي شوي دي.

پاکستانی فلم [ایکټر ان لاء(Actor In Law)] په کال ۲۰۱۶ میلادي کې د سینما په پرده روښانه شوي ول.

د دغه فلم اصلي او مرکزي رول فهد مصطفی، مهوش حیات او هندوستاني اوم پوری لوبولی و، د فلم لارښود نبیل قریشي او مصنفه فضاء وه.
خو اوسنی هندوستاني فلم (بتي ګل میټر چالو) د شری نرائن سنګهـ په لارښونه جوړیږي او د دغه فلم کیسه لیکوونکی سدهارتا سنګهـ دی.

د یادونې ده چې (ایکټر ان لاء) فلم کلونه وړاندې جوړ شوي هندوستاني فلم ( هيرو نمبر ون ) کټ مټ کاپي جوړ شوی.

ایکټر ان لاء فلم د پروډکشن فلم و چې دغه پروډکشن ټیم د دغه فلم وړاندې د (نامعلوم افراد ) په نوم یو فلم هم جوړ کړی و چې په بازار کې یې زیات لیدونکي لرل او د کامیابو فلمونو له جملې څخه و.

د همدغه ټیم یو بل فلم (لوډ ویډنګ) هم تر کار لاندې دی او اټکل دی چې راتلوونکي لوی اختر کې به د سینما پردې ښکلي کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی