روغه سټه سفر

خلک ولې په موټر کې ملاستنی( کمربند) تړي؟

په جرمني کې داسې پوسټر لګول شوي، چې لاندې ترې لیکل شوي : « که غواړﺉ پر عکس مو د ضرب نښه رانه شي، د موټرچلونې پر وخت خپل کمربند یا ملاستنی ( کمربند) وتړﺉ». د پوسټر پیغام روښانه دی، چې که تاسې خپل ملاستنی ( کمربند) ونه تړﺉ، له مرګ سره مخ کیږى.

په بن او برلین کې مې شاوخوا یوه اوونۍ تېره کړه، خو هر موټرچلوونکي دې ته اړ اېستلم، چې ملاستنی ( کمربند) وتړم. په سر کې یې په تړلو هم نه پوهېدم، خو وروسته په کې له موټرچلوونکو هم ډېر بلد شوم. په دغه هېواد کې د موټر په مخکینۍ څوکۍ کې پر کښېناستونکو سوارلیو له ۱۹۷۶ کال راهیسې ملاستني ( کمربند) تړل جبري دي. د ملاستني اصلي هدف د ټکر او سختو حرکاتو پر وړاندې د سورلیو خوندي کول دي. اوس په ټولو اروپايي هېوادونو کې د ملاستني تړل جبري دي او که څوک دا کار ونه کړي، جریمه کیږي.

ملاستنی ( کمربند) په متحده ایالاتو کې په منځني ډول هر کال د ۱۳۳ زره کسانو ژوند ژغوري، خو ۷۰۰۰ نور له دې امله مري، چې ملاستني ( کمربند) ته ارزښت نه ورکوي. په یو شمېر هېوادونو کې له هرو ۱۰۰ زرو موټرو څخه، د ۳۴۰ هغو موټرچلوونکي او سورلۍ د ملاستني ( کمربند) د نه تړلو له امله ژوند له لاسه ورکوي. دا شمېره په سویډن کې ۴۴ تنو ته رسیږي، چې له نورو هغو په کې د ترافیکي مرګ ژوبلې کچه اته سلنه ټیټوالی ښيي. په ملاستني( کمربند) سره د پېښو پر مهال ستاسې د ژوندي پاتې کېدو چانس پنځه ځله ډېریږي.

دا مشهوره قاعده ده، چې ساکن جسم د سکون حالت او متحرک جسم د متحرک هغه پر لور د حرکت تمایل لري. دې ته په انګلیسي کې اینرسیا(Inertia) وايي.

اینرسیا د سرعت او حرکت د جهت د تغییر پر وړاندې د جسم مقاومت دی، ځکه هر جسم په طبیعي توګه د خپل شته وضعیت د خوندیتابه په لټه کې وي.

که یو موټر په ساعت کې په ۵۰۰ کیلومټره سرعت رهي وي، اینرسيا ددغه وضعیت او په ۵۰ mph سرعت د موټر حرکت د خوندیتوب پر لور تمایل لري. د هوا مقاومت او د سړک اصطحکاک تل سرعت را ټیټوي او د موټر د سرعت پر وړاندې مقاومت کوي، خو د موتور قوت د انرژۍ دغه فقدان له منځه وړي.

موټرچلوونکی او سورلۍ خپله ځانګړې اینرسیا لري او د موټر له هغې سره توپیر کوي. سورلۍ د موټر له سرعت سره مل حرکت کوي.

فکر وکړﺉ، چې په ۵۰ mph ثابت سرعت سره موټر ځغلوﺉ. ستاسې او موټر سرعت سره ورته دی، خو که موټر د برېښنا له مټې سره ټکر کوي، د فرد او موټر اینرسیا سره بېلیږي. د برېښنا د مټې قوت ددې لامل ګرځي، چې موټر ځای پرځای ودریږي، خو د فرد او سورلۍ سرعت په خپله کچه پاتې کیږي. که تاسې په دې صورت کې خپل ملاستنی ( کمربند) تړلی نه وي، یا به مو سر او تنه پر ښیښو لګیږي او یا به بیخي له موټره بهر غورځى.

ډاکټران وايي، چې په موټر کې د ملاستني تړل سړی د سر، مغزي او نخاعي ضربو نه ساتي او ۷۰ سلنه یې د ژوبلېدو مخه نیسي.

کله، چې په ساعت کې په اتیا کیلومټره سرعت موټر ځغلي او له خنډ سره مخ کیږي، په دویمه/سلمه ثانیه کې یې ایربګ ماتیږي او د ځان په څېر ۳۰ برابره وزن زغمي. په څلورمه\سلمه ثانیه کې موټرچلوونکی او سورلۍ هر یو د دوه ټنو په اندازه فشار باندې شاته غورځي. په اوومه\سلمه ثانیه کې سورلۍ پر داش بورډ لګي او په نهمه ثانیه کې د موټر پر ښیښو ور غورځي. په یوه\لسمه ثانیه کې د شاتنیو څوکیو کسان هم پر مخکینیو هغو ور غورځي، خو که ملاستنی ( کمربند) مو تړلی وي، د دومره یوې او بلې خوا غورځېدو او پر موټر د څو ټنه فشار د واردېدو مخه به نیول شوې وي.

چې داسې ده، نو همدا اوس هوډ وکړﺉ، چې له دې وروسته به د موټر چلونې پرمهال ملاستنی( کمربند) تړﺉ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */