سفر کلتور او هنر

د سیل او چکر لپاره د مادرید په زړه پورې او تاریخي ځایونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

مادرید له ژوند او فرهنګ څخه ډک د هسپانیا هغه ښار دی، چې د نړۍ تر ټولو ښکلي ځایونه لري. داسې هم ویل کېږي، چې مادرید هغه ښار دی چې د اروپایي هېوادونو له بل هر ښار سره په سیالۍ کې مخکښ دی. کله چې ددې ښار له تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړئ، نو د هسپانیا له امپراطورۍ څخه چې په شپاړلسمه او اولسمه پېړۍ کې وه، ښه سم خبرېدلی شئ.
دې تاریخي ځایونو ته مو په دې لیکنه کې کتنه کړې ده:

۱- د پرادو موزیم

د پرادو موزیم

له شک پرته چې د پرادو موزیم، د نړۍ تر ټولو جذاب موزیم او د مادرید ښار تر ټولو ښکلی ځای دی. په دې موزیم کې د رنسانس دورې د استادانو شهکارونه او نور تاریخي توکي ساتل کېږي. په کلني ډول له دې موزیم څخه زرګونه نړیوال لیدنه کوي، چې ددغه هېواد لپاره د عوایدو یوه ښه سرچینه بلل کېږي.

۲- د رتیرو پارک

د رتیرو پارک

د ریترو پارک د مادرید تر ټولو شنه سیمه ده چې ګڼ باغونه په کې دي او د پرادو موزیم په څو قدمۍ کې موقعیت لري. که له خپلو ماشومانو سره یو ځای دې پارک ته ځئ، نو د پارو وهونکې کښتۍ چکر دولسمه هغه ټاکنه ده چې باید خوند ترې واخلئ. د نولسمې پېړۍ تر پایه پورې دغه پارک د هسپانیا په سلطنتي کورنۍ پورې تړاو درلود، چې له هغه وروسته اوس د ټولو عامو وګړو پر مخ هم پرانیستل شوی دی.

۳- سلطنتي ماڼۍ

سلطنتي ماڼۍ

سلطنتۍ ماڼۍ د مادرید بل هغه په زړه پورې ځای دی چې ارو مرو په لیدلو ارزي. دغه ماڼۍ په ۱۷۰۰ مېلادي کال کې د پنځم فیلیپ لپاره جوړه شوې وه. ویل کېږي دا په لوېدیځه اروپا کې تر ټولو لویه سلطنتي ماڼۍ ده. ددې ماڼۍ پر دېوالونو باندې په ابي رنګ باندې ډېرې په زړه پورې نقاشۍ هم شوې دي.

۴- د لرغون پېژندنې ملي موزیم

د لرغون پېژندنې ملي موزیم

د لرغون پېژندې ملي موزیم هم د مادرید یو په زړه پورې ځای دی. په موزیم کې د هسپانیا تر ټولو پخواني او ارزښت وړ تاریخي اثار راټول شوي دي. یوه څه چې په دې موزیم کې به مو یې لیدل حیران کړي، هغه تاریخي اثار دي، چې قدامت یې ان د لرغوني روم دورې ته ور ګرځي.

۵- د پلازا مایور میدان (Plaza Mayor)

د پلازا مایور میدان (Plaza Mayor)

د مادرید بل هغه په زړه پورې ځای چې باید ویې ګورئ، هغه د پلازا مایور میدان دی. دغه میدان د رنسانس دورې پورې اړوندېږي د ۱۶۰۰ مېلادي په لسیزو کې جوړ شوی دی. دغه میدان لږ تر لږه ۹ ورودي دروازې لري. د مادرید ښار ډېری ودانۍ لا هم هماغه پخوانی جوړښت لري. هسپانیا ګڼ شمېر نور تاریخي او سیل و چکر ځایونه لري چې هر یو یې په لیدلو ارزي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.