د سیاستوالو پر ځای یې له ولسه یې پیل کړئ!

که یوې عامه ادارې ته د مراجعې پر مهال مراجعین خپله خپل نوبت مراعت نه کړي او د بې نوبتۍ هڅې پیل کړي، معلومه خبره ده چې په اداره کې ناست مامورین نه شي کولی په نوبت کې عدالت تامین کړي. همدلته ده چې درغلیو ته لار جوړیږي.

که پر یو سړک تر تا مخکې موټر سره څراغونه لګولي او تم وي، مانه دا چې مخکې څه ستونزه ده او باید ته هم تم شي څو په سړک کې رامنځ ته شوی خنډ لري شي او در څخه مخکې موټر وخوځیږي. خو که ورپسې موټر چلونکي پردي لاس ته اوړي او د مخکې ولاړ موټر د سرو څراغونو سربیره د مخکې تګ هڅه کوي دې کې هیڅ شک نه شته چې د مقابل لورې څخه د راتلونکو موټرو لاره هم بندوي او بیا نو په ساعتونو ساعتونو دا لاره د ټولو خلکو په مخ تړلې پاتې کیږي.

دې کې چې ترافیک مامورین ولې لاره زر نه پرانیزي د ترافیکو ګناه نه بلکې د عامو موټرچلونکو ګناه ده چې خپله یې د سړک ټاکلي اصول مراعت نه کړل.

دا وړې بېلګې دي، خو زموږ د ولس د لویو او اساسي ستونزو اسباب هم همداسې یو څه دي.

د یوې ټولنې او یو هیواد د وګړو ژوند همداسې پر یو سړک مزل ته ورته او همداسې ترافیکي اصول مراعتول غواړي.

پر ولسونو د واکمن وضیعت د حالاتو سره د ولسونو په چلن پورې تړلی دی. ان پر دوی واکمن مشران هم هماغه دي چې دوی یې په اګاهانه یا نا اګاهانه ټوګه غواړي.

هغوی چې ولسي جرګې ته د انتخاباتو پر مهال د خپلې سیمې نامتو زورواکي، قومندانان او مشهور غله د استازو په څیر انتخابوي او ښې ډیرې رایې ورکوي بیا باید دا ګیله ونه کړي چې ولې د دوی ستونزې په مرکز کې څوک نه اوري.

له همدې کبله خو دا مهمه ده چې اصلاحات له ولسونو پیلیږي، د خلکو له فکري،فرهنګي او علمي بدلون او بډاینې پیلیږي. هغه ولسونه چې اصلاحاتو ته تږي نه وي، سیاستوال یې هیڅکله د اصلاحاتو لپاره اقدام نه کوي. ځکه په سیاستوالو کې ډير کله واک غوښتونکي زیات او هغوی ډير کم وي چې د اصلاحاتو لپاره یې سیاست ته مخه کړي وي.

په ډیموکراسیو کې یوازې د چارواکو ټاکنه شرط نه ده، بلکې د ټولنې د وګړو له خوا د بېلابیلو چوکاټونو پر مټ د ټاکلو چارواکو د چارو څارنه د ډیموکراسۍ اساسي بنسټ جوړوي.

بیدار ولسونه هغه مهال چې چارواکي یې له کرښې کږیږي، له رسنیو، مظاهرو، پارلمانونو، شوراګانو او مدني ادارو د اعتراض نارې پورته کوي. داسې شور جوړوي چې په ودانیو کې د ناستو چارواکو څوکۍ لړزوي. دا هماغه څه دي چې یوه ډیموکراسي په سمه لاره رهبري کوي.

یوازې د ښو چارواکو ټاکنه ښه حکومتولي نه شي تضمینولی، بلکې ښه ولس دی چې خپل چارواکي څاري او پرلپسې فشار پرې ساتي څو ښه حکومتداري رامنځ ته کړي.

په پرمختللو هېوادونو کې ښايي ډير چارواکي د یوې سترې تیروتنې وروسته استعفا ته زړه ښه نه کړي، ځکه هر چیرې په انسانانو کې د واک او ځواک تنده شته. خو له سترو تیروتنو او یا په حکومتولی کې د لویو ستونزو او رسواییوو وروسته ځکه سمدستي استعفا ورکوي چې پوهیږي له بیدارو ولسونو سره مخ دي. داسې ولسونه چې د دوی په تیروتنو او بې کفایتۍ سترګې نه پټوي او غلي نه پاتې کیږي. نو ددې پر ځای چې ولسونه یې په بدرنګۍ وشړي غوره ګڼي چې خپله د ورپاتې اب سره خپله دنده پریږدي.

زموږ په ټولنه کې له اوږدې مودې راهیسې ډیر تمرکز په سیاست کې دننه په اصلاحاتو دی . موږ د ولسي اصلاحاتو ، د وګړو د فکر او فرهنګي بدلون لپاره ډیر کم څه کوو او دې برخې ته له دې کبله چې واک او ځواک په کې نه شته ډیره پاملرنه نه کوو.
همدا علت دی چې پر یو یاغي او پر ګډوډۍ میین ولس لرو او پر داسې ولس حکومت کول د هیچا د وس خبره نه ده.

همدا علت دی چې د ټولنې وګړي مو په اسانۍ تیروتلی او د خپلو ملي او ټولنیزو ګټو پر خلاف ودریدلی شي.

زموږ روڼ اندي هغوی چې دنده یې د ټولنې فکري، فرهنګي او علمي بدلون دی، خپل ډیر وخت په سیاسي ناندرو او یا د سیاسي اصلاحاتو لپاره پر بې نتیجو هڅو تیروي.

یو د حکومت په پلوۍ اخته وي او بل یې په مخالفت بوخت وي. یو ارګ ودان غواړي او بل یې وران غواړي. دا هغه څه دي چې له څو سیاسي فعالانو پرته په علمي، فرهنګي او مدني فعالانو پورې هیڅ اړه نه لري. د دوی دنده دا نه ده، دوی له ټولنې سره د فکري، فرهنګي او علمي کار مسولیت لري.

زما په باور هغوی چې په په ریښتیني معنی د ټولنیزې سولې، هوساینې او پرمختګ لېوال دي باید واکمن سیاستوال او سیاسي اپوزیسون یې هیر کړي او په همدې ګډو وډو شرایطو کې د ولس د فکري بدلون لپاره هڅې وکړي. ځکه که په ولسي کې د فکر بدلون لپاره کار ونه شي سیاسي بدلونونه اغیز نه لري.

که چیرې په ولس کې فکري او فرهنګي بدلون راشي، نو نه یوازې دا چې مناسب چارواکي به وټاکي بلکې له هېواد دښمنو ډلو سره به اړیکې ورته ننګ او شرم ښکاره شي.

ولسونه به دې درک پیدا کړي چې لومړی سم خلک په چارو وټاکي، خپلې هغه رایې چې ولسواکۍ ورکړي سمې وکاروي او تر ټولو مهمه دا چې د خپلو ټاکلو چارواکو د څارنې وړتیا به ولري. د هغوی د ناسمو کړنو په وړاندې به په سوله ایزو لارو غږ پورته کول زده کړي او د اړتیا پر وخت به خپل اعتماد او رای ځینې بیرته واخیستلی شي.

فکري بدلون څنګه راځي؟
په څو فیسبوکي پوسټونو چې د خپلو خلکو او ولس پر عقایدو، باورونو او دودونو په کې ملنډې وهل شوې وي. یا له سپکو سپورو ډک وي، نه یوازې دا چې فکري بدلون نه راځي، بلکې په ولس کې لا ډیر فکري اغتشاش او ګډوډۍ ته لاره هواروي.

موږ له خپل ولس داسې تمه لرو لکه یو استاد چې په ټولګي کې ټول کال د یو مضمون تدریس نه وی کړی او د کال په اخر کې ازموینه اخیستل غواړي.

معلومه خبره ده چې ټول زده کونکي به په کې ناکام وي.

دلته استاد دا حق نه لري چې خپلو زده کونکو ته په یاد مضمون کې د نه پوهیدو پیغورونه ورکړي او هغوی په سپکو سپور یاد کړي.

افغانان په ځانګړې توګه پښتانه د همداسې یو ټولګي زده کونکو ته پاتې کیږي چې په ټول عمر څوک دوی سره د خبرو او د دوی د فکري او علمي بډاینې په خاطر نه دی ناست.

دوی پسې یوازې هغه مهال سیاستوال ، ملایان او روڼ اندي ورغلي چې یا یې د جنګ لپاره کسان پکار وي، یا یې رایې پکار وي او یا یې د ژبې او مذهب په نوم بل کوم ډول ولسي ملاتړ پکار وي.

له باچا خان پرته چې د سیاست تر څنګ یې د پښتنو د فکري بدلون لپاره ماتې ګوډې هڅې وکړې بل هیڅ سیاستوال، روڼ اندی او ټولنیز فعال نه دی پیدا شوی چې واک ته کم او د خلکو فکري بدلون ته ډیر لېواله وي.

زموږ په ټولنه کې ګڼ خلک فکر کوي چې ژوند ښايي همداسې له ټکې ټوکې، ډزو، جګړې، دښمنیو بې وزلۍ او بربادیو ډکه یوه سلسله وي. ښايي همدا سبب وي چې سایل په یو شعر کې وايي( د پښتنو کوڅو کې خوند نه کوي ، ډیره کراره کراري جانانه!)

اصلا په تیرو څو لسیزو کې زموږ د خلکو له ذهن څخه د یو هوسا، امن او سوکاله ژوند تصور هم کډه کړې.

افغانانو ته د ژوند د ارزښت، د ژوند د ښکلا، د امن د مزایاوو، د اقتصاد د اړخونو او ګټو ، د زده کړې د رنګونو، د پوهې او علم د خوندونو په اړه معلومات رسول پکار دي.

ددې معلوماتو د رسولو لپاره موږ په دې تمه نه شو کیناستۍ چې امن شي او ښونځي فعال شي نو ښوونځیو کې به یې تدریس کړو. بلکې د معلوماتو او پوهې د خپراوې بیلابېلې متعارفي او نا متعارفې لارې په کار اچول پکار دي څو په کم وخت کې ډیر، پراخ او ګټور معلومات تر ولس ورسولی شو.

دا که د فرهنګي او مدني غونډو او بنډارونو له لارې وي، که د کتابونو، مجلو او اخبارونو له لارې وي، که د رسنیو، پوهنتونو او علمي مرکزونو له لارې وي، که د جوماتونو ممبرونو او قومي جرګو له لارې وي .

ان که زموږ د ټولنې وګړې معلومات نه غواړي هم، د اصلاحاتو لیواله فعالان یې باید د شله دکاندارانو په څیر ورته بیا بیا رامخې ته کړي. او که اړتیا شي په هغو ټوټکو کې یې ورته ونغاړي چې دوی پرې باوري لري.

ددې معلوماتو لپاره باید زموږ کلي او بانډې که څوک یې لولي کنه له کتابونو ډک شي. د تلویزونونو، راډیو ګانو او ویب پاڼو د سیاسي او ژبنیو بحثونو ځای باید فکري، علمي او فرهنګي بحثونه ونیسي.

دا باید یوازې نیوکې نه وي. پوچ شعارونه باید نه وي . د بیلګې په توګه : یو څوک باید له دې کبله ولس ونه کنځي چې ولې لوڼې ښوونځي ته نه استوي. هغه چې ښوونځي ته د لور د استولو د ګټې تصور نه لري ولې یې واستوي؟

ددې پر ځای باید د ولس په ذهن کې لومړی د نجونو د زده کړو د ګټو تصور پیدا شي، په دې اړه دومره غوښتي او ناغوښتي معلومات ور ورسول شي چې د یو لرې کلي او بانډې یو کروندګر نه یوازې دا چې خپله لور ښوونځي ته واستوي بلکې د ښونځي ساتنه یې لکه د خپل کور د ساتنې په څیر د یو مهم مسولیت په توګه درک کړي.
ولسمشر غني څوک وټاکه؟ څوک یې ونه وټاکه؟ چاسره یې څه تړون وکړ؟ دا تر هغې ددې ولس په سولې او ښیرازۍ پراخې اغیزې نه شي کولی څو چې ولس خپله دا درک پیدا نه کړی چې څه د دوی په ګټه دي او څه یې په زیان دي.

که د ولس سر خلاص شو باور ولرئ چې بهرني دښمنان د دښمنۍ پاللو ټول وسایل له لاسه ورکوي، نظامونه خپله سمیږي او درغلي او فساد خپل ځای په ادارو کې شفافیت، درایت او پر ځای اجراتو ته پریږدي.

راځۍ د سیاستوالو پر ځای یې له ولس پیل کړو، ولس ته د یو هوسا او سوله ایز ژوند پر هر اړخ او هر رنګ دومره معلومات ورکړو چې خلک د ژوند ارزښت ته په سلام قایل شي او ددې الهي ډالۍ درنښت په سمه معنی وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */