ټولنیز ژوند روغه سټه ګټه وټه

د سګرټ ۶ خطرناک زیانونه؛ سګرټ څکول د بې اولادۍ لامل کیږي

لیکنه: ياران

لیکنه: کیوین اپیش
ژباړه: حمشت الله رحمتي

د سګرټ څکول د زړه او سږو د ناروغۍ علاوه نور وخیم زیانونه هم لري

مونږ ټول پدې پوهیږو چې سګرټ څکول ډیر زیانونه لري . خو د امراضو د کنټرول دیوې ارزونې له مخې په امریکا کې ٪۱۵ خلک چې عمر يې د ۱۸ کالو څخه زیات دی په سګرټ څکولو روږدي دي.

همدارنګه د امراضو د کنټرول مرکز زیاتوي چې په هر ۵ کسانو کې ۱ کس د سګرټو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اوس پدې لنډه لیکنه کې در سره د سګرټ څکولو هغه شپږ وخیم او د تشویش وړ زیانونه چې بدن ته ډیر مضر دي، در سره شریکوو:

۱- د وینې جریان او د زړه ناروغي
د وینې د جریان سیستم مسؤلیت لري چې زړه ته وینه انتقال کړي. نو ددې لپاره چې د وینې د جریان سیستم مو فعال وي ددې لپاره مهمه ده چې مونږ باید روزمره تمرین او روزمره خواړو ته هم متوجه وه اوسو. د امریکا د زړه، سږي او وینې ملي بنسټ دا خبره په اثبات رسولې چې د زړه د ناروغۍ تر ټولو دروند عامل سګرټ څکول دي.
په سګرټو کې یو قسم کیمیاوي مواد شتون لري چې د وینې د پنډیدو(سختیدو) لامل ګرځي، چې بیا په رګونو کې وینه ښه جریان نشي کولی چې دا خپله یو قسم ناروغي ده، چې په طب کې ورته atherosclerosis وايي چې پدې حالت کې زړه هم په کافي اندازه وینه نه پم کوي چې د زړه د ضعف لامل ګرځي.

۲- اولاد زیږونه
که تاسې غواړئ چې روغ ماشومان ولرئ نو باید د سګرټ څکولو څخه لاس په سر شئ. آیا پدې پوهیدئ چې سګرټ څکول د نارینه او ښځینه د اولاد زیږونې قوت کمزوری کوي؟
د سګرټ څکول د انسانانو په بدن کې۷۰۰۰ کیمیاوي مادې خپروي چې له مخې د وینې سیستم بطي یا سست کوي. سګرټ څکول په نارینه کې رګونه له منځه وړي، سپرم کموي، هارمونونه کموي او آن د بې اولادۍ لامل هم ګرځي. د ښځو لپاره د سګرټ څکولو زیان دا دی چې د ماشوم ځای يې تخریبوي، او که چیرته یوه ښځه یې د حاملې پر محال وڅکوي نو په ماشوم يې هم مستقیمآ اغیزه کوي، چې ماشوم بیا د امراضو په مقابل کې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.

۳- معده
کوم مواد چې په سګرټو کې استعمالیږي نو د هاضمې سیستم تخریبوي او آن ځینې وخت د مړینې لامل هم ګرځي.
مثلأ که تاسې چیرته سګرټ څکوئ نو ستاسې د معدې سرطان د نورو څخه دوه چنده زیات امکان لري. سګرټ ستاسې مرۍ اراموي چې په مقابل کې د معدې تیزابیت زیاتوي او همدارنګه عصبي سیستم هم کمزوری کوي.

۴- هډوکي
د نارینوو او ښځینه هډوکی د عمر په پخیدو سره قوي کیږي، مګر د سګرټ څکول د هډوکو د ماتیدو او کمزوري کیدو لامل ګرځي چې دغې ناروغۍ ته osteoporosis ناروغي وايي.
سګرټ هډوکي په دوه ډوله تخریبوي، لومړی دا چې د بدن د کلسیم جوړولو توانايي تضعیفوي، دوهم دا چې په سګرټ کې پرته ماده د کلسیم د لمنځه وړلو باعث هم ګرځي.

۵- دماغ
سګرټ د دماغو د ګډوډۍ لامل ګرځي، ځکه د نیکوتین ماده چې په سګرټو کې شتون لري، ذهني اعتشاشونه رامنځ ته کوي، چې دا بیا خپله رواني تکلیف له ځانه سره لري. همدا علت دی چې معتاد خلک حوصله نلري.
همدارنګه د رګونو د فلج لامل هم کیږي، چې آن ځینې وخت د مړینې باعث ګرځي. البته د یو نشه یي لپاره د نشې کول دماغ اراموي، خو ددې مطلب دادی چې د دوی بدن ورسره عادت شوی دی، چې په خپل ذات کې دا یو ډیر کثیف عادت دی.
که څه همه عصاب یې اراموي، خو په داسې ډول چې د زوال پر لور یې وړي.

۶- پوستکی
مونږ باید دا هیره نه کړو چې پوستکی د انسان د بدن تر ټولو غټه عضله ده، که تاسې چیرې سګرټ څکوۍ، نو ستاسې پوستکی به ستاسې د اصلي عمر په نسبت زیات ښکاري. پدې ځای کې اجازه راکړئ چې یو څو لارې درته قلمداد کړو د کومو له مخې چې سګرټ ستاسې د بدن پوستکی زیانمنوي:

سګرټ ستاسې د سترګو لاندې حلکې پیدا کوی، په مخ کې مو ګونځې جوړوي، د زخم په دوامداره کیدو کې هم رول لري، په مخ داغونه پیدا کوي، ددې لپاره چې ددغو ناوړه پیښو څخه مو مخ لرې وساتۍ نو یوه ساده لاره دا ده چې سګرټ څکول پریږدئ.

محترمو لوستونکو!
دا چې تاسې ولوست چې سګرټ څکول نه یواځې دا چې سږي زیانمنوي، بلکې ددې تر څنګ د ډیرو نورو بدبختیو لامل هم ګرځي. د سګرټ په پریښودلو سره سم به مو په مخ کې سورخي پیدا شي، راځئ که سګرټ څکوئ پریې ږدئ او ځان ترې وساتئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران