روغه سټه

د سپین زیړي یاهپیټایتس سي دخپریدو او مخنیوې لارې چارې

په نړۍ کې ۷۱ میلیونه وګړې پدې وژونکې او سارې ناروغۍ اخته دي او هر کال د۳۹۹۰۰۰ کسانو دمړینې لامل کېږې.

سپین زیړی تر ډیره حده دانسان د ویني پورې تړلی ویروس دی، چې په خپریدو کې ېې خپله انسان او زیاتره طبې کارکوونکې رول لرې او همدوی له زیات ګواښ سره هم مخ دي.

دخپریدو لارې

۱: د ستنو یا پیچکاریو لاره: هغه معتادین چې له شریکو ستنو کار اخلې او یا هم هغه روغتیاېې کار کوونکې چې په یوه ستنه څو ناروغانو ته ستني کوې.

۲: دطبې سامان الاتو لکه پل، قیچې، پنس او د غاښونو د ډاکټرانو سامان الات چې په سمه توګه پاک او تعقیم نشي.

۳: د ویني او هغي د محصولاتو دتیرولو دلارې.

۴: د منتني یا په میکروب اخته مور څخه نوې زېږېدلې ماشوم ته ( په کمه توګه).

۵: جنسي اړیکې: هغه کسان چې له ناروغو کسانو او یاهم له څو کسانو سره جنسي اړیکې لرې په ناروغۍ داخته کیدو چانس لرې.

دغه ویروس دتې ورکولو، خوړو، غیږ کې نیولو، مچې کولو او یو ځای اوسیدلو له لارې نه خپریږې.

هغه وګړې چې له ډیر ګواښ سره مخ دي

۱: هغه معتادین چې ستني وهي یانې دپیچکاریو نشه کوې.

۲: هغه ناروغان چې زیات وخت ویني او دویني محصولاتو ته اړتیالرې.

۳: هغه کوچنی چې له ناروغې مور څخه زیږې.

۴: هغه خلک چې له ناروغو کسانو او یا هم له څو کسانو سره جنسي اړیکې لرې.

۵: د ایډز ناروغان.

۶: زندانیان.

۷: هغه کسان چې خالونه وهې او یا هم دوجود یوه برخه لکه غوږونه او پزه سورې کوې.

۸: خپله طبې پرسونل، په ځانګړې توګه نرسان او جراحې ډاکټران.

مخنیوی

الف: لومړنی مخنیوی: ددي ویروس لپاره تر اوسه په نړۍ کې کوم واکسین وجود نلرې خو باید لاندې ټکو ته پاملرنه وشي

۱: دلاسونو سم پریمینځل او هر ډول طبې عملیې تر سره کولو لپاره د مناسبو دستکشو اغوستل.

۲: د پیچکاریو سم کارول او په یوه ستن یوازې یو تن ته پیچکارې کول.

۳: له زیاتو او بیځایه ستنو ډډه کول.

۴: دتیزو او فاضله شیانو د ټولولو په وخت پاملرنه او دهغوی سم ځای پر ځای کول.
۵ : هغه څوک چې ستني او پانسمانونه کوې باید ښه وروزل شي او پوره پاملرنه وکړې.

۶: وینه او محصولات يې باید له ورکولو مخکې په سمه توګه وپلټل شي.

۷: له کانډم څخه باید په سمه توګه کار واخستل شي.

ب: دوهمې مخنیوی( دهغو کسانو لپاره چې په ناروغۍ اخته شوې دي).

۱: ناروغان باید سم وپوهول شي چې څه وخت درملنه وکړې او څرنګه نورو ته له خپریدو مخه ونیسي.

۲: ناروغان با ید د ځیګر دAاو B ویروسونو لپاره واکسین شي څو ځیګر یې ډیر ژر له منځه لاړ نشي.

۳: د ویروس ضد درمل باید ژر او مناسب وخت کې پیل شي.

۴: دځیګر خرابیدل باید ژر تشخیص او درملنه یې وشي.

له بده مرغه دوروستیو ناخوالو، جګړو او مهاجرتونو سره زموږ په هیواد کې هم ددي ناروغۍ شمیر مخ په زیاتیدو دی، خو موږ دخپلو خرابو حالتونو له کبله له ځینو نادودو سره مخ یو چې په لاندې ډول یې یادونه کوو.

الف: ددې ناروغۍ دمعلومولو ټسټ یا Anti H C Vپه هر ځای کې موندل کیږې خو هغه ټسټ چې په عامه اصطلاح دویروس ژوند او مرګ راښیې ډیر په اسانه نه موندل کېږې.

ب: اساسي درملنه دهمدې دوهم ټسټ په اساس پیلېږې او پریښودل کېږې.

ج: ځینی نورې درملنې لکه د ګلوکوز سیرمونه او رنګارنګ پیچکارۍ کومه ځانګړې ګټه نلرې، یوازې دناروغ دزړه ارام او دډاکټر فیس پرې تر لاسه کیږې.

د: پدغسي درملنو داساسي درملنې مخه نیول کېږې، حال دا چې دویروس ضد درمل هم په هیواد کې او هم په ګاونډیو هیوادونو کې موندل کیږې او ۹۵ سلنه دروغتیا لامل کېږې.

یادونه: داسي ناروغان باید لږ تر لږه هر شپږ میاشتې وروسته خپل ټسټ ( دویروس دتکثر یا ژوند ټسټ) ترسره کړې، که چیرې مثبت نه وې نو خپله ارامه زندګې دې وکړې او خپلي پیسي دې په اضافي درملو نه لګوې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ډاکتر بشیر احمد پرهر د عمومي داخله ناروغیو متخصص