ټولنیز ژوند زده کړې کلتور او هنر کورنی ژوند

د سوېډن له سلطنتي کورنۍ سره اشنا شئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

یو سرد سېره هېواد چې په شمالي اروپا کې د سکاندیانوي په جزیره کې واقع دی سوېډن دی. دغه هېواد د اورپا څلورم لوی هېواد دی چې د وګړو شمېر یې ۱۰ میلیونو ته رسېږي. دا چې ددې هېواد شمالي سیمې ډېرې یخې دي، نو ډېری خلک یې په جنوبي برخو کې اوسېږي. د برناندوت کورنۍ چې د سوېډن سلطنتي کورنۍ بلل کېږي له ۱۸۱۸ مېلادي کال را په دېخوا په دغه هېواد کې حکومت کوي.

په سوېډن کې ددې کورنۍ د اوسېدو ځای

دغه کورنۍ د خپلې خوښۍ لپاره څه ډول تفریح کوي؟


دغه کورنۍ د دروتنینګهولم په ماڼۍ کې اوسېږي چې په استکهلم د مجمع اجزایر په یوه جزیره کې واقع دی. دغه ماڼۍ د شپاړسمې پېړۍ په اخرو کې جوړه شوې ده او له ۱۹۸۱ کال را په دېخوا ترې ددغه هېواد سلطنتي کورنۍ په کې اوسېږي. عام خلک هم کولی شي د کال په اوږدو کې ددې ماڼۍ له ډېری برخو لیدنه وکړي، خو یوازې د جنوبي برخې کوټې او ودانۍ چې د سلطنتي کورنۍ غړي په کې اوسېږي خلکو ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي. دغه کورنۍ د تفریح بېلا بېلې بڼې لري، چې په دې لیکنه کې یې ځینو ته اشاره شوې ده:

د پارلمان د پرانیستې په مراسمو کې د سوېډن د سلطنتي کورنۍ د غړو ګډون

د پارلمان د پرانیستې پره مراسمو کې د سوېډن د سلطنتي کورنۍ د غړو ګډون

څه موده وړاندې ددې کورنۍ ګڼو غړو د سوېډن د پارلمان د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ. تر ټولو په زړه پورې خو لا دا وه چې ددې کورنۍ نوې ناوې او زوم چې تر دې وړاندې یې د کورنۍ ژوند په اړه ګڼو نړیوالو رسنیو ضد او نقیض راپورنه خپاره کړي و په یو ځای سره را ښکاره شول او ګڼ عکسونه یې په رسنیو کې خپاره شول.

د نوبل جایزې د وېشلو پروګرام
د نوبل جایزې د ویشلو پر مهال د سوېډن د شاهي کورنۍ حضور

د نوبل جایزې د ویشلو پروګرام

تېر کال په سوېډن کې د نوبل جایزې وېشل کېدې. د جایزو د وېشلو په دې پروګرام کې د شاهي کورنۍ ځینو غړو ګډون کړی و. په دې پروګرام کې ګټو هغه کسانو ته د نوبل جایزې ورکړل شوې چې د طبابت، فیزیک، اقتصاد، ادبیاتو او کېمیا په برخه کې یې نوي کارونه کړي و.

د استلا پرنسس د زېږدو کلیزه

د پرنسس د زږېدو مېلمستیا

په زړه پورې خو لا دا ده چې دغه کورنۍ لکه د نورو عامو خلکو په څېر بهرنیو هېوادونو او یا نورو د تفریح سیمو ته نه ځي بلکې په خپله د ځان لپاره یوه د خوښۍ بهانه لټوي. دوی د نویو زېږدونکو ماشومانو کوم چې د دوی په کورنۍ کې پیدا کېږي، یوه ښه لویه مېلمستیا او یا د خوښۍ پروګرام نیسي، چې ټول د شاهي کورنۍ غړي په کې ګډون کوي.

ماڼۍ

ددې کورنۍ اوسني ځوانان بیا کله کله بهرنیو هېوادونو ته تلو لپاره هم زړه ښه کوي، خو پخواني هغه یې بیا تر ډېره په خپل هېواد کې اوسېدل او د هېواد په کچه به یې په ځینو پروګرامونو کې برخه اخیسته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.